الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پرمختګ په لور روان کابل؛ د ښاري بدلون یوه روښانه بېلګه


کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه نه یوازې د هېواد سیاسي او اداري مرکز دی، بلکې د میلیونونو وګړو د ژوند، اقتصاد، سوداګرۍ او ټولنیزو فعالیتونو محور هم ګڼل کېږي. د یوه داسې لوی ښار اداره کول چې، په تېر کې له ګڼو ښاري ستونزو، د نفوسو له چټک زیاتوالي، د زېربناوو له کمښت او د چاپېریال له ننګونو سره مخ ؤ، آسانه کار نه دی.
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، په خپل غوره مدیریت او د مسلکي کارکوونکو په لرلو سره وکولای شول چې، د دغو ټولو ستونزو د هوارولو په موخه، په وروستیو شاوخوا پنځو کلونو کې ګټور پلانونه طرحه او پلي کړي چې، له نېکه مرغه اوس مهال د ښاریانو د رضایت کچه لوړه شوې ده.
په دې موده کې د مهمو زېربنايي او د سړک جوړونې پروژو پلي کول لومړیتوب وګڼل شو، د ښار په کچه د زرغونتیا او تنظیف په برخه کې بې ساري فعالیتونه ترسره شول او د سوداګریزو مارکېټونو په جوړلو سره ښاریانو ته د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شوه.
همدا راز د پروژو له کیفیت څخه څارنه او د عامه شتمنیو له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی، بل هغه لومړیتوب ؤ چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه په ځانګړې توګه کابل ښاروال ورته ډېره پاملرنه وکړه.
د ښاري نظم ټینګښت هم د کابل ښاروالۍ د وروستیو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. د ناقانونه ودانیو له جوړولو څخه د مخنیوي او د عامه ملکیتونو د غصب پر وړاندې په جدي توګه اقدامات ترسره شوي، د عامه نظم د ټینګښت لپاره له پلیو لارو او سړکونو خنډونه پاک او د ښار د بڼې د بدلون په برخه کې د ښاري ښکلا ډیری پروژې پلې شوې دي.
د اداري اصلاحاتو او د خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې د ودانیز جواز د پړاوونو ساده کول د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د غوره مدیریت له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.
په ټوله کې ویلی شو چې، په تېرو شاوخو پنځو کلونو کې د کابل ښاروال تر اغېزناکې رهبرۍ لاندې د کابل ښار د آبادۍ، نظم، ښاري پراختیا، زرغونتیا او پاکوالي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې شوې دي. له پروژو څخه جدي څارنه، د بې کیفیته کار مخنیوی، د ودانیزو جوازونو د پړاوونو ساده کول، د زرغونو سیمو پراختیا، د پاکوالي لپاره عملي اقدامات او د ښاري نظم ټینګښت، هغه مهم ګامونه دي چې، د کابل د ښاري وضعیت په ښه والي کې یې اغېزناک رول لوبولی دی. که دغه لړۍ په همدې ژمنتیا او شفافیت سره دوام ومومي، نو تمه کېږي چې کابل به لا منظم، ښکلی، زرغون او د ژوند لپاره به په مناسب ښار بدل شي او د هېواد د پرمختګ او ښاري مدیریت یوه بریالۍ بېلګه به وګرځي.

د پامیر سرمقاله