الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

استعمار او اشغال

لیکوال: شاهین

د تاریخ په اوږدو کې استعمار او اشغال یوازې د وسلو او پوځونو په زور نه دي بریالي شوي، بلکې تر ټولو ستره وسیله یې د ملتونو د فکر، عقیدې او کلتور کمزوري کول ؤ. تاریخ شاهد دی چې، زورواکو قوتونو تل هڅه کړې څو لومړی د یو ملت فکري بنسټونه کمزوري او ونړوي، د هغوی تر منځ بې اتفاقي، فکري ګډوډي او د ارزښتونو بې باوري خپره کړي.
استعمار څه ته وايي؟ استعمار هغه حالت ته وايي چې، یو ځواکمن هېواد د خپل ځواک پر مټ د کمزورو هېوادونو سیاسي، اقتصادي، کلتوري یا فکري نفوذ له لارې خپله واکمني وکړي او د هغه هېواد شتمني، فکرونه او امکانات د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
اشغال څه ته وايي؟ اشغال هغه حالت ته وایي چې، یو ځواکمن هېواد یا بهرنی ځواک د بل هېواد خاوره د پوځ، زور او وسلو په وسیله ونیسي او هلته خپل واک او کنټرول ټینګ کړي. د کومو ملتونو چې فکري بنسټونه پیاوړي وي، د سختو پوځي یرغلونو پر وړاندې یې هم خپل هویت، خپلواکي او ارزښتونه ساتلي دي. خو کله چې فکري ځواک زیانمن شي، بیا اشغالګر په آسانۍ سره د خلکو پر ذهنونو واکمن شوي او د هغوی دیني او ملي روحیه یې کمزورې کړې ده.
فکري ځواک د یو ملت د ویښتوب، یووالي او مقاومت اساسي سرچینه ګڼل کېږي. همدا فکري شعور او ځواک دی چې، انسان ته د حق او باطل، دوست او دښمن، خپلواکۍ او غلامۍ ترمنځ توپیر ور زده کوي. استعمار تل هڅه کړې چې د تعلیم، رسنیو، او نورو بېلابېلو تبلیغاتو او لارو څخه د ملتونو ذهنونه اشغال کړي، ځکه دوی پوهېږي کله چې فکرونه مات شي، نو جغرافیه او خاوره بیا په آسانۍ تر واک او ولکې لاندې راځي.
ځکه ویلی شو چې، د استعمار او اشغال د مقابلې لپاره اصلي پیاوړتیا یوازې پوځي ځواک نه، بلکې فکري ځواک دی، ځکه همدغه ځواک د ملتونو د مقاومت، پایښت او خپلواکۍ حقیقي ضامن ګڼل کېږي. هغه ملتونه چې فکري ویښتوب، پیاوړې عقیده او علمي شعور ولري، هېڅکله د پردیو تر اوږدمهاله استعمار او اشغال لاندې نه پاتې کېږي، ځکه فکري ځواک د مقاومت روح، د خپلواکۍ احساس او د خپل هویت د ساتنې اصلي عنصر دی. خو برعکس، که یو ملت فکري ماتې وخوري او ظاهراً وسلې هم ولري، د اشغال پر وړاندې به ژر کمزوری او د غلامۍ ځنځیر به خپلې غاړې ته واچوي.

پامیر، د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه