
✍️آرش «ننگیال»
نقد د انسان د فردي او ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده. هېڅ انسان، اداره او یا ټولنه له نیمګړتیاوو او تېروتنو خالي نه ده او همدا نیمګړتیاوې د دې اړتیا پیدا کوي چې د اصلاح او پرمختګ لپاره نقد وشي.
نقد هغه بهیر دی چې د یوه فکر، چلند، پرېکړې یا اثر مثبت او منفي اړخونه په عادلانه او منطقي ډول ارزوي. د نقد موخه یوازې د تېروتنو په ګوته کول نه دي، بلکې د هغو د اصلاح لپاره د مناسبو لارو چارو موندل او وړاندې کول هم دي. له همدې امله، نقد باید د سپکاوي، ملامتۍ او شخصي برید پر ځای د ودې، زده کړې او مثبت بدلون وسیله وګرځي.
په حقیقت کې سالم او رغنده نقد د پرمختګ یو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. هغه ټولنې چې د سالم نقد کلتور پکې پیاوړی وي، خپلې ستونزې ژر پېژني او د حل لپاره یې اغېزمنې لارې چارې مومي. خو برعکس، هغه ټولنې، ادارې او افراد چې، نقد ته د دښمنۍ، عقدې او مخالفت په سترګه ګوري، د پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکوي او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د سالم نقد لومړنی اصل دا دی چې، پر عمل او چلند تمرکز وشي، نه پر شخصیت. زموږ په ټولنه کې یوشمېر کسان د یوه عمل د ارزونې پر ځای د یوه کس پر شخصیت برید کوي، چې دا کار د دفاعي غبرګون، خپګان او د اړیکو د خرابېدو لامل ګرځي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې یو چا ته ووایو: «ته بېمسئولیته یې»، غوره ده ووایو: «دا دنده په ټاکلي وخت ترسره نه شوه او ځینې ستونزې یې رامنځته کړې» په دې ډول وینا سره د شخص عزت خوندي ساتل کېږي او د اصلاح لپاره مناسب چاپېریال برابروي.
د رغنده نقد بل مهم اصل د مناسب وخت او ځای ټاکل دي. په عام محضر کې په خلکو نیوکه کول ډېری وخت د شرمندګۍ او احساساتي غبرګون لامل کېږي. کله چې یو څوک د نورو پر وړاندې تر نیوکې لاندې راشي، د اصلاح پر ځای د ځان د دفاع هڅه کوي. له همدې امله غوره ده چې نقد په شخصي، آرام او له درناوي ډک چاپېریال کې ترسره شي.
همدارنګه، د غوسې او احساساتو په حالت کې نقد کول اغېز نه لري، ځکه احساساتي خبرې د ستونزې د حل پر ځای نوې ستونزې زېږوي.
د اغېزمن نقد لپاره خبرې له ستاینې او مثبتو ټکو پیلېږي، وروسته ستونزه او د اصلاح وړاندیز کېږي او په پای کې بیا هڅوونکې او تشویقي خبرې کېږي. دا طریقه د مقابل لوري اعتماد زیاتوي او د نقد منل ورته آسانه کوي. د بېلګې په توګه:
د «ته تل خپله لیکنه یا خبر ناوخته رااستوې» پر ځای ویلای شو:
«کله چې راپور په ځنډ راورسېږي، زه اندېښمن کېږم چې کارونه به پر وخت بشپړ نه شي.»
دا ډول بیان د ملامتۍ احساس کموي او د رغنده خبرو زمینه برابروي.
یو بل مهم اصل دا دی چې، نقد باید له حل لارې سره مل وي. یوازې د ستونزو یادول کافي نه دي، بلکې د اصلاح لپاره باید عملي وړاندیزونه هم وړاندې شي.
که یو منتقد یوازې نیمګړتیاوې وشمېري او د ښه والي په هکله یې چپ پاتې شي، نو نقد یې نیمګړی پاتې کېږي. رغنده نقد هغه دی چې، د ستونزې تر څنګ د پرمختګ او اصلاح لاره هم روښانه کړي او غوره بدیل وړاندې شي.
سربېره پر دې، ښه منتقد هغه څوک دی چې د مقابل لوري خبرو ته هم غوږ ونیسي.
کېدای شي هغه داسې شرایط، ستونزې او دلایل ولري چې نورو ته څرګند نه وي.
کله چې د متقابل درناوي او اورېدنې فضاء موجوده وي، دواړه لوري د ستونزې د حل لپاره ګډ فکر کوي او غوره پایلو ته رسېږي. انسانان هغه مهال نقد په آسانۍ مني، چې احساس کړي نظر او احساساتو ته یې ارزښت ورکول کېږي.
نو ویلای شو چې، سالم او رغنده نقد د اصلاح، زده کړې، پرمختګ او مثبت بدلون لپاره یوه ارزښتناکه وسیله ده. نقد باید د دښمنۍ او مخالفت پر ځای د همکارۍ او اصلاح په نیت ترسره شي. که موږ وکولای شو خپل نقدونه په اخلاص، انصاف، درناوي او مسئولیت سره وړاندې کړو، نو نه یوازې به افراد او ادارې وده وکړي، بلکې د باور، همکارۍ او متقابل درناوي کلتور لا پیاوړی کېدای شي.
همدا راز، سالم نقد کول او سالم نقد منل دواړه هغه مهارتونه دي چې، د یوې پرمختللې، با شعوره او بریالۍ ټولنې د رامنځته کېدو بنسټ جوړوي.
«د نیوکې حق هغه کسان لري چې، اصلاح او سمون غواړي نه توهین او تحقیر»
سالم او رغنده نقد؛ د اصلاح، پرمختګ او مثبت بدلون بنسټ


