الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پجک پله څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک کانکرېټ چارې روانې دي

2 سنبله 1405


د کابل ښاروالۍ له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان سیمې له پجک پله څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د ۳۱۲۸ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په سور سره د سړک کانکرېټ چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو په ترانسپورتي بهیر کې به مثبت بدلون را منځته شي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د ټولګټو او زېربنايي پروژو په پلي کولو سره غواړي ښاریانو ته مناسبې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو او د ۸ مترو په اوږدوالي او ۸۰ سانتي په سور سره د څلورو پُل ګوټو جوړول هم شامل دي.