
عصمت الله «شگیوال»
سره له دې چې هرمز تنګی په منځني ختیځ کې یو پېژندل شوی نوم دی، خو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د کړکېچونو له امله دا نوم یو ځل بیا د رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی. خو پوښتنه دا ده چې، د هرمز تنګی د نړۍ پر اقتصاد څه اغېزې لري؟ په دې لیکنه کې همدې موضوع ته کتنه کوو.
د انرژۍ او نړیوال اقتصاد اړیکه
د نړۍ اقتصاد تر ډېره بریده پر انرژۍ ولاړ دی او تیل یا نفت د انرژۍ تر ټولو مهمه سرچینه بلل کېږي. د نفتو تولید، لېږد او بازار یوازې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې ژور سیاسي او تدبیري (ستراتیژیک) اړخونه هم لري.
په همدې لړ کې ځینې جغرافیایي سیمې د نړیوالو انرژۍ بازارونو لپاره حیاتي اهمیت لري او هرمز تنګی هم له همدې مهمو سیمو څخه شمېرل کېږي.
د هرمز تنګي جغرافیه او تدبیري (ستراتیژیک) اهمیت
هرمز تنګی د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي. دا تنګی شاوخوا ۵۰ کیلومتره سور لري، خو د تګ راتګ اصـلي لاره یـې یـوازې ۳ کیلومـتره پراخوالی لري.
هره ورځ د نړۍ نږدې ۲۰ سلنه نفت، شاوخوا (۱۸–۲۰) میلیونه بېرله له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي. دغه نفت له سعودي عربستان، ایران، عراق، متحده عربي امـاراتو، کـوېت او قطـر څخه صادرېږي.
د هرمز تنګي اقتصادي اهمیت
هرمز تنګی د نړیوال اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري. که د دې لارې په تګ راتګ کې کوم خنډ رامنځته شي، نو د نفتو نړیوال بازارونه ډیر ژر اغېزمن کېږي.
د نفتو بیې لوړېږي
نړیوال بازارونه بې ثباته کېږي
صنعت او تـرانسـپورټ اغېزمنېږي
د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې د ارزونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې هره ورځ شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت او نور نفتي مایعات له همدې لارې تېر شوي، چې دا د نړۍ د مصرف نږدې پنځمه برخه جوړوي.
د هرمز تنګي موقعیت دا سیمه د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو لپاره تدبیري (ستراتیژیکه) نقطه ګرځولې ده. هر ډول سیاسي یا پوځي کړکېچ نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم اغېزمنوي.
د هرمز تنګي هر ډول بې ثباتي پر نړیوال اقتصاد مستقیمې اغېزې لري، د بېلګې په توګه:
د نفتو او ګازو بیې لوړېږي.
د شرکتونو لګښتونه زیاتېږي.
د پیسو پړسوپ (انفلاسیون) ته زمینه برابریږي .
د بېلګې په توګه:
نن سبا په امریکا کې د پټرولو بیه له ۲.۹۸ ډالرو څخه ۳.۳۲ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د برنت نفت بیه تر ۹۰ ډالرو رسېدلې.
د جرمني اقتصادي انسټیټوټ په وینا، که د نفتو بیه ۱۰۰ ډالرو ته ورسېږي، نو د دغه هېواد GDP (ناخالص کورنی تولید) به کم شي او په دوو کلونو کې به شاوخوا ۴۰ میلیارده یورو زیان واوړي.
پر افغانستان یې اغېزې
که څه هم افغانستان سمندر ته لاره نه لري، خو د هرمز تنګي له بدلونونو څخه اغېزمن کېږي:
د انرژۍ بیې لوړېدل
افغانستان خپل ټول نفت له بهر څخه واردوي. د بیو لوړېدل د لېږد رالېږد (ترانسپورټ)، برېښنا او خوراکي توکو قیمتونه لوړوي.
د وارداتو د لګښت زیاتېدل
افغانستان د بندرعباس، کراچۍ او چابهار له لارې واردات کوي. د هرمز تنګي ستونزې د سوداګرۍ لګښتونه زیاتوي.
انفلاسیون او د افغانیو ارزښت
د تیلو بیو لوړېدل د انفلاسیون لامل کېږي او د افغانيو ارزښت ته زیان رسوي.
سیمهییزې پروژې اغېزمنېږي
داسې پروژې لکه، کاسا ۱۰۰۰یا ټاپي او چابهار ټرانزیټي دهلېزونه له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي.
د هرمز تنګي اهمیت یوازې په یوې سیمې پورې محدود نه دی، بلکې د نړۍ د اقتصاد له مهمو ستنو څخه ګڼل کېږي.
د دې لارې امنیت او ثبات د نړیوال اقتصاد لپاره حیاتي دی. که دا تنګی له ګواښ سره مخ شي، نو اغېزې به یې د نړۍ پر هر هېواد، په ځانګړي ډول پر وارداتي اقتصادونو لکه افغانستان، محسوسې شي.
د هرمز تنګي اقتصادي اهمیت


