
✍️ «ناصري»
اوبه د الله تعالی له هغو سترو نعمتونو څخه دي چې، د ځمکې پر مخ یې د ژوند د دوام لپاره پیدا کړي دي. ټول ژوندي موجودات، لکه انسانان، حیوانات او نباتات، د خپل ژوند د پایښت لپاره اوبو ته اړتیا لري. د انسان بدن ډېره برخه له اوبو څخه جوړه شوې ده او هره ورځ د څښاک، پخلي، کرنې، صنعت، روغتیا، پاکوالي او ګڼو نورو اړتیاوو لپاره اوبه کارول کېږي. نو له همدې امله ویلای شو چې، اوبه د ژوند سرچینه ده او هر څاڅکی یې باید یو قیمتي امانت وګڼل شي!. که اوبه نه وای، نو نه به ژوند موجود ؤ او نه به د ځمکې پر مخ زرغون طبیعت او نور اقتصادي فعالیتونه.
نن ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د اوبو کمښت یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. د نفوسو چټک زیاتوالی، د اقلیم بدلون، د بارانونو کمښت، وچکالي، د ځنګلونو وهل او د اوبو بې ځایه مصرف د دې لامل شوي چې، د پاکو اوبو سرچینې ورځ تر بلې کمې شي. په ځینو سیمو کې خلک اړ دي چې د څښاک د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي. دا ستونزه یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده.
افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې، نن ورځ د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی. که څه هم زموږ په هېواد کې سیندونه، چینې او د واورو او بارانونو اوبه شته، خو د اړینو امکانانو د نشتوالي له امله د دغو اوبو ډېره برخه ضایع کېږي.
په ډېرو کلیوالو سیمو کې خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او بزګران د وچکالۍ له امله هر کال اقتصادي زیانونه ویني. که موږ د خپلو اوبو سرچینې په سمه توګه مدیریت او خوندي نه کړو، دا ستونزه به لا نوره هم پراخه شي. که څه هم چې زموږ د هېواد اړوند ادارې او مسئولین هڅه کوي څو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، خو دغو هلوځلو تر اوسه کومه د پام وړ پایله نده ورکړې او هیله ده چې په راتلونکي کې دغه ستونزه حل او د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.
د اوبو سپما د هر انسان اخلاقي، ټولنیز، دیني او ملي مسئولیت دی. هر وګړی باید هڅه وکړي چې اوبه یوازې د اړتیا په اندازه وکاروي. په کورونو کې باید اوبه ډېرې مصرف نه شي او د کور هر وګړی دې د اوبو په سپما کې خپل مسئولیت ترسره کړي.
همدارنګه په حمامونو د موټرو، انګړونو او سړکونو د مینځلو پر مهال باید له پایپ څخه د اوږدې مودې لپاره د اوبو پر ځای د سطل یا نورو سپما کوونکو طریقو څخه کار واخیستل شي، هغه اوبه چې د مېوو او سبزیجاتو د مینځلو لپاره کارول کېږي، که پاکې وي، د کورنیو بوټو د خړوبولو لپاره بیا هم کارېدلی شي.
په کرنه کې د اوبو سپما ځانګړی اهمیت لري، ځکه د اوبو لویه برخه په همدې برخه کې مصرفېږي. بزګران باید د دودیزو اوبو لګولو پر ځای د عصري طریقو لکه اوبو لګولو څاڅکي سیستم څخه ګټه واخلي. دا طریقه د اوبو ضایع کېدل کموي او فصلونو ته په مناسب اندازه اوبه رسوي. همدارنګه د باراني اوبو راټولول، د کانالونو سم جوړول او د اوبو د لېږد د ضایعاتو مخنیوی د اوبو په سپما کې مهم رول لري.
صنعتي فابریکې هم د اوبو له سترو مصرفوونکو څخه دي. که فابریکې خپلې کارول شوې اوبه تصفیه او بیا وکاروي، د پاکو اوبو اړتیا به کمه شي. سربېره پر دې، باید د فابریکو ککړې اوبه بې له تصفیې سیندونو او چینو ته ونه غورځول شي، ځکه دا کار د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو روغتیا ته زیان رسوي.
ښوونځي او پوهنتونونه د اوبو د سپما د کلتور په رامنځته کولو کې مهم رول لري. ښوونکي کولای شي زدهکوونکو ته د اوبو د اهمیت، د سپما د لارو چارو او د چاپېریال د ساتنې په اړه معلومات ورکړي. کله چې ماشومان او ځوانان دا ارزښتونه زده کړي، په خپلو کورونو او ټولنه کې هم د اوبو د سپما دود پیاوړی کوي.
رسنۍ، دیني عالمان او ټولنیز فعالان هم د خلکو د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري. د جوماتونو، تلویزیونونو، راډیوګانو او نورو ټولنیزو شبکو له لارې خلکو ته د اوبو د سپما پیغام رسولای شي، ترڅو هر څوک د اوبو اهمیت درک او له بېځایه مصرف څخه یې ډډه وکړي.
په دې برخه کې د دولت مسئولیت هم ډېر مهم دی، ځکه حکومت باید د بندونو جوړولو، د باراني اوبو د زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د ساتنې، د اوبو د عادلانه وېش، د اوبو د ککړتیا د مخنیوي او د عصري اوبو لګولو د پروژو د پلي کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي. دغه راز باید داسې قوانین جوړ او عملي شي چې، د اوبو د ضایع کېدو او ککړتیا مخه ونیسي.
د اوبو سپما نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې چاپېریال هم خوندي ساتي. کله چې اوبه په سمه توګه وکارول شي، د سیندونو، چینو او ځمکې لاندې اوبو سرچینې خوندي پاتې کېږي. دا کار د نباتاتو، حیواناتو او انسانانو د سالم ژوند لپاره مناسب شرایط برابروي او د راتلونکو نسلونو حق هم خوندي کېږي.
که موږ نن د اوبو ساتنې او سپما ته جدي پاملرنه ونه کړو، راتلونکي نسلونه به له سختو ستونزو سره مخ شي. د اوبو کمښت د خوړو تولید کموي، د خلکو روغتیا زیانمنوي، اقتصادي ستونزې زیاتوي او حتی د هېوادونو ترمنځ د شخړو لامل هم کېدای شي. له همدې امله هر انسان باید د اوبو هر څاڅکی د یوه قیمتي امانت په توګه وګڼي.
نو په پای کې ویلای شو چې، اوبه د ژوند، پرمختګ او سوکالۍ بنسټ دی. د اوبو سپما یوازې د حکومت یا یوې ادارې دنده او مسئولیت نه دی، بلکې دا د ټولنې د هر وګړي ګډ مسئولیت دی. که هر انسان د اوبو په سپما کې پاملرنه وکړي، د اوبو سرچینې به خوندي، چاپېریال به پاک پاتې شي، کرنه به وده وکړي، اقتصاد به پیاوړی شي او راتلونکي نسلونه به هم له دې ستر الهي نعمت څخه برخمن وي. نو راځئ چې د اوبو هر څاڅکی ارزښتمنیو قیمتي امانت وبولو، له بېځایه مصرف څخه یې ډډه او د ساتنې او سپما لپاره یې په ګډه هڅه وکړو، ځکه د اوبو ساتنه د ژوند ساتنه ده.
اوبه د ژوند سرچینه او هر څاڅکی یې یو قیمتي امانت دی


