
شاه محمود “درویش”
بیکاري یوه ستره ټولنیزه ستونزه ده، چې نن سبا د هېواد ګن شمیر وګړي او په ځانګړي توګه ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي.
خو هېره دې نه وي چې ددغې ستونزې د حل په موخه، له اړتیا او وړتیا سره سم دسالمو بوختیاوو موندل، رامنځته کول او پرې بوخت کېدل له شک پرته چې یو لومړیتوب بلل کېږي، ځکه بیکاري په خپله یوه ناروغي ده او د انسان روح او روان ته زیان رسوي او خلکوته راز راز اندیښنې پیداکوي، نو اړینه بریښي چې په کور دننه پرسالمو چارو د بوختیاوو د لټون او پرې د بوختېدو په برخه کې هېڅ هېوادوال خپله هڅه او حوصله مندي له لاسه ورنکړي، ځکه، لټونکی بې له شکه چې هرو مرو موندونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې هکله ټولنیز ماهرین او د نظر خاوندان هم په دې اند دي: «د وزګارو خلکو ماغزه هم وزګار وي، ځکه په عادې چارو کې ځانونه بوختوي، په ژوندانه کې وزګار او بیکاره خلک هماغه دي، چې تل په تاویلو ماویلو سر وي، چې دغه هرڅه خپله د وزګارتیا زیږنده ده.
که په وزګار وخت کې دې ځان بوخت نه کړ، نو غمونو او اندېښنو ته ځان چمتو کړه، ځکه وزګارتیا تیر یادونه را تازه کوي او انسان په اندېښنو کې ښکیلوي، په دې اړه د هوښیارانو سپارښتنه دا ده چې، وزګار مه کینه، که نور هیڅ نه وي، نو ځان په نېکو چارو بوخت وساته، په لمونځونو، تسبیحاتو، تلاوت او د دیني کتابونو په مطالعه ځان بوخت کړه.
ځکه که بیکاره او وزګار ناست اوسې، نو دغه وزګارتیا به درته زړې، اوسنئ او د راتلونکو ټولو اندیښنو دوسیې پرانیزي.
وزګارتیا یو داسې عذاب دی، چې انسان د غفلت په زندان کې بندي کوي او پایله یې لیونتوب دی.
د وزګار ناستې پرځای نورو ته څه ګټه ورسوه، تاته زما همدا سپارښتنه ده، که وزګارتیا دې په بوختیا بدله کړه، نو د نړۍ ۵۰ سلنه طبیبان به دې د نیکمرغۍ ضمانت وکړي.
وزګارتیا مو په بوختیا بدله کړئ


