الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مخدره توکي او په ټولنه‌یې اغېزې


✍️ ناصري

مخدره توکي د نړۍ له سترو ټولنیزو، روغتیايي، اقتصادي او امنیتي ستونزو څخه ګڼل کېږي. دغه توکي نه یوازې د انسان پر فزیکي او رواني روغتیا ناوړه اغېز کوي، بلکې د کورنیو، ټولنې، اقتصاد او دولتونو پر ثبات هم ژورې منفي اغېزې لري. په ډېرو هېوادونو کې، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې جګړې، بې وزلي او بېکاري زیاته وي، د مخدره توکو ستونزه لا پراخه وي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې، دتېرو کلونو په بهیر کې د مخدره توکو د تولید، قاچاق او استعمال له جدي ستونزو سره مخ ؤ، خو له نېکمرغه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د دغو ناوړه او وژونکو توکو د تولید، قاچاق او استعمال مخه نیول شوې او دغه ستونزه له منځه تللې چې، په پایله کې یې زموږ ګران هېواد افغانستان ته د نړیوالو د نیوکې ګوته لنډه شوې او د ډیرو روږدو کسانو درملنه هم شوې ده، چې دا زموږ د هېواد د لوړ پوړو مسئولینو له خوا یوه ستره لاسته راوړڼه ګڼل کېږي. مخدره توکي په لنډمهاله توګه انسان ته د آرامتیا، خوشحالۍ او هوس احساس ورکوي، خو په حقیقت کې ورو ورو د انسان بدن، ذهن او شخصیت له منځه وړي. د دې ترڅنګ، د مخدره توکو استعمال د جرمونو، فقر، کورني تاوتریخوالي، ناروغیو او ټولنیز فساد لامل ګرځي. له همدې امله د مخدره توکو پر ضد مبارزه یوازې د دولت دنده نه ده، بلکې د کورنۍ، ښوونځي، دیني عالمانو، رسنیو او ټولنې ګډ مسئولیت هم دی. مخدره توکي هغه کیمیاوي یا طبیعي مواد دي چې، د انسان پر مغز او عصبي سیستم اغېز کوي او د انسان فکر، احساسات، چلند او ادراک بدلوي. انسان له دغو وژونکو توکو سره عادت پیدا کوي او ورو ورو پرې روږدي کېږي. د مخدره توکو ډولونه: مخدره توکي بېلابېل ډولونه لري چې مشهور یې په لاندې ډول دي:
  • طبیعي مخدره توکي:
    هغه توکي چې له بوټو څخه تر لاسه کېږي، لکه: تریاک، چرس، بنګ او کوکنار.
  • مصنوعي مخدره توکي:
    هغه مواد چې په لابراتوارونو کې جوړېږي، لکه: هیـروئین، شیشه، کوکاین او میتامفیتامین.
  • درملیز مخدره توکي:
    ځینې درمل که د ډاکټر له مشورې پرته او په زیاته اندازه وکارول شي، اعتیاد رامنځته کوي، لکه: مورفین، ټرامادول او خوب راوستونکې ګولۍ.
    د مخدره توکو د استعمال لاملونه:
    د مخدره توکو استعمال بېلابېل لاملونه لري چې مهم یې په لاندې ډول دي:
  • بېکاري او فقر
    کله چې ځوانان د کار فرصت ونه لري، د نا امیدۍ او رواني فشار له امله مخدره توکو ته مخه کوي.
  • بد ملګري
    بد ملګري او ناسالمه ټولنه د اعتیاد له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
  • کورنۍ ستونزې
    کورنۍ شخړې، تاوتریخوالی او د والدینو بې پروایي، ځوانان اعتیاد ته نږدې کوي.
  • رواني ناروغۍ او فشار
    ځینې کسان د غم، اضطراب، خپګان او ذهني ستونزو د هېرولو لپاره مخدره توکي استعمالوي.
  • ناپوهي
    هغه کسان چې د مخدره توکو له زیانونو خبر نه وي، ډېر ژر پرې اخته کېږي.
  • جګړې او ناامني
    په جګړه ځپلو سیمو کې خلک د رواني فشار، بې ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو له امله تر ډېره اعتیاد ته مخه کوي.
    د مخدره توکو روغتیايي زیانونه
    مخدره توکي د انسان پر بدن او ذهن ناوړه اغېز لري، چې په لاندې ډول دي:
  • دماغ ته زیان رسوي، حافظه کمزورې کوي، د فکر کولو توان له منځه وړي او ذهني ګډوډي رامنځته کوي.
  • د زړه او سږو ناروغي
    مخدره توکي د زړه حمله، د وینې لوړ فشار او د سږو ناروغي رامنځته کوي.
  • رواني ستونزې لکه، اضطراب، خپګان، ویره، عصبي ناروغي او حتی لیونتوب.
  • د بدن کمزورتيا
    روږدي خپل وزن له لاسه ورکوي، اشتها یې کمه او بدن یې کمزوری کېږي.
  • ساري ناروغۍ
    هغه کسان چې ستنې کاروي، د وژونکو ناروغیو لکه، ایډز،هیپاتایتس او د وینې نورو ناروغیو له ګواښ سره مخ کېږي.
    د مخدره توکو ټولنیزې اغېزې
  • اعتیاد د کورنۍ مینه، اعتماد او اقتصادي ثبات له منځه وړي. ډېر دوږدي کسان خپلې کورنۍ ته تاوان رسوي او آن کورنی تاوتریخوالی رامنځته کوي.
  • جرمونه او جنايتونه
    روږدي کسان د پیسو د ترلاسه کولو په موخه، غلا، قاچاق، قتل او ورته نورو جرمونو ته مخه کوي.
  • په ځوانانو یې منفي اغېزې
    ځوانان د هرې ټولنې ځواک وي، خو اعتیاد د هغوی راتلونکی له تیارو او ناڅرګند برخلیک سره مخ کوي.
    هغه زده کوونکي چې معتاد شي، له زده کړو پاتې کېږي، تمرکز له لاسه ورکوي او په پایله کې ښوونځی پرېږدي.
  • ټولنیز فساد
    اعتیاد اخلاقي ارزښتونه کمزوري کوي او د ټولنې نظم له ستونزو سره مخ کوي.
  • اقتصادي اغېزې
    مخدره توکي پر اقتصاد هم ناوړه اغېز لري چې په لاندې ډول دي:
  • روږدي کسان کار نه شي کولای او د تولید کچه راټیټېږي.
  • د روږدو کسانو درملنه ډېر مالي لګښت غواړي.
  • د فقر زیاتوالی
    اعتیاد د کورنیو اقتصادي وضعیت خرابوي او فقر زیاتوي.
    د مخدره توکو امنیتي اغېزې
    په ډېرو هېوادونو کې د مخدره توکو قاچاق د ناامنۍ او جګړو لامل ګرځي. قاچاق کوونکي وسلوالې ډلې تمویلوي، فساد ته لاره هواروي او د دولت حاکمیت کمزوری کوي.
    د اسلام له نظره د مخدره توکو حکم
    اسلام هر هغه څه چې، د انسان عقل، روغتیا او ټولنې ته زیان رسوي حرام ګڼلي دي. مخدره توکي د انسان عقل خرابوي او انسان له سمو کړنو منع کوي.
    له همدې امله ډېری اسلامي علما مخدره توکي حرام ګڼي.
    اسلام د بدن ساتنه اړینه بولي، د ځان زیانمنېدل منع کوي او د ټولنې اصلاح ته اهمیت ورکوي.
    د مخدره توکو د مخنیوي لارې
  • خلکو ته باید د مخدره توکو د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شي.
  • ځوانان باید ښوونې، سپورت او سالمو فعالیتونو ته وهڅول شي.
  • کورنۍ باید د خپلو ماشومانو کړنې و څاري، له هغوی سره مینه او مشوره وکړي او سالم چاپېریال ورته چمتو کړي.
  • دولت باید د مخدره توکو د قاچاق مخه ونیسي، د روږدو کسانو لپاره باید د درملنې مرکزونه جوړ او د کار زمینه ورته برابره کړي.
  • دیني علما او رسنۍ کولی شي د دخلکو د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
    د دوږدو درملنه او بیا رغونه
    اعتیاد یوه د درملنې وړ ناروغي ده، روږدي کسان طبي درملنې، رواني مشورې او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.
    د درملنې پړاوونه:
    د نشې پرېښودل، طبي درملنه، رواني ملاتړ، حرفوي زده کړې او ټولنې ته د روږدو کسانوبېرته ستنېدل.
    په پایله کې ویلای شو چې، مخدره توکي د انسان، کورنۍ او ټولنې لپاره ستر ګواښ دی. دغه ناوړه توکي د انسان روغتیا، اقتصاد، اخلاق او امنیت زیانمنوي او د ټولنې پرمختګ ټکنی کوي. د مخدره توکو پر ضد مبارزه یوازې د قانون له لارې ممکنه نه ده، بلکې پوهاوي، تعلیم، اقتصادي پرمختګ، کورنی ملاتړ او ټولنیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
    که موږ وغواړو سالمه، پرمختللې، نېکمرغه او یوه خوندي ټولنه ولرو، نو باید ځوانان له روږدي کېدو څخه وژغورو، د تعلیم او کار زمینه ورته برابره کړو او د مخدره توکو د استعمال او قاچاق پر ضد ګډه مبارزه وکړو، هغه څه چې اسلامي امارت یې لا دمخه په اړه اقدام کړی دی.
پامیر؛ د کابل ښاروالۍ د رسمي خپرونو اوونیزه