الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پاکوالي اتلان؛ په اختر کې هم د ښاریانو په چوپړ کې وو

سرلیکنه

لوی اختر د خوښۍ، ورورولۍ او ټولنیز یووالي ورځې دي. له نېکه مرغه په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کي لوی اختر د امن په فضأ کې تېر شو او ښاریانو د خپلو کورنیو ترڅنګ پرته له کومې ویرې ونمانځه.
په دې مبارکو ورځو کې خلکو قربانۍ وکړې او دا د ابراهیم(ع) لاره یې تعقیب کړه. د دغو خوښیو تر شا داسې کسان هم وو چې، د ښار د پاکوالي او نظم د ساتنې په موخه یې شپه او ورځ هلې ځلې کولې او خپلې دندې ته ژمن پاتې شول.
د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو سږ کال هم د لوی اختر په شپو او ورځو کې د پام وړ هڅې ترسره کړې دي. د دوی د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پایله کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه، ۴۶۵۳ ټنه کثافات راټول او ټاکلو ځایونو ته ولېږدول شول. دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د تنظیفي کارکوونکو د ژمنتیا او مسلکي مسئولیت څرګندونه کوي، بلکې د ښاري خدمتونو د اغېزمنتیا ښکاره بېلګه هم ده.
د اختر په ورځو کې په طبیعي ډول د کثافاتو اندازه لوړېږي، ځکه د قربانیو، مېلمستیاوو او نورو ټولنیزو فعالیتونو له امله د چاپېریال د ککړتیا اټکل ډېر وي، خو د تنظیفي کارکوونکو د ګټورو فعالیتونو او د ښاریانو د مرستې له امله د کابل ښار په ډېری برخو کې پاکوالی او نظم خوندي ساتل شوی وو.
د خوښۍ ځای دی چې، د دې لوی اختر په شپو ورځو کې کابل ښاریانو هم د ښار د پاک ساتلو په برخه کې د پخوا په پرتله ښه همکاري وکړه. ښاریانو تر ډېره د ذبح شویو څارویو تولیدي کثافات ټاکلو ځایونو ته لېږدول، ښاري اصولو او مقرراتو ته یې پام کاوه او د عامه شتمنیو د ساتنې په برخه کې یې خپل ښاري مسئولیتونه اداء کړي دي. د ښاریانو دا مرسته ښيي چې، د پاک او سالم ښار جوړول یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه، بلکې د ټولو ښاریانو ګډه دنده ده.
ځای لري چې، د اختر له تېرېدو سره همهاله د تنظیفي کارکوونکو له زیار او فعالیتونو مننه وشي. هغوی د رخصتیو، ستړیا او ګڼو ستونزو سره سره د ښار د پاکوالي لپاره خپلې چارې جاري وساتلې او د کابل ښار د ښکلا او پاکوالي په ساتنه کې یې مهم رول ولوباوه.
پاک ښار د پرمختللې ټولنې څرګندویي کوي، که د کابل ښاروالۍ هڅې او د ښاریانو مرستې همداسې دوام ومومي، نو کابل به نه یوازې په اخترونو، بلکې د کال په ټولو ورځو کې پاک، منظم او د ژوند لپاره مناسب ښار پاتې شي.

پامیر؛ هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل