الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې له بازارونوڅخه ۳ ټنه تېر وخته توکي او ۴۱۰ لوډسپیکرونه راټول شول


د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د غږیزې ککړتیا د کمښت په موخه، د څارنیزو برنامو په لړ کې، د پنځلسمې ناحیې مسئولینو د دې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې په لړ کې، ۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ۴۱۰ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د پنځلسمې ناحیې رئیس مفتي روح‌الله عثماني په دې تړاو وویل: د خوراکي اوغیر خوراکي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول لړۍ د دې ناحیې د چاپېریالي روغتیا د څانګې لهخوا په دوامداره توګه روانه ده.
نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د خوراکي او غیرخوراکي توکو د پېرلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د پنځلسمې ناحیې رئیس همداراز ټینګار وکړ چې، د چاپېریالي روغتیا ساتنه، د ښاریانو روغتیا ته پاملرنه او د چاپېریال ساتنه د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې څارنیزې برنامې دوم ولري.