
ا. الکوزی
د سوړ او واورین ژمي له تېرېدو او د زرغون او ګلګل پسرلي په رارسېدو سره، د کابل ښار ډېری اوسېدونکي له کورونو را وځي او د رخصتیو او ځانګړو ورځو په مناسبت پارکونو، باغونو او مېله ځایونو ته مخه کوي.
دوی هلته له خپلې کورنۍ او ملګرو سره خوشحاله شېبې تېروي، د طبیعت له ښکلا خوند اخلي او له ستړیاوو ځانونه آراموي. پسرلی د نویو هیلو، تازه هوا او خوښیو موسم دی چې ښاري ژوند ته نوی رنګ وربخښي.
په اوسني ښاري ژوند کې چې خلک له ګڼې ګـوڼې، شـور او کاري فشارونو سره مخ دي، پارکونه او تفریحي ځایونه ډېر مهم رول لري. دا ځایونه نه یوازې د ښکلا لپاره جوړېږي، بلکې د خلکو د ژوند کیفیت لوړوي.
د پارکونو د ونو او بوټو له امله هوا پاکېږي او د ککړتیا کچه راکمېږي، خلک کولای شي په پارکونو کې پلی تګ وکړي، منډه ووهي او ورزش وکړي.
پارکونه د کورنیو او دوستانو د راټولېدو غوره ځای دی، چې د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، زرغونې سیمې ښار ته ښکلا ورکوي او د اوسېدونکو لپاره د خوښۍ احساس زیاتوي او ماشومان کولای شي په آزاده او خوندي فضاء کې لوبې وکړي.
پارکونه یوازې فزیکي ګټې نه لري، بلکې مهمې رواني ګټې هم لري. د ارواپوهنې له اړخه، له طبیعت سره اړیکه د انسان پر ذهن او احساساتو مثبت اغېز لري.
د ایراني ارواپوه علی صاحبی په اند، طبیعي فضاوې د انسان د ذهني فشار په کمښت کې مهم رول لري او د احساساتي توازن لامل ګرځي. همدارنګه نوم وتی ارواپوه محمود گلزاری باور لري چې، زرغون چاپېریال د اضطراب کچه راکموي او د خوښۍ احساس زیاتوي.
څېړنې ښيي چې، په طبیعت کې وخت تېرول د تمرکز ځواک لوړوي، منفي احساسات کموي او ذهني ستړیا له منځه وړي.
تازه هوا، ښکلې او شنه منظره او آرامه فضاء د انسان پر اعصابو مثبت اغېز کوي.
منظم پلی تګ او طبیعت سره اړیکه د ښه خوب لامل کېږي.
په ساده ټکو، پارک ته تګ د ذهن لپاره د درملو په څېر اغېز لري او همدا لاملونه دي چې، کابل ښاروالۍ د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د کابل ښار پارکونو، مېله ځایونو او تفریح ځایونو جوړولو او رغولو ته ملا تړلې ده څو کابل ښاریان له دغو ښکلو، پاکو او زرغونو پارکونو ګټه واخلي او څو شېبې په سکون او آرامۍ کې تېرې کړي.
خو پارکونه یوازې هغه وخت ښکلي، جوړ او زرغون پاتې کېدای شي چې، خلک یې ساتنه وکړي او پارکونو ته د تګ آداب زده کړي چې له بده مرغه زموږ ځینې هېودوال په دې برخه کې یو شمېر ستونزې لري.
د پسرلي په راتګ سره دوو پارکونو ( باغ بابر او تیمور شاهي) پارک ته لاړم خو د سیلانیانو کړو وړو خواشینی کړم ځکه چې پارک ته د تګ له آدابو ناخبره ؤ.
د ټولنیزو او چاپېریالي کارپوهانو په وینا، عامه شتمنۍ هغه وخت دوام پیدا کوي چې، خلک ځان پکې شریک وبولي.
د ښار زرغونې فضاوې د خلکو په مرسته ساتل کېدای شي، د عامه پوهاوي د کچې لوړول د چاپېریال ساتنې تر ټولو مهم ګام دی.
موږ باید کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوو، نورو خلکو ته مزاحمت ونه کړو، د عامه وسایلو لکه څوکۍ او لوبغالو ساتنه وکړو، د کورنیو او ماشومانو درناوی وکړو، له پارک څخه د شخصي ګټې لپاره له ویجاړولو او ماتولو څخه ډډه وکړو، ونو او بوټو ته زیان ونه رسوو، د اوبو ضایع کېدو مخنیوی وکړو، د پلاستیک استعمال کم او عامه پوهاوی زیات کړو څو نور خلک هم د چاپېریال ارزښت درک کړي او له عامه شتمنیو څخه په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي. پارکونه او تفریحي ځایونه د ښاري ژوند یوه مهمه برخه ده.
دا نه یوازې د انسان فزیکي روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې د هغه رواني آرامتیا هم تضمینوي. که خلک پارکونو ته د تګ آداب او کلتور خپل کړي او د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي، نو دا ځایونه به د اوږدې مودې لپاره د ټولنې لپاره ګټور تمام شي او کابل ښاروالۍ به د نورو دا ډول پارکونو جوړولو ته لا وهڅېږي.
په ښارونو کې د پارکونو او مېله ځایونو ارزښت


