الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مه ناهیلي کېږئ! باور ولرئ چې الله(ج) هر وخت له تاسو سره دی

“عزیزي”

انسانان په بېلابېلو دلیلونو کله نا کله ناخوښ وي، ډېری یې بیا په دې هم نه پوهیږي، چې څه د دوی د ناخوښئ لامل شوي دي او باید کومې لارې چارې عملي کړي، څو خوشحاله و اوسي.
خوشحاله اوسېدل په دې مانا نه دي چې، مسلمان دې تل په بدو کارونو او غیر شرعي کړنو خپل وخت تېر کړي، بلکې دلته له خوشحاله اوسېدو څخه موخه دا ده چې، موږ د یوه مسلمان په توګه باید تل په الله(ج) باور ولرو او هېڅ کله د هغه له رحم او کرم څخه ناهیلي نه شو، په دې اړه الله تعالی د زمر سورة په 52م آیت کې فرمایي:
ژباړه: د الله تعالی له رحمت څخه مه ناهیلي کیږئ.
دغه راز الله(ج) او د هغه رسول، نبي کریم(ص) یو شمېر داسې لارښونې لري چې، په عملي کولو سره یې موږ کولای شو خوشحاله و اوسو او د خپلو ناخوښیو لاملونه پیدا کړو.
۱- خوشحالي مو په هیچا پورې مه تړئ!
ستاسو خوښي په تاسو پورې اړه لري، تل هڅه وکړئ خوشحاله واوسئ او خوښي مو په بل چا پورې ونه تړئ. الله(ج) د لقمان سورت په ۱۳م آیت کې هم په همدې موضوع ټینګار کوي او فرمايي: ژباړه: (او یاد كړه هغه وخت په دې حال كې چې ده ته يې نصیحت كاوه، لقمان خپل زوى ته وویل: اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك ډېر لوى ظلم دى).
۲- هیله مه لرئ هر هغه څه چې ستاسو شاوخوا رامنځته کیږي ستاسو له خوښې سره به برابر وي.
انسانان تل غواړي چې هرڅه دې د ده په خوښه ترسره شي، ډیری وخت بیا داسې نه کیږي او کېدای شي دا چاره د انسان د غم او ناخوښۍ لامل وګرځي، نو اړېنه دا ده چې هیڅ وخت داسې فکر مه کوئ چې، هرڅه دې زما په خوښه ترسره شي. الله(ج) د الحج سورت په ۱۱م آیت کې فرمايي: ژباړه:(او په خلکو كې یو شمېر هغه دي چې، د الله(ج) عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسېږي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (آزماېښت) ورسېږي (نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره زیان دى.)
۳- کله چې عصبي یاست پرېکړه مه کوئ!
ډیری وخت د یو شمېر پیښو، ناندریو او خبرو له امله انسانان خواشیني کیږي، چې همهاله ورسره بیا ډیرې سختې او بې مفهومه پرېکړې کوي چې وروسته یې د پښېمانۍ لامل ګرځي.
الله(ج) دې موضوع ته د ال عمران سورت په ۱۳۴م آیت کې اشاره کړې او فرمايي: ژباړه: (هغه كسان چې انفاق كوي په آسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلکو ته بښنه كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي).
۴- د ژوند له سختیو او ستونزو هرکلی وکړه او هڅه وکړه چې پر ستونزو برلاسی و اوسې!
انسان د الله(ج) د یوه مخلوق په توګه کله کله په ځینو داسې ستونزو کې را ګیر کیږي چې، فکر کوي هېڅ د خلاصون لاره نه لري، هره ستونزه حل کیږي خو وخت ته اړتیا لري او الله تعالی انسانانو ته د هغوی د ستونزو ګاللو له امله اجر او بدله ورکوي.
الله(ج) د آل عمران سورت په172 آیت کې فرمايي: ژباړه (هغه كسان، چې د الله(ج) او د هغه د رسول حكم يې ومانه، وروسته له دې چې دوى ته زخم هم رسېدلى ؤ، په دوى كې د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړې ده او پرهېزګاره شوي دي ډیر لوى اجر دى).
۵- اجازه مه ورکوئ چې، یو شمېر ناخوښې پېښې مو روحیه خرابه کړي!
مرګ ژوند، ستونزې او پرې برلاسي کېدل د یوه مسلمان د ژوند څو اړخونه دي چې واقعیت لري. موږ په دې باور لرو چې، ټول مړه کیږو، د کورنۍ غړي به مو مري او بالاخره یوه ورځ له دې نړۍ تلونکي یوو، اړتیا ده چې دا ټول حقیقتونه ومنو او تل د غم او اندیښنو پر مهال ووایو: ژباړه: (هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي نو وايي: یقینًا موږ د الله(ج) یوو او بېشكه موږ خاص هغه ته ورګرځېدونكي یوو) (البقره ۱۵۶م آیت)
۶- په بې ځایه بحثونو مو خپله انرژي مه مصروفوئ!
ښکاره ده چې انسان د یوه ټولنیز موجود په توګه په ټولنه کې د هر ډول فکر لرونکو انسانانو سره مخامخ کیږي، بحث کوي او کله نا کله داسې بحثونو ته هم ور ننوځي چې، هېڅ ډول ګټه نه لري. موږ ته د پیغمبر(ص) لارښوونه دا ده چې، که چېرته مو ښه خبره نه وي زده نو چوپ کېنئ.
الله(ج) بیا حکم کوي چې، له جاهلانو سره مه کینئ ځکه، د هغوی کړنې او خبرې ستاسو په روان ناوړه اغېز کوي او بدې لارې ته مو هڅوي.
ستر رب د خپل کتاب قرآن عظیم شان د الاعراف سورت په ۱۹۹م آیت کې فرمايي: ژباړه: (ته د بښنې کولو طریقه را خپله کړه او د نیکۍ حکم کوه او له جاهلانو څخه مخ وګرځوه).
۷- منفي لیدلوری مو له یاده وباسئ، ځکه ستاسو سالم جسم ته زیان رسوي!
منفي فکر کول تل انسانان له روحي او جسمي ستونزو او ناروغیو سره مخ کوي، د ټولنیزو علومو پوهان د منفي فکر لرونکي انسانان ناکام ګڼي او وايي چې، موخو ته د رسېدو لپاره د مثبت فکر شتون حتمي دی.
اسلام هم مسلمانان له منفي فکر کولو څخه منع کړي دي.
الله(ج) د التوبه سورت په ۹۸م آیت کې فرمايي: ژباړه: (او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې، د الله(ج) په لار كې څه چې مصرف كوي هغه تاوان ګڼي او ستاسو په اړه د زمانې د خوځښت انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله(ج) ښه اورېدونكى، ښه عالم دى)).
پایله
په پــورته لیکنـه کـې څـرګنده شوه چې، اسلام مسلمانانو ته د خوشحاله اوسېدلو داسې ګټورې لارې چارې ښودلې چې، که یې په پوره معنی عملي کړي، نو د دنیا او آخرت بریالیتوبونه او ګټې به ترلاسه کړي. یوه مومن مسلمان ته په کار ده چې، تل په الله(ج) باور ولري، هرڅه د الله تعالی له خوا وګڼي او په هر حالت کې د الله(ج) د نعمتونو او رحمتونو شکر وباسي.