الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.76 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوړو د ضایع کېدو ستونزه او د مخنیوي لارې چارې یې


ا. الکوزی
« وخورئ، وڅښئ، خو اسراف مه کوئ! ځکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي ـ سورة الأعراف ۳۱م آیت»
چې کله هم رستورانتونو یا هوټلونو ته ځم، تل له یوې عجیبې صحنې سره مخ کېږم، په هر مېز او د هر انسان مخې ته د څو کسانو خواړه ایښي وي، خو له خوراک وروسته قابونه له لاسوهونکو خوړو څخه ډک پاتې کېږي چې دا حالت ما ډېر خواشینی کوي او تل له ځانه پوښتنه کوم چې، ولې موږ د خپل اړتیا په اندازه خواړه نه را اخلو؟ ولې دومره ډېر خواړه را اخلو چې بیا یې نه شو خوړلی؟
دا یوازې یوه شخصي تجربه نه ده، بلکې یوه پراخه ټولنیزه ستونزه ده، په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې ډېر خلک شته چې شپه په لوږه تېروي او د یوې وچې ډوډۍ لپاره سوال کوي.
دا یوازې زموږ د هېواد او هېوادوالو ستونزه نه ده، د نړۍ په کچه د خوړو ضایع کېدل یوه جدي ستونزه ده. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د راپور له مخې، هر کال شاوخوا « ۱.۳ » میلیارده ټنه خواړه ضایع کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه انسانان له لوږې سره مخ دي. افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې، دا تضاد لا څرګند دی، له یوې خوا په هوټلونو او د ودونو په تالارونو کې زیات خواړه ضایع کېږي او له بلې خوا بې‌وزله کورنۍ اړ کېږي چې شپې او ورځې په لوږه تېرې کړي، دا وضعیت نه یوازې اقتصادي، بلکې اسلامي، اخلاقي او انساني اړخ هم لري.
د خوړو د ضایع کېدو اصلي لاملونه: د خـوړو د ضـایع کېـدو لاملونه ډېر دي، خو علي ننګرهاری چې ډېر کلونه د کابل په عصري هوټلو کې منیجر پاتې شوی دی، په هوټلونو او رستورانتونو کې یې د خوراکي توکو د ضایع کېدو لاملونو په هکله داسې وویل:
الف- افراط او تجمل‌پالنه: په محفلونو کې د ډېرو او متنوع خوراکونو برابرول د درناوي نښه ګڼل کېږي، حال دا چې دا یو ناسم کلتوري دود دی.
له اړتیا زیاته غوښتنه یا فرمایش: اکثره وخت د مېلمنو شمېر ته په کتو څو چنده ډېر خواړه چمتو کېږي چې ډېره برخه یې ضایع کېږي.
ناسم مدیریت: په رستورانونو او پخلنځیو کې کمزوری مدیریت د خوړو د ضایعاتو لامل ګرځي.
د خلکو ناسم عادتونه: ډېری خلک له اړتیا زیات خواړه را اخلي، خو نه یې شي خوړلی او ترې ضایع کېږي.
د پوهاوي کمښت: ډېری خلک د خوړو د ضایع کېدو د اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي زیانونو څخه ناخبره دي.
د خوړو د ضایع کېدو زیانونه:
په نننۍ نړۍ کې د خوړو ضایع کېدل یوه جدي ستونزه ده چې نه یوازې د فردي ژوند پر اقتصاد اغېز کوي، بلکې په ټولنه، چاپېریال او اخلاقي ارزښتونو هم ژورې اغېزې لري. ډېری خلک د نعمتونو اهمیت ته پام نه کوي او په ناپامۍ سره خواړه ضایع کوي، حال دا چې په همدې نړۍ کې میلیونونه انسانان د لوږې له ستونزې سره مخ دي. له همدې امله د خوړو د ضایع کېدو زیانونه باید په جدي توګه وپېژندل شي.
د خوړو ضایع کېدل ګڼ شمېر زیانونه لري، د بېلګې په توګه:
اقتصادي زیان، دا د پیسو بې ځایه مصرف دی، ځکه هغه خواړه چې په زحمت او لګښت برابر شوي وي، پرته له ګټې له منځه ځي، چې له ټولنیز اړخه، د بې‌وزلو او شتمنو تر منځ واټن لا پسې زیاتوي، ځکه یو شمېر خلک خواړه ضایع کوي، خو نور یې د موندلو توان نه لري. همدارنګه دا ستونزه چاپېریالي زیانونه هم لري، ځکه ضایع شوي خواړه د ښارونو د ککړتیا او د مضرو ګازونو د زیاتوالي لامل ګرځي، چې د اقلیم بدلون ته زیان رسوي. سربېره پر دې، له اخلاقي اړخه د نعمت بې احترامي او اسراف ګڼل کېږي، چې د ټولنې د ارزښتونو پر کمزورتیا دلالت کوي.
د حل مناسبې لارې چارې:
د خوړو ضایع کېدل د نننۍ نړۍ له مهمو ستونزو څخه ده، چې نه یوازې اقتصادي زیانونه رامنځته کوي، بلکې ټولنیز او چاپېریالي اغېزې هم لري،له همدې امله د دې ستونزې د کمښت په موخه د عملي ګامونو اخیستل اړین دي.
د حل لارو او عملي وړاندیزونو په برخه کې، په فردي کچه هر انسان باید هڅه وکړي چې یوازې د خپلې اړتیا په اندازه خواړه واخلي او له اسراف څخه ډډه وکړي، ځکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي. که خواړه پاتې کېږي، نو غوره ده چې بسته‌بندي شي او بې وزلو باندې ووېشل شي، ترڅو ضایع نه شي. همدارنګه، په ټولنه کې د اسراف پر ځای د قناعت او سپما کلتور ته وده ورکول ډېر مهم دي. له بلې خوا، رستورانتونه او هوټلونه هم په دې برخه کې مهم رول لري. هغوی کولی شي د خپلو توکو دقیق مدیریت، د خوړو د ساتنې مناسب سیستم لکه یخچال، د نېټې ثبت او نښه(لیبل) لګول د ضایعاتو په کموښت کې مرسته کوي. دوی کولای شی چې پاتې خواړه له خیریه بنسټونو سره شریک کړي او د کارکوونکو روزنه هم کولی شي د خوړو د ضایع کېدو مخه ونیسي. همدا ډول د ټولنې او حکومت ونډه هم ډېره مهمه ده. د عامه پوهاوي برنامې باید ډېرې شي ترڅو خلک د خوړو د اهمیت په اړه لا زیات پوه شي. د ودونو او محفلونو لپاره د خوراک ټاکلي معیار جوړول، کولی شي اسراف کم کړي.
همدارنګه، د خیریه سیستمونو پیاوړتیا اړینه ده، څو پاتې خواړه په منظم ډول مستحقو کسانو ته ورسېږي. د اسراف پر ضد د دیني او کلتوري ارزښتونو ترویج هم د دې ستونزې په حل کې مهم رول لري.