
د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست له احتکار څخه د مخنیوي او د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د مکروریان په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وکړه..
د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمتالله انصار په دې اړه وویل: د دغو څارنو په لړ کې د خوراکي توکو پلورنځي، سوپرمارکېټونه، د وچو مېوو هټۍ، نانوایي ګانې او قصابیانې تر هر اړخیزو څارنو لاندې ونیول شول او هغه پلورونکي چې خپل توکي یې د نرخنامې مطابق پلورل وستایل شول او سرغړوونکو ته جدي اخطار ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه: ټول پلورونکي مکلف دي چې خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري او له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.
دغه راز د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال ټینګار وکړ چې، د نرخنامې د کارولو فرهنګ ته وده ورکولو او د سرغړونو د راپور ورکولو په برخه کې د ښاریانو همکاري، د بیو د ثبات او د پېرودونکو د حقونو په خوندي کولو کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم ټولو کسبګرو او هټیوالو ته سپارښتنه شوې وه چې نرخنامې د لیدلو وړ ځای کې وځړوي او د هغې مطابق خپل توکي و پلوري.
د مکروریان په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه
21 حوت 1404


