
✍️ عصمت الله «شګیوال»
اقتصادي وده د هر هېواد د پرمختګ او هوساینې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، ځکه د خلکو د ژوند کیفیت، د کار موندنې فرصتونه، د تولید کچه او ملي عواید تر ډېره د اقتصاد له وضعیت سره تړاو لري. افغانستان هم په وروستیو څو کلونو کې له ګڼو اقتصادي بدلونونو او ستونزو سره مخ شوی، خو له دې سره سره په ځینو مهمو اقتصادي برخو کې د پرمختګ نښې هم لیدل شوې دي. د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، ودانیزو چارو او خدمتونو په برخو کې نسبي وده د دې لامل شوې چې، اقتصادي فعالیتونه ورو ورو بېرته فعال او د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هیلې زیاتې شي.
که څه هم چې ګڼې ننګونې پر خپل ځای پاتې دي، خو د اقتصاد د ثبات لپاره ځینې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
د نړیوال بانک د راپورونو له مخې، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې د ودې یو نسبتاً مثبت بهیر تجربه کړ. د اقتصادي فعالیتونو د ښه کېدو، د کرنیز تولید د زیاتوالي، د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو عوایدو د لوړوالي له امله د هېواد اقتصاد شاوخوا ۲.۵ سلنه وده وکړه. همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال لپاره د اقتصادي ودې اټکل تر ۴.۳ سلنې پورې شوی، چې دا د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د ځینو تولیدي سکټورونو د ښه کېدو څرګندونه کوي. که څه هم دا وده د هېواد د اړتیاوو په پرتله محدوده ده، خو د اقتصادي ثبات او بیا رغېدو لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېږي.
کرنه د افغانستان د اقتصاد اساسي برخه ده او د هېواد د ډېری خلکو عوایدي سرچینه بلل کېږي. په وروستیو کلونو کې د مناسب اقلیم، د اوبو لګولو د ځینو پروژو او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا له امله د غنمو، مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو تولید زیات شوی دی. د دې تولید زیاتوالي نه یوازې د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې مرسته کړې، بلکې د کلیوالي سیمو د خلکو اقتصادي وضعیت یې هم تر یوه بریده ښه کړی دی.
سربېره پر دې، د کانونو، ودانیزو چارو او خدمتونو په برخو کې هم د پرمختګ نښې لیدل کېږي. د کانونو د استخراج د پروژو پراختیا، د سړکونو او نورو زیربناوو جوړول، د سوداګریزو فعالیتونو پراخېدل او د کورنیو عوایدو زیاتوالی، هغه لاملونه دي چې د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې یې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه، د خصوصي سکټور محدود خو دوامداره فعالیت هم د اقتصادي ودې په بهیر کې خپل اغېز ښودلی دی.
همدارنګه، د نفوس چټکه وده، د بېرته راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د هېواد پر اقتصادي وضعیت اضافي فشارونه واردوي.
له شته ننګونو سره سره، افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د پام وړ ظرفیتونه هم لري.
پراخې طبیعي سرچینې، ځوان کاري ځواک، مناسب جغرافیایي موقعیت او د سیمه ییزې سوداګرۍ فرصتونه د هېواد مهمې اقتصادي پانګې ګڼل کېږي. که په کرنه، کانونو، انرژۍ، صنعت او زیربناوو کې پانګونه زیاته او د خصوصي سکټور د فعالیت لپاره مناسب چاپېریال برابر شي، د اقتصادي ودې بهیر به لا چټک شي. همدارنګه، د قوش تیپې کانال، ټاپي، کاسا–۱۰۰۰ او نورو لویو زیربنايي پروژو بشپړېدل کولای شي د تولید، سوداګرۍ، پانګونې او کارموندنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته او د هېواد اقتصادي بنسټونه نور هم پیاوړي کړي. په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان اقتصاد، سره له دې چې له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ ؤ، د تدریجي رغېدو او نسبي ودې نښې یې څرګندې کړې دي.
د کرنې، کانونو، سوداګرۍ، ودانیزو چارو او د خدمتونو په برخو کې رامنځته شوی پرمختګ د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره یو مثبت بدلون بلل کېږي.
که د پانګونې د جذب، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د زیربناوو د پراختیا او د بشري سرچینو د پیاوړتیا لپاره عملي او دوامداره اقدامات ترسره شي، افغانستان به وکولای شي په راتلونکو کلونو کې لا پیاوړی، باثباته او دوامداره اقتصادي پرمختګ تجربه کړي.
دا پرمختګ به نه یوازې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي، بلکې د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه والي، د بېوزلۍ په کمښت او د ټولنې په هوساینې کې به هم مهمه ونډه ولري.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


