الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د یوه فاسد شوي څاروي پیژندنه او له منځه وړل


د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسئولینو د څلورمې امنیتي حوزې په مرسته، د یادې ناحیې اړوند سیمو کې یو فاسد شوی څاروی تر پېژندلو وروسته په خوندي ډول له منځه یووړ.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل‌کریم احمد په دې اړه وویل: د لومړنیو معلوماتو له مخې، د یاد څاروي غوښه خرابه او د خوړو لپاره د استفادې وړ نه وه.
نوموړي زیاته کړه، سرغړوونکي غوښتل د یوې قصابۍ له لارې د دغه څاروي غوښه وپلوري، چې له دې اقدام څخه یې مخنیوی وشو.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ټینګار وکړ چې، سرغړونکی به ترپېژندې وروسته تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي، څو د ورته پېښو له تکرار او د ښاریانو د روغتیا له ګواښ سره د مخ کېدو مخنیوی وشي.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ او اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې له وړاندې خبر ورکړی چې، قصابان، د هوټلونو فعالیت کوونکي، دولتي ادارې او ټول ښاریان مکلف دي چې، د خپلې اړتیا وړ غوښه له معیاري مسلخونو څخه ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، یاده کمېټه د قصابانو او بېلابېلو اصنافو فعالیتونه په دوامداره توګه څاري، څو له سرغړونو مخنیوی وشي او د ښاریانو روغتیا خوندي پاتې شي.
دغه راز مسئولینو له کابل ښاریانو، امارتي ادارو او خصوصي شرکتونو هم غوښتنه وکړه چې، د خپلې اړتیا وړ غوښه له معیاري مسلخونو څخه ترلاسه کړي او له نامطمئنو او غیرصحي سرچینو څخه د غوښې له پېرلو ډډه وکړي.