
ابویاسر «پښتون»
په معاصر ژوند کې چې ،انسان له بېلابېلو روحي فشارونو، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی، د الله(ج) د رحمت مفهوم یوازې یو عقیدوي اصل نه، بلکې د انسان د ژوند لپاره یوه حیاتي اړتیا ګرځېدلې ده. اسلام د یو بشپړ دین په توګه، انسان ته نه یوازې د عبادت لارې چارې ښيي، بلکې د ژوند د هر اړخ لپاره فکري او روحي لارښوونې هم وړاندې کوي. د دغو لارښوونو په مرکز کې د الله(ج) رحمت او د انسان شکر یو له بل سره تړلي مفاهیم دي. په دې لیکنه کې د الله(ج) د رحمت په پراخوالي او د انسان د شکر په فلسفې باندې رڼا اچول شوې ده:
د انسانانو له خوا د بې شمېره سرغړونو سره سره، الله تبارک و تعالی پر همدې بنده ګانو د خپل هغه صفت له مخې چې، عامه مهرباني ده رحم او بخښنه کوي.
الله(ج) د خپل عام او پراخ رحمت په اړه د خپل سپېڅلي کتاب قرآن عظیم الشان د الاعراف سورة په ۱۵۶م آیت کې فرمایي:
ژباړه: زما رحمت هر څه ته پراخ دی، نو ژر به یې هغه کسانو ته ځانګړی کړم کوم چې تقوا لري، زکات ورکوي او زموږ پر آیتونو ایمان لري.
په پورته آیت شریف کې د اسلامي فکر درلودونکو یو بنسټیز اصل ذکر شوی: دا چې د الله(ج) رحمت محدود نه دی، بلکې ټول کائنات رانغاړي، دا رحمت یوازې په مادي نعمتونو پورې محدود نه دی، بلکې هدایت، مغفرت، سکون او حتی آزموینې هم د همدې رحمت برخه دي او د الله(ج) د هغه صفت ذکر پکې شوی کوم چې په سورة الفاتحه کې یې یادونه شوې چې هغه عامه مهرباني ده.
دغه راز لوی رب(ج) د الزمر سورة په ۵۳م آیت کې خپلو بنده ګانو ته د خپل رحمت په اړه داسې فرمایي:
ژباړه: ووایه، ای زما بنده ګانو چې پر خپلو ځانونو مو زیاتی کړی دی! د الله له رحمت څخه مه ناهیلې کېږئ، بېشکه الله ټول ګناهونه بخښي، یقیناً هماغه ډېر بښونکی او ډېر مهربان دی.
دا مبارک آیت د هیلې یو ستر پیغام لري او انسان ته ډاډ ورکوي چې، ته مه ناهیلی کېږه، ستا رب ګناهونه بخښي او انسان ته د بېرته ستنېدو لار پرانیزي، انسان ته په کار نه ده چې په دې فکر لا هم خپلو سرغړونو ته دوام ورکړي، چې ګواکي الله(ج) بخښنه کوي. دا سمه ده چې د الله(ج) بخښنه شتون لري خو کله چې په راتلونکي کې د ګناهونو څخه توبه وباسي، ځکه د دې هیڅ اندازه نده څرګنده چې کله مرګ راتلونکی دی.
د رسول الله(ص) په احادیثو کې د الله(ج) د رحمت مفهوم په خورا ژوره او اغېزناکه بڼه بیان شوی دی. حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي چې، رسول الله(ص) وفرمایل:
ژباړه: بېشکه الله(ج) سل رحمته لري، له هغو څخه یې یوازې یوه برخه ځمکې ته راکښته کړې ده، چې د همدې په وسیله انسانان، حیوانات او نور مخلوقات یو پر بل رحم کوي او پاتې رحمونه یې د قیامت ورځې لپاره ساتلي دي.
(صحیح بخاري، حدیث: ۶۰۰۰، صحیح مسلم، حدیث: ۲۷۵۲)
دا حدیث د الله(ج) د رحمت پراخوالی داسې انځوروي چې د انسان عقل یې بشپړ درک نه شي کولای، په دې معنی چې د الله(ج) رحمت دومره پراخه دی چې یوازې له هغه څخه یو یې په دې کچه پراخ دی چې له مخې یې که د ځمکې پر مخ څومره مخلوقات یو پر بل رحم کوي نو سرچینه یې همدا ده، نو آیا دا د فکر وړ نه ده چې د الله(ج) دا نور ۹۹ رحمتونه چې د قیامت په ورځ به یې په خپلو بنده ګانو کوي څومر پراخ وي.
په یو بل حدیث شریف کې رسول الله(ص) فرمایي:
ژباړه: کله چې الله(ج) مخلوقات پیدا کړل، نو په خپل کتاب کې یې ولیکل: بېشکه زما رحمت زما له غضب څخه مخکې دی.
(صحیح بخاري، حدیث: ۳۱۹۴، صحیح مسلم، حدیث: ۲۷۵۱)
دغه حدیث شریف د الله(ج) د رحمت پر غالب والي ټینګار کوي، خو د الله(ج) د رحمت تر څنګ، انسان ته د شکر کولو مسئولیت هم ورسپارل شوی دی. الله تعالی د ابراهیم سورة په ۷م آیت کې فرمایي:
ژباړه: که تاسې شکر وباسئ، زه به تاسو ته نور هم زیات درکړم. دا الهي وعده څرګندوي چې، شکر د نعمتونو د زیاتېدو یو اساسي اصل دی.
د شکر اهمیت په احادیثو کې هم په ښکاره ډول بیان شوی دی.
رسول الله(ص) فرمایي:
ژباړه: هغه څوک چې د خلکو مننه نه کوي، د الله(ج) شکر هم نه ادا کوي. (سنن الترمذي، حدیث: ۹۵۴، سنن أبو داود، حدیث: ۴۸۱۱)
پورته حدیث شریف موږ ته دا درس راکوي چې، شکر یوازې د الله(ج) عبادت نه دی، بلکې د ټولنیزو اړیکو یوه مهمه برخه هم ده.
په بل حدیث کې د شکر عملي بڼه داسې بیان شوې ده: حضرت عایشه رضی الله عنها روایت کوي:
ژباړه: رسول الله(ص) به د شپې دومره عبادت کاوه چې پښې به یې پړسېدې. کله چې ترې وپوښتل شول، ویې فرمایل: «آیا زه یو شکرګذار بنده نه شم کېدای؟ (صحیح بخاري، حدیث: ۴۸۳۷، صحیح مسلم، حدیث: ۲۸۲۰)
دا د شکر تر ټولو لوړه درجه ښيي چې، انسان د الله(ج) عبادت د شکر په نیت ترسره کړي.
همدارنګه رسول الله(ص) فرمایي:
ژباړه: د مؤمن حالت عجیبه دی، د هغه هر کار د خیر لامل کېږي، که خوشحالي ورته ورسېږي، شکر وباسي، نو دا ورته خیر دی او که مصیبت ورته ورسېږي، صبر کوي، نو دا هم ورته خیر دی. صحیح مسلم، حدیث: ۲۹۹۹)
دا حدیث شریف د شکر او صبر تر منځ توازن بیانوي، چې دواړه د مؤمن د ژوند مهم اصول دي.
په نننۍ نړۍ کې، چې ډېری خلک د مادي سیالۍ او ظاهري بریاوو تر اغېز لاندې دي، د شکر احساس ورځ تر بلې کمېږي. انسان تل ځان له نـورو سـره پرتله کـوي او د خپل ژوند مثبت اړخونه له پامه غورځوي، چې دا حالت نه یوازې روحي فشـار زیاتوي، بلکې د ناشکرۍ یوه پټه بڼه هم ده.
قرآن کریم موږ ته دا یادونه کوي:
ژباړه: که تاسې د الله(ج) نعمتونه وشمېرئ، هېڅکله یې نه شئ شمېرلای. (سورة النحل: ۱۸)
نو انسان باید د نعمتونو په اړه ژور فکر وکړي او د شکر احساس په خپل ژوند کې پیاوړی کړي
په پایله کې ویلای شو چې، د الله(ج) رحمت او د انسان شکر یو له بل سره نه بېلېدونکې اړیکه لري. رحمت د الله(ج) له خوا یو الهي فضل دی او شکر د انسان له خوا یو ایماني او اخلاقي ځواب. هر څومره چې انسان شکر زیاتوي، هغومره د الله(ج) رحمت پرې زیاتېږي.
نو راځئ چې د ژوند په هر حالت کې د الله(ج) شکر ادا کړو، هم په خوشحالۍ او هم په سختۍ کې تر څو د هغه د بې پایه رحمت مستحق وګرځو. په همدې هیله
د الله جل جلاله د رحمت پراخوالی او د انسان شکرګزاري


