الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار د معیاري ودې په موخه؛ په ۱۴۰۴ کال کې ۲۲۰۰ ودانیز جوازونه وېشل شوي دي

عزیزی

کابل ښار په وروستیو کلونو کې د نفـوسـو د زیاتـوالـي، اقتصـادي فعالیتونو او ښاري پراختیا له امله د ودانیزو چارو له پراخ بهیر سره مخ شوی دی. د ښار د منظمې ودې، د غیرمعیاري ودانیو د مخنیوي او د ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو جوازونو د صادرولو او تحلیل ریاست مهم فعالیتونه او کړنې ترسره کوي چې، ډېری کابل ښاریان یې شاهدان دي. د ودانیز جواز د بهیر، آسانتیاوو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه د ودانیز جواز د صادرولو او تحلیل ریاست ستر متخصص روح الله مایار داسې څرګندونې کړې دي:
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو جوازونو د صادرولو او تحلیل ریاست د یادې ادارې له مهمو او اجرایوي ریاستونو څخـه دی چې، د اسـتـوګنیـزو، سـوداګـریزو، صنعتـي، کـرنیزو، کلتوري، مذهبي، شخصي او دولتي ودانیو د ثبت او د اصولو مطابق د ودانیزو جوازونـو د صـادرولو مسئولیت په غاړه لري.
ښاغلی مایار وایي: دغه ریاست د نویو ودانیو د نقشو هر اړخیزه ارزونه کوي، د غیرقانوني او د تخنیکي اصولو خلاف جوړو شویو ودانیو سرغړونې تحلیلوي او د ښاري پلانونو د پلي کېدو او کنټرول چارې پر مخ وړي. د نوموړي په خبره، په نویو ودانیو کې د زلزلې ضد معیارونو، لوړوالي، واټڼ او نورو تخنیکي اصولو رعایت هم د همدې ریاست له اساسي مسئولیتونو څخه شمېرل کېږي.
روح الله مایار زیاتوي چې، د ښاري سرغړونو مخنیوی، د نا متوازنې ودې کنټرول او د راتلونکې ښاري پراختیا تنظیم د دوی د کار مهمې برخې دي، څو کابل ښار په معیاري او منظم ډول وده وکړي.
نوموړی وویل: په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د استوګنیزو، سوداګریزو او نورو بېلابېلو ودانیو د جوړولو ۲۲۰۰ جوازونه صادر شوي، چې ډېری یې د استوګنیزو او سوداګریزو پروژو اړوند وو.
ښاغلی مایار وایي چې، د ودانیز جواز ترلاسه کول د هر افغان او کابل ښاريانو قانوني حق دی، خو د جواز اخیستلو لپاره د ملکیت قانوني تثبیت، د نقشې شتون، د ځمکې موقعیت او له ښاري پلانونو سره مطابقت، د اړوندو ادارو لیکلې موافقه، د تخنیکي معیارونو رعایت او د ملکیت د مالک یا قانوني وکیل شتون اړین شرطونه دي.
نوموړی وايي چې، په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو بهیر ځانګړي تخنیکي او حقوقي پړاوونه لري، چې د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو له مخې ترسره کېږي.
د هغه په وینا، په پلاني سیمو کې د جواز اخیستلو بهیر د غوښتونکي له خوا له اړوند ناحیې څخه د فورم په ترلاسه کولو پیلېږي، چې د مالک، وکیل، حقوقي سندونه او د مالک د غوښتنې لومړني معلومات پکې درج کېږي. وروسته اړوند ناحیه د ملکیتونو د ثبت، سیمه ییز وضعیت او څلور خواوو په اړه معلومات وړاندې کوي.
د نوموړي په خبره، له هغه وروسته د ودانیز جواز د واحد مرکز له لارې د بیا جوړولو فورم وېشل کېږي او د تحلیل آمریت د ملکیت دقیق ابعاد او جغرافیوي معلومات ثبتوي. همدا راز د ملکیتونو ریاست د قبالې د ثبت او قید معلومات وړاندې کوي او د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د پلاني معلوماتو او د پوړونو د شمېر په اړه تخنیکي معلومات شریکوي.
مایار زیاتوي، د ښاري زیربناوو ریاست د سړکونو د پراختیا په اړه معلومات وړاندې کوي او وروسته د نقشې د جوړولو حکم صادریږي. د ودانۍ نقشه د مالک او ثبت شویو شرکتونو له خوا برابریږي.
د نوموړي په وینا، که چېرې د ودانۍ پوړونه له څلورو څخه زیات وي، نو د برېښنا، اوبو رسونې او اور وژنې ادارو نظر هم اخیستل کېږي او که ودانۍ له شپږو پوړونو لوړه وي، نو د خاورې د ټسټ او جیوتخنیکي آزمایښت راپور د کابل پوهنتون یا پولی تخنیک پوهنتون له خوا تائیدېږي.
هغه وایي، په وروستي پړاو کې د نقشو د ویزې کمېسیون ټول حقـوقي، تخنیـکي او معلـوماتي سندونه ارزوي او لـه اصلاحاتو وروسته د ودانیز جواز واحد مرکز اړین تحویلي محاسبه کوي، چې بیا ویزه شوې نقشې صادرېږي او اړوندو څانګو ته لېږل کېږي.
روح الله مایار څرګندوي چې، په غیرپلاني سیمو کې هم ورته بهیر تعقیبېږي، خو ځینې اضافي مراحل لري. د هغه په خبره، په دغو سیمو کې لومړی د ځمکې د مالکیت د تثبیت فورم د اراضي عمومي ریاست له واحد مرکز څخه ترلاسه کېږي او له سیمه ییزې کروکي سره یو ځای سپارل کېږي.
نوموړی وایي: وروسته د غیرپلاني سیمو د بیا فورم وېشل کېږي او د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق ریاست د پلاني معلوماتو او ممنوعه سیمو په اړه معلومات وړاندې کوي. د ښاري زیربناوو ریاست د سړکونو د پراختیا څرنګوالی په ډاګه کوي او د ښاري تنظیم او بیا پراختیا ریاست د سایټ پلان او ځانګړې طرحې چمتو کوي.
د مایار په خبره، په غیرپلاني سیمو کې هم نقشې د مالک او ثبت شویو شرکتونو له خوا برابریږي او د اړتیا په صورت کې د برېښنا، اوبو رسونې، اور وژنې او جیوتخنیکي آزمایښت اړوند سندونه ترلاسه کېږي.
ښاغلی مایار زیاتوي، د ټولو حقوقي او تخنیکي سندونو له ارزونې او د نقشو د ویزې کمېسیون له تایید وروسته، اړینه تحویلي محاسبه او وروستۍ ویزه شوې نقشې اړوندو ادارو ته استول کېږي.
روح الله مایار وایي، که څه هم د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړو احکامو له مخې په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي، خو بیا هم د کابل ډېری سیمې په غیرمعیاري ډول پراخې شوې او ګڼې سیمې له تخنیکي او حقوقي ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د پخوا په پرتله د ودانیزو جوازونو د اخیستلو په بهیر کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شوې دي. اوس د واحدو خدمتونو مرکز جوړ شوی، چې د ودانیزو جوازونو، د ملکیت د تثبیت او د ملکیتونو اړوند بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي. هغه زیاتوي چې، د برېښنا، اوبو رسونې ښاري بنسټونو او نورو ادارو استازي هم په دغو مرکزونو کې شته، چې په دې کار سره د مراجعینو ستونزې کمې شوې او چارې یې ګړندۍ کړې دي.
مایار وایي: پخوا په غیرپلاني سیمو کې د جواز صادرولو بهیر لږ تر لږه یو کال وخت نیوه او په پلاني سیمو کې هم له ۴۵ تر ۶۵ ورځو پورې دوام کاوه، خو اوس دغه موده له ۱۵ تر ۲۰ کاري ورځو پورې راکمه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د آسانتیاوو، امنیت او ثبات له امله د ودانیزو جوازونو د غوښتونکو شمېر هم زیات شوی دی. روح الله مایار وایي: کورني سوداګر او پانګوال په هېواد کې دننه پانګونې ته هڅېدلي، چې له امله یې د ودانیز سکتور اړتیا او فعالیتونه ورځ تر بلې پراخېږي.
د نوموړي په وینا؛ د ودانیز جواز د صادرولو او تحلیل په برخه کې یو شمېر ستونزې هم شته چې، تر ټولو مهمې یې په کابل ښار کې د غیر پلاني سیمو ډېروالی، د ملکیتونو د تثبیت سختـوالی او د تخنیکـي معیارونو په پام کې نه نیول دي.
هغه ټینګار کوي چې، د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي، څو په کابل ښار کې ودانیزې چارې لا منظمې، معیاري او د ښاري اصولو مطابق ترسره شي.

از مقالات پامیر (هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل)