
ژباړه: د (رهبر او رهبریت) له کتاب څخه
ابویاسر «پښتون»
مدیریت د انسانانو د همغږۍ، هڅونې او لارښوونې هغه لړۍ ده چې، له مخې یې يو مدیر کولی شي د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د
خلکو هڅې تنظيم کړي. دا يوازې د ادارې مقام نه دی، بلکې يو فکري او روحي ځواک دی چې د يوې ډلې يا ټولنې لوری ټاکي.
مدیریت او رهبري په حقيقت کې د اغېز هنر دی، يعنې د خلکو په زړونو او ذهنونو اغېزه کول دي، تر څو هغوی په خوښۍ او باور سره يوې موخې ته د رسېدو لپاره مټې راونغاړي.
مدیر او رهبر، د تګلارې ټاکونکی او د عمل لارښود وي. هغه پوهېږي چې څنګه د خلکو وړتياوې راويښې کړي، د هغوی باور تر لاسه او د يوې روښانه راتلونکې انځور وړاندې کړي. په دې مانا چې، مدیریت او رهبري د ځواک پر بنسټ نه، بلکې د باور او الهام پر بنسټ ولاړه ده.
مدیر یا رهبر څوک دی؟
مدیر هغه څوک دی چې نه يوازې امر کوي، بلکې الهام هم ورکوي. د مدیر ځواک د ده په شخصيت، صداقت او د باور په ساتلو کې نغښتی وي. خلکو ته داسې انګېزه ورکوي چې، له زړه کار وکړي. مدیر د خپلو همکارانو احساسات درک کوي، د هغوی وړتياوې پېژني او داسې چاپېريال جوړوي چې هر څوک پکې د پرمختګ وخت ولري.
د مدیر فکر د حال زمانې تر خوا د راتلونکي لپاره هم وي، هغه نه يوازې د اوس ستونزې حل کوي، بلکې د سبا لپاره هم پلان لري. د يوه ځواکمن مدیر تر شا تل يو روښانه فکر، اخلاص او د بدلون جرئت وي.
د مدیر او رهبر مهمې ځانګړنې:
د ښه مدیر شخصيت باید له ګڼو اخلاقي او فکري ځانګړنو جوړ وي، د بېلګې په توګه:
صداقت: مدیر بايد رښتونی وي، ځکه رښتيا د اعتماد بنسټ دی.
قاطعيت: د ستونزو پر مهال د پرېکړې توان د مدیر يو اساسي صفت دی.
انعطافپذيري: د شرايطو له بدلون سره د ځان عیارول، د بريا کيلي ده.
درک او ملاتړ: د نورو احساسات درک کول او د هغوی ملاتړ کول د ټيم يووالی پياوړی کوي.
اغېزمنه اړيکه: ښه مدیر بايد د خبرو، اورېدو او قناعت ورکولو هنر ولري.
د مسؤليت احساس: مدیر بايد د خپلو پرېکړو او کړنو مسئولیت ومني.
په اداره او ټولنه کې د مدیریت او رهبرۍ رول:
مدیریت او رهبري د هر سازمان د پرمختګ محور دی. يو ښه مدیر کولی شي د کارکوونکو انګېزه لوړه کړي، د هغوی تر منځ همغږي رامنځته او د موخو د ترلاسه کولو فضاء جوړه کړي.
مدیر د ټيم ګډه موخه تعريفوي، د افرادو ترمنځ د همکارۍ فضاء پياوړې کوي او د ستونزو پر مهال د ثبات سرچينه ګرځي.
په ټولنه کې، مدیریت او رهبري د اخلاقي او فکري لارښوونې رول لري. د تاريخ له مخې، ټول ملتونه چې پرمختګ ته رسېدلي، د پیاوړو، عادل او ليدلوري لرونکو مدیرانو او رهبرانو درلودونکي ؤ. له عالمانو او اصلاحګرو رهبرانو څخه تر معاصرو مديريتي رهبرانو پورې، د هغوی ګډه ځانګړنه دا وه چې، د خلکو په زړونو کې یې د باور او بدلون تخم کرلی ؤ.
د مدیریت او رهبرۍ د پرمختګ لارې:
مدیریت او رهبري يو فطري استعداد نه دی، بلکې يو مهارت هم دی چې، د زدهکړې، تجربې او تمرين له لارې وده کوي. هر څوک کولی شي د ځینو مسایلو په عملي کولو سره ښه مدیر شي، د بېلګې په توګه:
د ځان پېژندنه او په خپل ځان باور درلودل.
د اغېزمنو اړيکو هنر زده کول.
د ټيم د ګډ کار مهارت پياوړتیا.
د ستونزو پر وړاندې د زغم او تدبير تمرين.
د اخلاص، عدالت او درناوي پر بنسټ عمل کول.
په لنډه توګه ویلی شو چې، مدیریت او رهبري د انسانانو د ژوند، ادارې او ټولنې د بريا تر ټولو مهم لامل دی. مدیر هغه څوک نه دی چې يوازې حکم کوي، بلکې هغه څوک دی چې، خلک د یوې موخې لپاره سره راټول کړي. هغه ټولنه چې رښتيني، مهربان او عادل مدیران او رهبران لري، هلته بدلون، ثبات او پرمختګ حتمي وي.


