
د دولسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۳۰۶۴ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او ۸۱ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
ښاریانو ته په کار ده چې، د خپلې روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین په دوامداره توګه له بازارونو څخه څارنې کوي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
همدا راز له ټولو اصنافو او پلورونکو څخه غوښتنه کېږي چې، په سړکونو او پلیو لارو کې د خپلو فعالیتونو لپاره له لوډسپیکر څخه کار وانخلي او د خلکو آرام زیانمن نه کړي.
د دولسمې ناحیې له بازارونو څخه څه باندې ۳ ټنه تېر وخته توکي راټول شول


