د سړک جوړونې نوې پروژې؛ اړتیا، ګټې او د ښاریانو مسئولیت
سړکونه د هر ښار د پرمختګ او اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ګڼل کېږي. د سړکونو یوه منظمه او معیاري شبکه، نه یوازې د خلکو تګ راتګ آسانه کوي، بلکې د سوداګرۍ، پانګونې، ټولنیز پرمختګ او ښاري نظم په برخه کې هم مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ په تېرو شاخوا دوو اونیو کې د ښاري پراختیا، د ترافیکي ستونزو د کمښت او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د لسګونو نویو پروژو چارې پیل کړې دي چې، د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې، د قرغې د ده عربانو، د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې ترمنځ او د څوارلسمې ناحیې اړوند د پشه يي درې د سړک د چارو پیلول یې د یادونې وړ دي.
د کابل ښار نفوس په چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې دی، د وسایطو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی او پخواني سړکونه د اوسني ترافیکي حجم وړتیا نه لري، له همدې امله د نویو سړکونو جوړولو او د پخوانیو سړکونو پراختیا ته اړتیا لېدل کېږي.
کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په پام کې نیولو سره هڅه کوي څو هر کال د اړتیا له مخې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې نوې پروژې پلان او پلې کړي.
وړاندوینه دا ده چې، د نویو سړکونو په جوړېدو او پراختیا سره به له یوې خوا په کابل ښار کې ترانسپورتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شي او بله خوا به د ښار په یو شمېر سیمو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه د پام وړ کمښت ومومي.
له دې سره سره چې، کابل ښاروالۍ خپل پلانونه په منظمه توګه پلي کوي، خو د سړک جوړونې د پروژو په پلي کولو کې د ښاریانو رول هم خورا مهم دی. ښاریان باید د پروژو د پلي کېدو پرمهال د ودانیزو توکو او عامه شتمنیو ساتنه وکړي، د سړک جوړونې پروژو پرمهال خنډونه رامنځته نه کړي، ترافیکي اصولو ته درناوی وکړي او په ټوله کې د یوه ښه ښاري رول اداء کړي. دا چې ډیری ټولګټې پروژې وخت ته اړتیا لري، ښاریانو ته په کار ده چې، له زغم او حوصلې کار واخلي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ټول کارکوونکي شپه او ورځ هڅه کوي څو ښاریانو ته معیاري خدمتونه وړاندې او د دوی د سوکالۍ او هوساینې په برخه کې اغیزمنې کړنې ترسره کړي. خو د ښار پرمختګ او پراختیا یوازې د حکومت په هڅو نه، بلکې د دولت او خلکو په ګډې همکارۍ او متقابل مسئولیت ترسره کېدای شي. که ښاریان او اړوند ادارې په ګډه کار وکړي، کابل به په نږدې راتلونکې کې په یوه منظم، ښکلی او پرمختللی ښار بدل شي.
سرلیکنه


