
✍️چمتوکوونکی «ناصري»
د چاپېریال ککړتیا د معاصرې نړۍ له مهمو ستونزو څخه ده چې، د انسانانو پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز ژوند ژورې اغېزې لري. د هوا، اوبو او خاورې ترڅنګ، غږیزه ککړتیا هم د چاپېریالي ککړتیا یوه بله بڼه ده چې، په وروستیو لسیزو کې یې د ښارونو د پراختیا، صنعتي فعالیتونو او د ترانسپورتي وسایطو د زیاتوالي له امله پراخوالی موندلی دی. غږیزه ککړتیا هغه نا مطلوب او زیانمن غږونه دي چې، د انسان د آرامۍ، روغتیا او عادي فعالیتونو پر وړاندې خنډ ګرځي.
نن ورځ په لویو ښارونو کې د موټرو لوړ هارنونه، فابریکې، ودانیزې چارې، الوتکې، لوډسپیکرونه او نورې سرچینې، د غږیزې ککړتیا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
ساینسپوهان په دې باور دي چې، د اوږدې مودې لپاره له لوړغږ سره مخ کېدل د انسان پر فزیکي او رواني روغتیا ناوړه اغېزې لري.
غږیزه ککړتیا هغه حالت ته ویل کېږي چې، په چاپېریال کې د غږ کچه له منل شویو حدودو لوړه شي او د انسانانو یا نورو ژوندیو موجوداتو لپاره ستونزې رامنځته کړي.
د غږیزې ککړتیا سرچینې:
ترانسپورتي وسایل:
د مـوټـرو، بسونو،اورګاډو او الوتکو غږونه د غږیزې ککړتیا تر ټولو مهمې سرچینې دي. په ګڼ مېشتو ښارونو کې د سړکونو ګڼه ګوڼه د غږ کچه خورا لوړه ساتي.
صنعتي فعالیتونه:
فابریکې، ماشينونه، جنراتورونه او درنې صنعتي وسيلې، لوړ غږ تولیدوي. هغه کارکوونکي چې، په دغو ځایونو کې کار کوي، د اورېدلو د ستونزو له جدي ګواښ سره مخ وي.
ودانیزې چارې:
د ودانیو جوړول، برمه کول، د اوسپنې پرېکول او نور ودانیز فعالیتونه په ښاري سیمو کې د غږیزې ککړتیا لوی لاملونه دي.
تفریحي او ټولنیز فعالیتونه:
د لوړ غږ لوډسپیکرونه، د ودونو مراسم، ورزشي سیالۍ او نورې تفریحي برنامې هم غږیزه ککړتیا رامنځته کوي.
کورني وسایل:
ځینې برقي وسایل لکه، جنراتورونه، مینځلو ماشینونه او نور وسایل هم د غږیزې ککړتیا په زیاتوالي کې ونډه لري.
پر انساني روغتیا د غږیزې ککړتیا اغېزې:
د غږیزې ککړتیا تر ټولو څرګنده اغېزه د اورېدلو د حس زیانمنېدل دي. اوږدمهاله لوړ غږ د غوږ دننه حساسې حجرې تخریبوي او د اورېدلو دایمي کمزوري رامنځته کوي چې په تدریجي توګه د انسان د کوڼوالي لامل ګرځي.
رواني او ذهني ستونزې:
لوړ او دوامداره غږ د انسان پر عصبي سیستم منفي اغېزه کوي. دغه ستونزه د اضطراب، عصبي کېدلو، ذهني فشار، خپګان او د تمرکز د کمښت لامل کېږي.
څېړنو ښودلې، هغه خلک چې په شور لرونکو سیمو کې ژوند کوي، د رواني ناروغیو له لوړ ګواښ سره مخ وي.
د خوب ګډوډي:
خوب د انسان د بدن د بیا رغونې لپاره حیاتي ارزښت لري. غږیزه ککړتیا د خوب کیفیت خرابوي او د بدن دفاعي سیستم هم کمزوری کوي.
د زړه او رګونو ناروغۍ:
د لوړ غږ له امله د بدن د فشار هورمونونه لکه، ادرینالین او کورټیسول زیاتېږي چې، دا حالت کولی شي د وینې فشار لوړ، د زړه ضربان زیات، د زړه ناروغیو ګواښ لوړ او د سکتې احتمال زیات کړي.
د زده کړې او تمرکز کمښت:
په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د شور شتون د زده کوونکو پر زده کړه ناوړه اغېزه لري، لکه:
د حافظې کمزورتیا، د تمرکز نشتوالی، د لوست د کیفیت ټیټوالی او د آزموینو په مثبتو پایلو کې کمښت.
پاتې دې نه وي چې، ماشومان د غږیزې ککړتیا پر وړاندې تر لویانو ډېر حساس وي.
پر ټولنه او اقتصاد د غږیزې ککړتیا اغېزې:
په شور لرونکي چاپېریال کې کارکوونکي ژر ستړي کېږي او د هغوی تولیدي وړتیا راټیټېږي.
اقتصادي زیانونه:
د غـږیزې کـکړتیا له امله روغتیايي خدمتونو لګښتونه زیاتېږي، د کار د ضایع کېدو کچه لوړه او د تولید کچه کمېږي.
ټولنیزې ستونزې:
د دوامداره شور له امله د خلکو ترمنځ شخړې، عصبي چلند او د ټولنیزو اړیکو کمزورتیا رامنځته کېږي.
پر ماشومانو د غږیزې ککړتیا اغېزې:
ماشومان د غږیزې ککړتیا له امله تر ټولو ډېر زیان ویني. په ماشومانو باندې د غږیزې ککړتیا اغېزې له امله، د ژبې په زده کړه کې ځنډ رامنځته کېږي، د تمرکز او حافظې د کمزورتیا او د ښوونیزو مهارتونو د کمښت لامل کېږي.
هغه ماشومان چې د هوايي ډګرونو یا لویو سړکونو سره نږدې ژوند کوي، د زده کړې له ځانګړو ستونزو سره مخ کېدای شي.
پر چاپېریال او ژویو د غږیزې ککړتیا اغېزې:
غږیزه ککړتیا یوازې انسانان نه، بلکې حیوانات هم اغېزمنوي. دغه لویه ستونزه د مرغانو ترمنځ د اړیکو د ګډوډۍ، د مهاجرت لارو بدلون او د ژویو د نسل تولید د کمښت لامل ګرځي.
ځینې ژوي د غږ له لارې یو له بل سره اړیکه نیسي، خو شور د هغوی د ژوند طبیعي بهیر ګډوډوي.
د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لارې چارې:
حکومتونه باید د غږ د کنټرول لپاره ځانګړي قوانین وضع او عملي کړي. استوګنیزې او صنعتي سیمې دې یو له بل څخه جلا کړي زرغونې سیمې دې پراخې شي.
د ترانسپورتي وسایطو کنټرول:
له اړتیا پرته د هارنونو مخنیوی، په غوره او منظمه توګه د وسایطو تخنیکي معاینه او خلک باید د عامه پوهاوي له لارې د غږیزې ککړتیا د زیانونو په اړه خبر شي، څو د شور د کمښت په برخه کې مرسته وکړي.
غږیزه ککړتیا د معاصرې نړۍ یوه جدي چاپېریالي او روغتیايي ستونزه ده. د ترانسپورتي وسایطو، صنعتي فعالیتونو، ودانیزو چارو اود تفریحي برنامو له امله رامنځته کېدونکی شور، د انسان پر فزیکي، رواني او ټولنیز ژوند ژورې منفي اغېزې لري. د اورېدلو کمزورتیا، د زړه ناروغۍ، اضطراب، بې خوبي او د زده کړې ستونزې د غږیزې ککړتیا له مهمو پایلو څخه دي. له همدې امله اړینه ده چې، حکومتونه، اړونده ادارې او عام خلک په ګډه د غږیزې ککړتیا د کمښت په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، څو سالم، آرام او روغ چاپېریال رامنځته شي.
د غږیزې ککړتیا مخنیوی یوازې د آرام ژوند لپاره نه، بلکې د انسان د روغتیا، زده کړې، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز هوساینې لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
د چاپېریالي ککړتیا یوه بله گواښونکې بڼه


