
✍️«عزیزي»
کابل ښار د افغانستان د سیاسي، اداري، اقتصادي او ټولنیز ژوند تر ټولو ستر مرکز دی. دې ښار ته هره ورځ زرګونه کسان د کار، زده کړو، سوداګرۍ او بېلابېلو خدمتونو لپاره راځي او د ښار له اسانتیاوو څخه ګټه پورته کوي. د وګړو د شمېر چټک زیاتوالی، د ښاري سیمو پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو زیاتوالی، دې ته اړتیا لري چې، د ښار اداره د کافي مالي سرچینو لرونکې وي، څو وکولای شي د ښاریانو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي. په همدې توګه د ښاري خدمتونو محصول یوازې یو عادي مالي مکلفیت نه، بلکې د ښار د منظم مدیریت، دوامداره پرمختګ او د ښاریانو د هوسا ژوند لپاره یوه اساسي اړتیا ده.
د نړۍ په پرمختللو ښارونو کې د ښاروالیو مهمه مالي سرچینه د ښاري خدمتونو محصول او نور قانوني عواید دي. همدا عواید د دې لامل کېږي، چې سړکونه ورغول شي، کوڅې پاکې وساتل شي، زرغونې سیمې پراختیا ومومي، د فاضله موادو د راټولولو سیستمونه معیاري شي، عامه پارکونه جوړ او ساتنه یې وشي او د ښار د ښکلا او نظم لپاره نورې ګڼې پروژې پلې شي. کابل ښار هم له دې اصل څخه مستثنا نه دی او د ښاري خدمتونو د تر سره کولو لپاره په منظمه تو ګه د عوایدو راټولول حیاتي اهمیت لري.
ښاري خدمتونه هغه چارې دي چې، د ښاریانو د ورځني ژوند د آسانتیا لپاره ترسره کېږي. د کثافاتو راټولول او لېږد، د واټونو او کوڅو پاک ساتل، د ونو او زرغونو سیمو پالنه، د سړکونو او پلیو لارو ساتنه، د عامه ځایونو تنظیم، د چاپېریال ساتنه او ګڼ نور خدمتونه، هغه فعالیتونه دي چې د ښاریانو د هوساینې لپاره هره ورځ ترسره کېږي. د دغو خدمتونو دوام او کیفیت په مستقیم ډول له دې سره تړلی دی چې، د ښار د مدیریت کوونکې ادارې قانوني عواید په منظم ډول راټول شي.
د ښاري خدمتونو محصول د ښار د آبادۍ لپاره پانګونه ده، نه لګښت. په هره اندازه پیسې چې د قانون له مخې د ښاري خدمتونو په نوم راټولېږي، بېرته د همدغه ښار د پرمختګ، پاکوالي او ښېرازۍ لپاره مصرفېږي. کله چې یوه کوڅه کانکریټ کېږي، یو پارک جوړېږي، یوه څلورلارې ښکلې کېږي، یا تنظیفي خدمتونه پراخېږي، د دغو ټولو تر شا د کابل ښاروالۍ قانوني عواید او د ښاریانو همکاري ولاړه وي.
له بده مرغه لا هم د ټولنې یو شمېر کسان د ښاري خدمتونو محصول ته له اړتیا پرته لګښت په سترګه ګوري او یا یې پر وخت نه ادا کوي چې بیا دغه بې پامي نه یوازې د کابل ښاروالۍ پر عوایدو منفي اغېز کوي، بلکې د ښاري خدمتونو کیفیت هم کمزوری کوي. کله چې عواید کم شي، طبیعي ده چې د نویو پروژو پلي کول، د شته تأسیساتو ساتنه او د خدمتونو پراختیا هم له ستونزو سره مخ کېږي. له همدې امله د هر وګړي پروخت همکاري د ښار د پرمختګ په برخه کې د پام وړ اهمیت لري.
د ښاري خدمتونو د محصول ورکول یوازې قانوني وجیبه نه ده، بلکې د ښاري مسئولیت او مدني کلتور څرګنده نښه ده. هر هغه څوک چې په ښار کې ژوند کوي، سوداګري کوي یا له ښاري آسانتیاوو څخه ګټه اخلي، باید ځان د ښار د ساتنې او پرمختګ شریک وبولي. د یوه پرمختللي ښار جوړول یوازې د ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې د ټولو ګډ مسئولیت دی. کله چې ټول وګړي خپل قانوني مسئولیتونه پروخت ترسره کړي، ښاروالۍ هم کولی شي د لا ډېرو او غوره خدمتونو زمینه برابره کړي.
په دې وروستیو کلونو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ګڼې زیربنايي او ټولګټې پروژې پلې شوې دي، د سړکونو جوړول او پراخول، د پارکونو او زرغونو سیمو زیاتول، د تنظیفي خدمتونو پراختیا، د ترافیکي آسانتیاوو رامنځته کول او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره ترسره شوې چارې د دې څرګندویي کوي چې، د کابل ښاروالۍ عواید د خلکو د هوساینې لپاره لګېږي.
دغه پرمختګونه هغه وخت لا چټک کېدای شي چې، د ښاریانو له خوا د محصول ورکړه لا منظمه او پراخه شي. شفافیت او حساب ورکونه د ښاري مدیریت له مهمو اصولو څخه دي. هر کله چې عواید په شفافه او مسئولانه توګه راټول او مصرف شي، د خلکو باور هم زیاتېږي او د ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ فضا لا پیاوړې کېږي. کابل ښاروالۍ تل هڅه کړې چې خپل قانوني عواید د ښاري پروژو، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د عامه اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مصرف کړي، څو د خلکو باور نور هم زیات شي.
نن ورځ د کابل ښار د پراختیا اړتیاوې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. د نفوس زیاتوالی، د نویو استوګنیزو سیمو رامنځته کېدل او د ښاري خدمتونو د غوښتنې لوړېدل، دې ته اړتیا لري چې، مالي سرچینې هم ورسره متناسبې وي. که چیرې د ښاري خدمتونو محصول په سمه او پر وخت راټول شي، کابل ښاروالۍ به وکولای شي د نویو پروژو د پلي کولو ترڅنګ، شته خدمتونه نور هم پراخ او معیاري کړي.
د یوه پاک، منظم او پرمختللي ښار د درلودلو هیله یوازې د شعارونو له لارې نه عملي کېږي، بلکې د قانون مراعات، ګډ مسئولیت او عملي مرستو ته اړتیا لري. هر ښاري کولی شي د خپل محصول پر وخت ادا کولو سره د ښار په آبادۍ کې عملي ونډه واخلي. دا یوه کوچنۍ مالي ونډه ده، خو پایله یې د ټول ښار لپاره ډېره ګټه لري.
د ښاري خدمتونو محصول؛ د ښاري پرمختګ او هوساینې اړتیا


