عزیزي

ښارونه د پرمختګ او آبادۍ د نورو اساسي زېربناوو ترڅنګ، د اوبو د مدیریت یوه پیاوړي او اغیزمن سیسټم ته هم اړتیا لري. دې اغېزمن
سیسټم ته کانالونه ( کانالیزاسیون) وايي چې، که چېرې په غوره توګه طرحه او اداره شي، ښار له ګڼو ستونزو لکه سېلابونو، ککړتیا او بېنظمۍ څخه ژغورل کېږي؛ خو که له پامه وغورځول شي، د ښاري ژوند پر کیفیت منفي اغېز کوي.
ښاري کانالونه هغه پرانیستي یا تړلي مسیرونه دي چې، د باراني اوبو، سطحي اوبو او په ځیني وختونو کې د فاضلاب د لېږد لپاره کارول کېږي، دا کانالونه د ښاري زیربناوو یوه مهمه برخه ده چې، د اوبو د کنټرول او د سېلابونو د مخنیوي اساسي وسیله بلل کېږي.
په ښارونو کې کانالونه په عمومي توګه په (3) ډوله دي چې، یو یې پرانیستي، دویم یې تړلي او درېیم ډول یې طبیعي کانالونه دي.
پرانیستي کانالونه هغه کانالونه دي چې، د سړکونو تر څنګ لیدل کېږي او د باراني اوبو د چټک لېږد لپاره کارول کېږي. دا ډول کانالونه ارزانه او ساده دي، خو که سمه ساتنه یې ونه شي، ژر ککړېږي، بندېږي او د بد بوی او د ناروغیو د رامنځته کېدو او خپرېدو لامل ګرځي.
تړلي کانالونه بیا هغه کانالونه دي چې، د ځمکې لاندې جوړېږي او د پایپونو یا کانکریټي تونلونو له لارې اوبه لېږدوي. دا ډول کانالونه د عصري ښارونو نښه ده، ځکه چې هم خوندي او هم د چاپېریال له پلوه مناسب دي، خو لګښت یې نسبتاً لوړ وي او تخنیکي مدیریت ته اړتیا لري.
همدا راز طبیعي کانالونه دي چې، ویالې، لوی او کوچني سیندونه یې ښې بېلګې بلل کېږي. که له دغو طبیعي کانالونو څخه په سمه توګه ساتنه وشي، نه یوازې د اوبو د تنظیم لپاره ګټور دي، بلکې د ښار د ښکلا او د چاپېریال د توازن په برخه کې هم مهم رول لري.
د کانالونو رول یوازې د اوبو په لېږد کې محدود نه دی، بلکې له ښاري نظم او پاکوالي سره نېغ په نېغه تړاو لري. کله چې کانالونه بند او یا له کثافاتو ډک شي، د باران اوبه په سړکونو کې درېږي، ترافیکي ستونزې رامنځته کوي او حتی کورونو او د خلکو ملکیتونو ته زیان رسوي. دا ستونزه په ځانګړي ډول په هغو ښارونو کې ډېره تر سترګو کېږي چې، نفوس یې زیات شوی وي، خو زیربناوې یې ورسره سمې نه وي پراخې شوې.
دغه راز بند کانالونه د مچانو، حشراتو او مکروبونو د زیاتېدو لامل کېږي، چې دا بیا د خلکو پر روغتیا ناوړه اغېزه کوي. د ککړو اوبو راټولېدل د بېلابېلو ناروغیو لکه نس ناستې، جلدي او نورو ساري ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په ښاري مدیریت کې د کانالونو اغېز ډېر ژور او څو اړخیز دی، د ښاري کانالونو یو منظم سیستم کولی شي د سېلابونو ګواښ کم کړي، د سړکونو عمر زیات او د ښار عمومي بڼه ښه کړي. کله چې اوبه په منظم ډول ولېږدول شي، نو د سړکونو قیر ته زیان نه رسېږي او د بیارغونې لګښتونه یې هم راکمېږي. برعکس، که کانالونه سم مدیریت نه شي، نو دا د ښار د بېنظمۍ، اقتصادي زیان او چاپېریالي کړکیچ لامل کېږي.
په تېرو وختونو کې د کابل ښار بې پلانه چټکه وده د دې لامل ګرځېدلې چې، دا ښار یو منظم د کانالیزاسیون سیسټم ونه لري او ډیری وخت د ځمکې سطحي اوبه په سمه توګه مدیریت نشي.
دا هم د یادونې وړ ده چې، د ښاري کانالونو او کانالیزاسیون سیسټم رامنځته کول د کابل ښاروالۍ اصلي دنده نه ده، خو بیا هم په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په دې برخه کې ګټورې کړنې ترسره شوې دي او په یو شمېر زیانمنونکو سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
په ښار کې سړکونو ته د اوبو راختلو ستونزو د یو شمېر ښاریانو د بې پروایۍ له امله ده. له بده مرغه ښاریان د خپلو کورونو، هټیو او د خپل کار ځایونو کثافات په لښتو کې اچوي چې، د دوی دا ناوړه او غیر اخلاقي کړنه د لښتیو د بندېدو لامل ګرځي او له امله یې اوبه سړکونه ته راپورته کېږي او د عامه تأسیساتو ویجاړېدو ته زمینه برابروي.
که ښاریان کثافات په کانالونو کې وغورځوي، نو پرمختللی سیسټم دا ستونزه هم نشي حل کولای. کابل ښاروالۍ د خلکو لپاره ګڼې د عامه پوهاوي برنامې ترسره کړې دي او له ښاریانو یې غوښتي چې، کثافات، خاورې او خځلې په لښتیو کې ونه غورځوي. د ښار د ټولو عامه شتمنیو ساتنه یوازې د اړوند ادارو مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ښاریان هم ایماني، اخلاقي او وجداني مسئولیت لري.
هغه ښارونه چې منظم کانالي سیستم لري، د پانګونې لپاره ډېر مناسب ګڼل کېږي، ځکه چې زیربناوې یې باوري وي. سوداګر او پانګوال هڅه کوي په هغو سیمو کې پانګونه وکړي چې، د سېلاب، ککړتیا او بېنظمۍ ګواښ پکې کم وي، له همدې امله ویلای شو چې، کانالونه یوازې تخنیکي جوړښتونه نه دي، بلکې په اقتصادي وده او ثبات کې هم مهم رول لري.
په پای ویلای شو چې، کانالونه یوازې د اوبو د لېږد لارې نه دي، بلکې د ښار د نظم، روغتیا او ښکلا هغه پټې ستنې دي چې، که وساتل شي ښار ژوندی پاتې کېږي او که له پامه وغورځول شي، ښار ورو ورو له ستونزو سره مخ کېږي.
کانالونه؛ د ښار د ژوندي پاتې کېدو رګونه او د دوامداره پرمختګ بنسټونه


