الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

هغه شر دې راپېښ شي چې زموږ پکې خیر وي


✍️ آرش «ننګیال»
افغانستان په وروستیو کلونو کې له یوه داسې پړاو سره مخ شو چې ډېرو خلکو یې پایلې خطرناکې بللې. د افغان کډوالو جبري ستنېدل، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، په لومړیو کې د اندېښنې موضوع وه. خلک وېرېدل چې د میلیونونو افغانانو ناڅاپي راتګ به د هېواد پر اقتصاد، امنیت، کار، بازار او ټولنیز مدیریت دروند فشار راولي. سوداګرو به ویل چې کاروبارونه به زیان وویني، د کار زمینه به تنګه او اقتصادي ستونزې به زیاتې شي. خو وخت وښوده چې کله یو ملت پر خپلو خلکو او خپلو وړتیاوو تکیه وکړي، نو له ستونزو هم فرصتونه زېږي.
افغان کډوالو یوازې د کور توکي هېواد ته را نه وړل، بلکې له ځان سره یې مهارتونه، پانګه، فکر او د کاروبار کلونه کلونه تجربه هم راوړه. زرګونه هغه افغانان چې کلونه یې په پاکستان او نورو هېوادونو کې په صنعت، سوداګرۍ او کسب بوخت وو، اوس یې خپله پانګه او مهارتونه خپل هېواد ته را ولېږدول او دلته یې نوي کاروبارونه پیل کړل. د دې بدلون تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه چې، د نورو هېوادونو اقتصاد ته کارکوونکي افغانان د خپل هېواد د اقتصاد برخه وګرځېدل.
په همدې لړ کې ګڼې فابریکې له پاکستان څخه افغانستان ته ولېږدول شوې. د پلاستیک، خوراکي توکو، صابون، بوټانو، لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لسګونه کارخونې په کابل، کندهار، ننګرهار او هرات کې فعالې شوې. یوازې د کندهار صنعت کارانو اعلان کړی چې لسګونه فابریکې به له پاکستان څخه دغه ولایت ته راوړي، چې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. دا بدلون د دې لامل شو چې افغانستان ورو ورو له وارداتي اقتصاد څخه د کورني تولید پر لور حرکت وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د فابریکو شمېر له ۳۵۰۰ څخه ۶۰۰۰ ته لوړ شوی دی. یوازې په یوه کال کې تر سلو ډېرې نوې فابریکې جوړې شوې او له سل زرو زیات کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. دا شمېره ښيي چې، راستنېدونکو افغانانو نه یوازې د هېواد پر اقتصاد بار نه دی اچولی، بلکې د اقتصاد د خوځښت مهم عامل ګرځېدلي دي.
د شاتو د تولید صنعت د دې بدلون یوه بله ښکاره بېلګه ده. پخوا به ډېری افغان مچۍ ساتونکو د ژمي پر مهال خپل صندوقونه پاکستان ته لېږدول، خو اوس یې په افغانستان کې دننه، په تودو ولایتونو کې خپل کاروبارونه پراخ کړي دي. نن په افغانستان کې تر درې زره ډېر د شاتو فارمونه فعال دي او زرګونه کسان په دې برخه کې کار کوي. د افغانستان طبیعي چاپېریال،غرونه او له کیمیاوي موادو پاک نباتات د دې لامل شوي چې، د افغانستان شات لوړ کیفیت ولري او د سیمې بازارونو ته لاره پیدا کړي.
همدارنګه د درمل جوړونې صنعت هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. په هرات، کندهار او نورو ولایتونو کې لسګونه نوې فابریکې د فعالیت په حال کې دي، چې دا کار نه یوازې د وارداتو اړتیا راکموي، بلکې د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور یو مهم ګام هم ګڼل کېږي.
حقیقت دا دی چې، راستنېدونکي افغانان یوازې مهاجر نه وو، بلکې هغوی له ځان سره مهارت، تجربه، صنعت، بازار پېژندنه او کاري کلتور راوړ. که څه هم د هغوی راتګ په لومړیو کې یوه لویه ننګونه ښکارېده، خو اوس ثابته شوې چې دا ستر بشري ځواک د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فرصت ګرځېدلی دی.
که حکومت، خصوصي سکتور او ولس په ګډه د صنعت، برېښنا، پانګونې او بازار موندنې لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړي، نو افغانستان کولای شي د همدې راستنېدونکو افغانانو په مټ د اقتصادي پیاوړتیا، کورني تولید او ځان بسیاینې پر لور چټک ګامونه واخلي. نن دا حقیقت تر بل هر وخت روښانه شوی چې، د یوه ملت تر ټولو لویه پانګه بشري ځواک دی او افغانانو وښوده چې که فرصت ورکړل شي، هغه د کلیوالو په اصطلاح « له تېږې څخه غوړي را باسي».

د کابل ښاروالۍ د رسمي اوونیزې «پامیر» له مقالو څخه