
چمتوکوونکی: ا. الکوزی
د افغانستان کرنه په ډېرو برخو کې د موسمي شرایطو، د اوبوکمښت او د خاورې خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ ده. د سبو او تازه ترکاریو تولید معمولاً محدود وي او خلک د کال په ځانګړو فصلونو کې تازه سبو ته لاسرسی لري.
افغانستان یو غـرنی هېواد دی چې اقلیم یې له سختو یخنیو، وچکالۍ او د کرنې لپاره د مناسبو شرایطو له کمښت سره مخ دی. د سبزیجاتو اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي، خو زموږ پیداوار محدود دی، ځکه کرنه ډېره دودیزه، د اوبو له کمښت سره مخ او د یخنۍ له امله موسمي ده.
هایدروپونیک څه شی دی؟
هایدروپونیک هغه طریقه ده چې پکې نباتات له خاورې پرته، یوازې د مغذي موادو د محلولونو له لارې روزل کېږي.
دا سیستم ډېرې دقیقې څارنې او کنټرول ته اړتیا لري، خو تولید یې خورا لوړ وي.
هایدروپونیک یو کرنیز سیستم دی چې پکې نباتات د خاورې پر ځای، په غذايي محلولونو کې کرل کېږي.
د نباتاتو ریښې یا خو په مستقیم ډول په اوبو کې وي، یا په داسې بېخاورې موادو کې لکه «پرلایټ» «کوکوپېټ» یا شګه کې.
کوکوپیټ عضوي مواد دی چې د ناریل فایبر څخه ترلاسه کیږي او پرلایټ یو ډول طبیعي منرال دی چې د اورشېندونکو ډبرو څخه لاسته راځي.
کوکوپیټ او پرلایټ هغه مواد دي چې په کرنیزو او د بڼ والۍ په صنعتونو کې د نباتاتو د ودې لپاره کارول کېږي.
هـایدروپونیـک په اصل کې د پرمختللې ټیکنـالوژۍ او دودیزې بڼ والۍ ترکیب دی او له خاورې څخه پاک وده کونکی چاپېریال دی چې پکې نباتات د مغذي موادو په بډایه اوبو کې کرل کېږي.
د هایدروپونیک مهمې ګټې:
۱: د اوبو سپما
دغه سیستم د دودیزې کرنې په پرتله تر ۸۰ -۹۰ سلنې پورې لږې اوبه مصرفوي، چې دا زموږ د وچ اقلیم لپاره یوه مهمه خبره ده.
۲: د کال په څلورو فصلونو کې تولید:
په شنوخونو کې د حرارتي کنټرول له لارې، حتی د ژمي په یخ موسم کې هم تازه سابه او سبزیجات کرل کېدای شي.
۳: کرنیزې ځمکې ته اړتیا نه لري
په ښارونو، ښوونځیو، کورونو او حتی د چت پر سر هم دا سیستم تطبیق کېدلی شي.
۴: چټکه وده او روغ محصولات
نباتات د غذايي محلولونو له لارې تغذیه کېږي، ښه وده کوي چې کیمیاوي او حیواني سرې ته اړتیا نه لري.
د هایدروپونیـک شنېخـونـې د جوړولو لارښود:
د مناسب ځای ټاکل
د هایدروپونیک شنوخونو جوړولو لپاره د مناسب ځای غوره کول، د کرنې په بریالیتوب کې یو مهم عامل دی. دا انتخاب په بېلابېلو فکتورونو پورې اړه لري چې په مستقیمه توګه د نباتاتو په ودې او د سیستم په موثریت اغېزه کوي.
د لمر وړانګو ته اړتیا
د لمر وړانګې یو له هغو اصلي عواملو څخه شمېرل کېږي چې، په هایدروپونیک سیسټمونو کې د نباتاتو په وده اغېزه کوي. که څه هم مصنوعي رڼا هم کارول کېدای شي خو طبیعي رڼا معمولاً ارزانه او ډېره باثباته وي. د مناسب ځای غوره کولو لپاره، باید یو شمېر مسایلو ته جدی پاملرنه وکړو، لکه:
جغرافیایي موقعیت:
شنېخونې باید په هغه سیمه کې موقعیت ولري چې، د ورځې ډېری وخت د لمر وړانګې پرې په مستقیم ډول ولګیږي.
د شنوخونو موقعیت:
دا غوره ده چې شنېخونې په شمال- سویل لوري کې جوړې کړئ ترڅو د ورځې په اوږدو کې د لمر وړانګې پرې ولګیږي.
طبیعي یا مصنوعي خنډونه: ډاډ ترلاسه کړئ چې، ودانۍ، ونې یا نور خنډونه سیوري نه جوړوي او لمر په مستقیم ډول په شنېخونې لګېږي.
باکیفیته اوبو ته لاسرسی:
د اوبو کیفیت په هایدروپونیک کې یو له خورا مهمو فکتورونو څخه دی، ځکه چې مغذي محلولونه په مستقیم ډول د نباتاتو ریښو ته رسېږي. کله چې د شنوخونو ځای انتخابوئ، د ښه کیفیت او پاکو اوبو سرچینو ته لاسرسی باید په پام کې ونیول شي.
د تودوخې درجه او د اقلیم شرایط:
د هایدروپونیک شنوخونو له اصلي ګټو څخه دا ده چې، تاسو کولی شئ د چاپېریال تودوخه او رطوبت کنټرول کړئ.
تودې سیمې:
هغه سیمې چې د کال په اوږدو کې باثباته تودوخه لري د شنوخونو د جوړولو لپاره مناسب ځای دی. لکه، لغمان، ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند او…
د تودوخې او سړښت اټکل:
که چېرې غوره شوې سیمه ډېره ګرمه یا سړه وي، نو تاسو باید د شنو خونو په ډیزاین کې د مناسبې تودوخې یا سړولو سیستمونه وکاروئ.
د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی:
په هایدروپونیک سیسټمونو کې، انرژي مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه مصنوعي رڼا، هوا ورکول، پمپونه او د چاپېریال د کنټرول سیسټمونو چمتو کول. له همدې امله، د شنو خونو موقعیت باید د انرژۍ باثباته سرچینو ته لاسرسی ولري.
کیفیت او باثباته برېښنا:
د برېښنا باثباته شبکې ته لاسرسی خورا مهم دی، ځکه چې د برېښنا بندېدل کولی شي د هـایدروپونیک سیسټمـونــو عملیات ګډوډ کړي.
د انرژۍ له نویو منابعو څخه کار واخلئ:
که امکان ولري، لمریزه یا بادي برېښنا څخه ګټه پورته کړئ ځکه چې دا ډول انرژي په لګښتونو کې هم کموالی راولي.
مناسبه ځمکه او د شنوخونو اندازه:
د شنوخونو جوړولو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د مناسبې اندازې او ښه فزیکي شرایطو سره ځمکه انتخاب کړئ.
مناسبه سطحه:
ځمکه باید هواره وي ترڅو د هایدروپونیک سیسټمونه په سمه توګه کار وکړي او د ځمکې د هوارولو لګښتونه کم شي.
په پای کې ویلی شـو چـې، هایدروپونیک یا له خاورې پرته کرنه د افغانستان د اقلیمي او اقتصادي شرایطو لپاره یوه نوې، ګټوره او د راتلونکې اړتیاوو ته ځواب ویونکې لاره ده.
دا سیستم نه یوازې د اوبو په سپما کې مهم رول لري، بلکې د کال په هر فصل کې د تازه سبو او ترکاریو تولید تضمینوي.
د هایدروپونیک ګل خونې کولای شي د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي، بزګرانو ته عواید زیات کړي او بېکاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
که دولت، خصوصي سکتور او علمي بنسټونه په ګډه کار وکړي، دا طریقه کولی شي زموږ د خوراکي خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او دوامدار زراعت لپاره یوه بریالۍ حل لاره وګرځي.
سرچینې
_ د خوړو نړیوال سازمان (۲۰۲۰) د خوړو د خوندیتوب لپاره د بدیل په توګه هایدروپونیک.
_د افغانستـان د کـرنـې وزارت (۲۰۲۳) په ښاري کرنه کې د شنو خونو طریقې.
_تغـذیه محصولات گلخانه ای، آموزش و تریوج کشاورزی.
د هایدروپونیک شنېخونې


