«عزیزي»

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت، ژورې اسلامي عقیدې او نه ماتېدونکي افغاني غرور له امله تل د نړۍ
د سترو قدرتونو د پام وړ مرکز پاتې شوی دی. د تاریخ له پاڼو ښکاري چې بېلابېلو اشغالګرو هڅه کړې ده چې دې خاورې ته لاس ور وغځوي او خپل واک پرې ټینګ کړي، خو د دې وطن مېړني، مسلمان او ازادپال ولس هر ځل د قربانۍ، مېړانې او نه ستړې کېدونکې مبارزې په مټ هغوی ته داسې ماتې ورکړې چې د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت شوې ده. دا خاوره یوازې جغرافیه نه ده، بلکې د ویاړ، مقاومت او ازادۍ سمبول دی.
تاریخي تجربې دا ثابتوي چې هر خپلواک ملت د آزادۍ تر ترلاسه کولو وروسته د آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه اخلي. ځکه چې ازادي یوازې هدف نه دی، بلکې د پرمختګ لپاره وسیله ده. افغانستان هم نن ورځ د همدې پړاو په درشل کې ولاړ دی. په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د رغونې او بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، او داسې بنسټیزې پروژې پلي کېږي چې کولی شي د هېواد اقتصادي بنسټونه لا پیاوړي کړي، د بېکارۍ کچه راټیټه کړي او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
په دې لړ کې کابل ښاروالۍ د هېواد د نورو ادارو تر څنګ د یادونې وړ کارونه ترسره کړي دي. په تېرو درې کلونو کې یې، د خپلو داخلي عوایدو پر بنسټ او پرته له دې چې پر بهرنیو مرستو تکیه وکړي، د ښار په کچه ګڼې زیربنايي، ټولګټې او د ښاري ښکلا پروژې عملي کړې دي. دا کارونه نه یوازې د ښار ظاهري بڼه بدله کړې، بلکې د ښاریانو په ورځني ژوند کې یې هم مثبت بدلونونه راوستي دي. دا ډول خودکفایي د یوه خپلواک نظام د پیاوړتیا نښه بلل کېږي.
د سړکونو جوړول، چې د هر ښار د پرمختګ ملا تیر ګڼل کېږي، په کابل کې په پراخه کچه ترسره شوي دي.
د نوو سړکونو جوړېدو، د زړو سړکونو بیارغونې او د ترافیکي ستونزو د هواري له امله د ښار ګڼه ګوڼه تر یوه بریده کمه شوې ده. دا بدلونونه نه یوازې د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتوي، بلکې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره هم ښه فرصتونه برابروي. هر نوی سړک، په حقیقت کې د پرمختګ پر لور یو نوی ګام دی.
بل مهم اړخ د ښاري نظم ټینګښت او د قانون حاکمیت دی. په تېرو کلونو کې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره جدي ګامونه اخیستل شوي دي. د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کول، د ناقانونه ودانیو مخنیوی، د عامه شتمنیو ساتنه او د ښار د نظم ټینګول هغه اقدامات دي چې د کابل د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري. د قانون حاکمیت نه یوازې د ښار ښکلا زیاتوي، بلکې د خلکو ترمنځ د عدالت احساس هم پیاوړی کوي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین د ښاریانو خادمان دي، او دا اصل یې په عملي ډګر کې هم تر ډېره بریده پلی کړی دی. د دفترونو پرانیستې دروازې، د خلکو د ستونزو اورېدل، د شکایتونو پر وخت حل او د وړاندیزونو منل هغه څه دي چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن راکموي او د باور فضا رامنځته کوي. دا باور د هرې آبادۍ بنسټ ګڼل کېږي.
په پروژو کې د کیفیت ساتل د دوامداره پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. په همدې موخه د کابل ښاروالۍ مسئولین تل هڅه کوي چې ټولې پروژې د ټاکل شوو معیارونو سره سم پلې شي. د پروژو دوامداره څارنه، تخنیکي ارزونه او مسئولینو ته لازمې لارښوونې د دې سبب شوې دي چې کارونه نه یوازې په ټاکلي وخت، بلکې په لوړ کیفیت هم ترسره شي. ځکه چې بې کیفیته کار د لنډ مهاله ګټې ترڅنګ اوږدمهاله زیانونه رامنځته کوي.
سره له دې ټولو پرمختګونو، لا هم د آبادۍ لاره اوږده ده او لا زیاتو هڅو، صبر او همکارۍ ته اړتیا لري. یو ښار او یو هېواد یوازې د دولت په هڅو نه آبادېږي، بلکې د خلکو د همکارۍ، ګډ مسؤلیت او ملي احساس په مټ وده کوي. که هر وګړی خپل مسؤلیت وپېژني—که هغه د ښار پاک ساتل وي، که د قانون مراعات وي او که له عامه شتمنیو ساتنه—نو د آبادۍ بهیر به لا ګړندی شي.
په پایله کې ویلای شو چې افغانستان، دا خپلواک او ویاړلی هېواد، د آبادۍ تږی دی. ازادي مو تر لاسه کړې، خو اوس د دې وخت دی چې دا ازادي د پرمختګ، علم، اقتصاد او سوکالۍ په وسیله نوره هم ماناداره کړو. که د حکومت هڅې، د ملت اراده او د ځوان نسل انرژي سره یوځای شي، نو لرې نه ده چې افغانستان به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ لپاره د پرمختګ، ثبات او هوساینې یو روښانه مثال وګرځي.
افغانستان؛ له تاریخي ویاړونو تر معاصرې آبادۍ


