
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست، د څلورمې ناحیې اړوند د مارکېټ په سیمه کې د یو شمېرکلچه پخوونکو له فعالیتونو څارنه وکړه. دغه اقدام د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د خوړو د تولید په مرکزونو کې د روغتیايي معیارونو د ښه والي په موخه ترسره شو.
د یاد ریاست د خوراکي توکو د کیفیت آمر، رحیمالله الکوزي په دې اړه وویل: تر دې وړاندې د کلچه پخولو فعالیت کوونکو ته د روغتیايي اصولو او مقرراتو د مراعتولو په اړه، لکه شخصي نظافت، د چاپېریال پاکوالی، د تایید شویو لومړنیو توکو کارول، د دستکشو استعمال، په کاري ځای کې د کاشیو او ښیښو نصبول، د روغتیا کارت لرل او نورو روغتیايي مواردو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی ؤ.
نوموړي زیاته کړه، د دغې څارنې په پایله کې هغه کلچه پخوونکي چې، فعالیتونه یې د ښاروالۍ د مقرراتو مطابق وو، وستایل شول او هغه فعالیت کوونکو ته چې روغتیايي سرغړونې یې درلودې خبرداری ورکړل شو، چې که په خپلو فعالیتونو کې اصلاحات رانه ولي، فعالیتونه به یې ودرول شي.
مسئولین ټینګار کوي چې، د خوراکي توکو د تولید له مرکزونو څخه به دوامداره څارنې روانې وي، څو ښاریان د خوندي او روغتیايي خوړو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کړي.
د مارکېټ په سیمه کې د یو شمېر کلچه پخوونکو له فعالیتونو څارنه وشوه
26 ثور 1405


