«ناصري»

روژه د اسلام سپېڅلي دین د درېيم رکن په توګه، د مسلمانانو لپاره ستر عقیدتي اهمیت لري، خو د روژې اهمیت یوازې د هغې په
عقیدتي اړخ کې پای نه مومي، بلکې روژه پر ستر عقیدتي اهمیت سربېره، اخلاقي او ټولنیز اهمیت هم لري. روژه د الله(ج) د مېلمستیا،له بېوزلو سره د مرستې او د یوې سترې آزموینې میاشت ده او هر رښتینی مسلمان هڅه کوي چې د دغې مبارکې میاشتې له دې سترې آزموینې څخه سرلوړی او بریالی ووځي.
په روژه کې د ټولنیز عدالت بسیاینه د دغې آزموینې یوه ستره برخه ده. ټولنیز عدالت د دې غوښتنه کوي چې، شتمن خلک په روژه کې د بېوزلو لاسنیوی وکړي او له خپل وس او توان سره سم د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه واخلي.
د روژې عقیدتی حکم دا دی چې، د لوی خدای(ج) له امر سره سم، هېڅ مسلمان چې روغ وي او مسافر نه وي او یا کوم بل شرعي عذر ونه لري، نو دا حق او اجازه نه لري چې، له لمرختو تر لمر پرېوتو خوراک او څښاک وکړي. دا حکم عام دی او هېڅ راز توپیر او استثنا په کی نشته.
که موږ د دغه حکم ژورو ته لاړ شو، نو و به ګورو چې، روژه په حقیقت کې د ټولنیز عدالت میاشت ده او په دغه میاشت کې د شتمنو او بېوزلیو تر منځ توپیر له منځه ځي. که یو څوک ډېره شتمني او پانګه لري او کولای شي د دنیا ټول نعمتونه پر خپل دسترخوان کېږدي او که یو بل څوک دومره غریب او بېوزلی وي چې، له سهاره تر ماښامه پر یوې مړۍ وچې ډوډۍ پسې ستړی، ستومانه او سرګردانه ګرځي، خو دوی دواړه، یانې هغه شتمن او دغه بېوزلی دا حق او اجازه نه لري چې له لمرختو تر لمر پرېوتو څه وخوري او یا څه وڅښی او یا پر داسې څه لاس پورې کړي چې، هغه د اسلام سپېڅلي دین او په تېره د روژې له آدابو سره په ټکر کې وي.
په بله وینا، د روژې په مبارکه میاشت کې د دغو دواړو (شتمن او بېوزلي) تر منځ عدالت او برابري رامنځته کېږي او د دغې برابرۍ یو پیغام هم دا دی چې، موړ او شتمن انسان باید خپل ځان دبل وږي او غریب انسان پر حال خبر کړي او دغه مهم ټکي او پیغام ته ځیر شي چې، د خدای(ج) د امر پر وړاندې دواړه سره برابر دي او د دوی تر منځ کوم توپير نشته. هغوی چې له نورو سره د مرستې کولو وړتیا او توان لري، اړینه ده چې په دې مبارکه میاشت کې له ټولو او په تېره له ډېرو بېوزلو سره مرسته وکړي. ملي سـوداګر، پانګه وال او نـور شتمن خلک باید د روژې مبارکې میاشتې په درنښت د هغو بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړي، کوم چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه ډېره مهمه خبره خو دا ده چې، هټیوال او نور پلورونکي باید د روژې په پلمه د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي،دوی باید دې ټکي ته خپل پام واړوي چې، روژه د مادي ګټو د ترلاسه کولو او د خپلو جیبونو د ډکولو میاشت نه ده، بلکې د معنوي ګټې د ترلاسه کولو میاشت ده، روژه د اجرونو او ثوابونو د ترلاسه کولو میاشت ده، روژه د لوی خدای(ج) د میلمستیا، د هغه ستر ذات د رضا د ترلاسه کولو او له اړو او بېوزلو بنده ګانو سره یې د مرستې میاشت ده. نو په کار خو دا ده چې، هر بډایه، پانګوال، ملي سوداګر او هر هغه څوک چې، مالي او مادي توان لري په دې مبارکه میاشت کې دې د پاک خدای(ج) د رضا او خپل ځان ته د ثواب ګټلو په نیت، د خپلو نورو بېوزلو او اړمنو هېوادوالو مرستې ته ور ودانګي او د هغوی لاسنیـوی وکـړي، ځکه مرسته کوونکي د پاک خدای(ج) له دوستانو څخه شمېرل کیږي.
روژه د الله(ج) د مېلمستیا او له بېوزلو سره د مرستې میاشت ده


