الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جهاد څه دی؟


«شاهین»
جهاد په اسلام کې یو لوړ او مهم عبادت ګڼل کېږي، خو مفهوم یې یوازې جګړه نه ده، بلکې د الله(ج) په لاره کې هر ډول هڅه، قرباني او مبارزه پکې شامله ده. د حضرت محمد صلی علیه وسلم په لارښوونو کې جهاد د دین د ساتنې، د حق د ټینګښت او د ظلم د مخنیوي لپاره یو بنسټیز اصل بلل شوی دی. د الله(ج) د رضا لپاره مبارزه کول، هغه که پر ځان سره وي، که پر مال یا په ژبې او یا هم په قلم سره وي، جهاد بلل کېږي.
جهاد په لغت کې هڅې او کوښښ ته ویل کېږي، چې دا یو عام مفهوم دی، یعني د دین د خدمت لپاره چې هر ډول هڅه وشي، د جهاد په دې لغوي تعریف کې راځي. خو په اصطلاح کې جهاد هغې مقابلې ته ویل کېږي چې، په سر او مال سره د دښمن په وړاندي عملاً د اعلاء کلمة الله لپاره تر سره شي، هغه که د دښمن د یرغل په دفاع کې وي او که خپله مسلمان پر دښمن برید کوي، یعني تهاجمي او دفاعي حالت دواړه د جهاد په تعریف کې شامل دي. د جهاد موخه څه ده؟ ځیني خلک دا فکر کوي چې د جهاد موخه، په زور په کفارو باندې د اسلام منل دي. حال دا چې داسې نه ده،دغه خلک غلط پوه شوي دي، چې دا په حقیقت کې د مستشرقینو، صلیبي پاپانو، د کمونیزم فکري او قلمي طرفدارانو او کرایي دیموکراتو لیکوالونو پروپاګند او تبلیغات دي. دوی وایی چې، اسلام خلکو په خپله خوښه نه دی منلی، بلکي د تورې په زور په خلکو منل شوی دی، دوی د جهاد موخه همدا ګڼي چې نور خلک به یا د اسلام مبارک دین مني یا به وژل کېږي.
په داسې حال کې چې دا ټول له واقعیت څخه لرې او د اسلام ضد کړیو تبلیغات دي. ځکه چې الله تعالی د قرآنکریم د البقره سورت په ۲۵۶م آیت کې فرمایلي دي:
ژباړه: نشته هیڅ زور په (منلو) د دین کې، په تحقیق څرګنده شوې ده سمه لاره ( د ایمان) له ګمراهی (کفر) څخه. د دې آیت شریف تفسیر په دې ډول راغلی دی:
په دین کې زور زیاتی نشته، کله چې د توحید ټول دلائل په غوره توګه بیان شول، چې له هغو څخه هیڅ یو کافر ته هم عذر پاتې نه شو، نو اوس په زور او زیاتي سره د هیچا مسلمانولو ته حاجت پاتې نه شه، ښایي چې د عقل لرونکي په خپله وپوهېږي او په شریعت کې داسې حکم نشته چې په زور سره څوک مسلمانۍ ته اړ (مجبور) کړی شي.(ژباړه او تفسیر له کابلي تفسیر شریف اول جلد څخه).
د اسلامي تاریخ په هیڅ پاڼه کې داسې بېلګه نشته چې مسلمانانو دې یو ځای هم فتح کړی وي او بیا دې د هغه ځای خلک په زور اسلام راوړلو ته اړ کړي وي، بلکي پر خپلو عقیدو پریښودل شوي دي. خو وروسته یې د دعوت له لاري په خپله خوښه اسلام منلی دی. نو اوس خبره دا ده چې، د جهاد اصلي موخه، د کلمة الله لوړول، له مظلومانو څخه دفاع کول، د کفر دبدبه، رعب، ستم او ځواک ماتول دی. ځکه کفر چې کله ځواکمن شي، نو بیا په ځمکه کې فساد کوي، د خپلي خوښي قوانین پر ټولو انسانانو پلي کوي، هیڅوک نه پریږدي چې د دوی د اقتصادي، نظامي، سیاسي او کلتوري اغیز څخه پرته ژوند وکړي. هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې، د الله(ج) د قانون په رڼا کې خپلي ټولنیزې او حتی شخصي چاري مخته بوځي.
له همدې امله الله تعالی پر مؤمنانو دا فرض ګرځولې چې، هیڅکله به کفر ته د غلبې اجازه نه ورکوي. په همدې اړه الله تعالی د النساء سورت په ۷۵م آیت شریف کې فرمایلي دي:
ژباړه: او څه خنډ ده تاسې ته چې جګړه نه کوئ، تاسې د الله(ج) په لاره کې (د دین د ترقۍ له پاره) او په (خلاصولو) د ضعیفانو کې، چې سړي او ښځې او هلکان دي، هغه کسان چې وايي: (ای ربه زموږ! وباسه موږ له دې کلي (مکې) څخه! چې اوسېدونکي یې ظالمان دي او وګرځوه موږ ته له خپل دربار څخه کوم ولي ( حامي، ساتونکی) او وګرځوه موږ له خپل دربار څخه کوم (مددګار!). د دې آیت شریف تفسیر په لاندې ډول ده:
یعنې ستاسې جنګېدل له کفارو سره، له دوه اړخه اړینه ده.
۱- د الله تعالی د دین د لوړولو او بریالیتوب په موخه.
۲- د هغو مظلومو مسلمانانو د خلاصون لپاره چې، د کافرانو په لاسونو کې خوار پراته دي. په مکې معظمه کې، ډیر داسې مسلمانان وو چې، زموږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د مدینې منورې په لوري (هجرت) ونکړ او کفارو د دغو مسلمانانو خپلوان ربړول (کړول) او دې ته یې اړ ایستل چې بیرته کافر شي. نو پاک خدای(ج) مسلمانانو ته امر وکړ چې، د لاندې دوو لاملونو له مخې کافرانو سره جګړه کول اړین دي.
۱- چې د الله تعالی دین لوړ شي.
۲- ترڅو مظلوم او کمزوري مسلمانان د مکې شریفې د کفارو له ظلم څخه وژغورل شي. ( چې هغه ضعیفان له مسلمانانو سړیو څخه، سلمه، ولید، عباس او ابو جندل او نور رضی الله عنهم او له مسلمانانو هلکانو او ښځو څخه، ابن عباس او دده مور او نور رضی الله تعالی عنهم و عنهن وو.)
(ژباړه او تفسیر، د کابلي تفسیر شریف اول جلد څخه).
په پاب کې دې پایلې ته رسېږو چې، د کفاور او د هغوی د طرفدارنو د ظلمونو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره، د الله تعالی په لاره کې جهاد او قرباني ده. رب تعالی دې اول موږ او بیا ټولو مسلمانانو ته دا توفیق ورکړي، ترڅو دغه سپېڅلی مسئولیت په غوره توګه ترسره کړي.