
✍️ زیدالله ناصري
په هره ټولنه کې د پرمختګ، ثبات او هوساینې بنسټ یوازې په لویو پروژو، لوړو ودانیو، پراخو سړکونو او اقتصادي امکاناتو نه اېښودل کېږي، بلکې تر ټولو مهم بنسټ یې صداقت، رښتینولي، امانتداري او د مسئولیت په احساس سره د چارو ترسره کول دي. که یو انسان خپل کار په صداقت ترسره کړي، که یو کارکوونکی خپلې دندې ته د مسئولیت له مخې وګوري، که یو مدیر د شخصي ګټو پر ځای عامه ګټو ته لومړیتوب ورکړي او که یو مسئول خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي، نو د ټولنې د پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.
صداقت یوازې دا نه دی چې، انسان دروغ ونه وایي، صداقت یو پراخ مفهوم دی چې په نیت، وینا، عمل، معامله، دندې، ژمنې او مسئولیت کې رښتینولي رانغاړي. هغه څوک چې د خلکو پر وړاندې یوه خبره کوي او په عمل کې بله لار غوره کوي، په حقیقت کې د اعتماد بنسټ کمزوری کوي. خو برعکس، هغه څوک چې خپله خبره عملي کوي، خپل مسئولیت په سمه توګه ادا کوي او حتی په ستونزمنو شرایطو کې له حق او حقیقت څخه نه اوړي، د خلکو باور ترلاسه کوي او د سالمې ټولنې په جوړولو کې رغنده رول لوبوي.
د انسان ریښتینولي هغه وخت څرګندېږي چې، څوک یې نه څاري. که یو څوک په پټه هم خپل کار په سمه توګه ترسره کوي، د بیت المال، ادارې، شرکت، ښوونځي یا بل چا له مال او امکاناتو څخه ناوړه ګټه نه اخلي او د خپل مسئولیت په وړاندې بې پروايي نه کوي، دا د هغه د صداقت څرګندونه ده.
ځینې کسان فکر کوي چې، د چارو په ترسره کولو کې لږه بې پروایي، د وخت ضایع کول، د مسئولیت له منلو تېښته او یا د خلکو د حقونو له پامه غورځول ډېر مهم نه دي، خو په حقیقت کې د ټولنې لویې ستونزې له همدې کوچنیو بې باوریو او بې مسئولیتیو څخه پیلېږي. کله چې یو کارکوونکی خپل اته ساعته کار په رښتینولۍ نه ترسره کوي، یو مسئول د خلکو ستونزې جدي نه نیسي، یو سوداګر په معامله کې انصاف نه کوي او یو مسلکي کس خپل کار په نیمګړتیا ترسره کوي، نو د دې هرې کړنې اغېز یوازې پر یوه شخص نه پاتې کېږي، بلکې د وخت په تېرېدو سره د ټولنې پر اقتصادي، اداري او اخلاقي وضعیت هم اغېز کوي.
له همدې امله صداقت باید د شخصیت یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځي، نه دا چې یوازې د اړتیا یا ګټې پر مهال ترې کار واخیستل شي.
د هرې ادارې، موسسې او ټولنې د پرمختګ کچه تر ډېره د کار د کیفیت له مخې څرګندېږي. کیفیت هغه وخت رامنځته کېږي چې، انسان خپل کار یوازې د معاش، مقام یا د نورو د ستاینې لپاره ترسره نه کړي، بلکې د خپل مسئولیت د ادا کولو لپاره یې ترسره کړي.
که یو ښوونکی خپل تدریس په صداقت ترسره کړي، زده کوونکي به ښه وروزل شي، که یو ډاکټر خپل مسلکي مسئولیت په امانتدارۍ ترسره کړي، د ناروغانو د باور فضأ به پیاوړې شي، که یو انجنیر په خپل کار کې معیارونه په پام کې ونیسي، د یوې پروژې د بریالیتوب او دوام امکانات به زیات شي، که یو ژورنالېست د خبر په خپرولو کې حقیقت او مسلکي اصول مراعات کړي، د خلکو باور به ترلاسه کړي او که چېرې که یو دولتي کارکوونکی د خلکو چارې له تبعیض، واسطې او شخصي غوښتنو پرته ترسره کړي، د ادارې اعتبار به نورهم لوړ شي.
له دې څخه څرګندېږي چې، صداقت د کار کیفیت ته مستقیمه لار پرانیزي. رښتینی کارکوونکی هڅه کوي چې، د خپلې دندې پایله یې داسې وي، چې په راتلونکي کې پرې ویاړ وکړای شي. د انسان، ادارې او ټولنې لپاره تر ټولو ارزښتناکه پانګه باور دی. پیسې، ودانۍ او نور مادي امکانات بېرته ترلاسه کېدای شي، خو که چېرې د یوه انسان باور له منځه ولاړ شي، بېرته ترلاسه کول یې ډېر وخت او هڅې غواړي. کله چې خلک وویني یو مسئول خپلې ژمنې عملي کوي، یو سوداګر په معامله کې انصاف کوي، یو کارکوونکی خپل مسئولیت پر وخت ترسره کوي او یو مشر د خپلو خبرو او کړنو ترمنځ واټن نه لري، نو په طبیعي ډول باور رامنځته کېږي او باوربیا د همکارۍ لامل ګرځي. خلک له باوري ادارو سره مرسته کوي، له باوري سوداګرو سره معامله کوي، باوري مسئولینو ته خپل مشکلات بیانوي او د ګډو موخو لپاره یو له بل سره اوږه په اوږه درېږي او کارکوي.
برعکس، دروغ، تېر ایستل، په ژمنو نه عمل کول او له مسئولیت څخه تېښته، د انسان د بې باورۍ لامل کېږي. کله چې په یوه ټولنه کې بې باوري زیاته شي، هر څوک هڅه کوي یوازې خپلې ګټې خوندي کړي، چې دلته بیا د ټولنې ګډې ګټې کمزورې کېږي.
دغه راز په صداقت سره د چارو ترسره کول، د فساد مخنیوی هم کوي. فساد یوازې د لویو مالي درغلیو نوم نه دی، بلکې هر هغه عمل چې، د شخصي ګټې لپاره د قانون، امانت، مسئولیت یا د بل چا حق تر پښو لاندې کړي، د فساد له پراخ مفهوم سره تړاو لري.
صداقت د فساد پر وړاندې یو له تر ټولو پیاوړو اخلاقي خنډونو څخه دی. هغه څوک چې ځان د خلکو، ادارې او ټولنې پر وړاندې مسئول ګڼي، هڅه کوي له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي، ځکه مقام امتیاز نه، بلکې یو امانت دی.
که په یوه اداره کې هر کارکوونکی خپل مسئولیت امانت وبولي، د سندونو په برابرولو کې دروغ ونه وایي، د خلکو له حقونو سره لوبې ونه کړي، واسطه او شخصي اړیکې د قانون ځایناستې نه کړي او د عامه امکاناتو ساتنه وکړي، نو د فساد د پراخېدو زمینه به په څرګند ډول کمه شي. له همدې امله د فساد پر وړاندې مبارزه یوازې د قوانینو په جوړولو نه بشپړېږي، بلکې د افرادو د اخلاقي مسئولیت، صداقت او ریښتینولۍ پیاوړتیا هم ورته اړینه ده.
ژمنه هغه وخت ارزښت لري چې عمل ورپسې وي
په ټولنیز ژوند کې د ژمنو اهمیت هغه وخت ثابتېږي چې، له عمل سره مل وي. انسان کولای شي ډېرې ښې خبرې وکړي، لویې ژمنې وکړي او د خلکو د تمې مطابق ویناوې وړاندې کړي، خو په پای کې د انسان ارزښت د هغه د عمل له مخې سنجول کېږي.
د (کار کوم) او (کار مې وکړ) ترمنځ لوی توپیر شته د مسئولیت منل یوازې د ژبې خبره نه ده، بلکې د مسئولیت پایله باید په عمل کې ولیدل شي.
که یو مسئول د یوې ستونزې د حل ژمنه کوي، باید د حل لپاره یې عملي ګامونه واخلي.
که یو کارکوونکی د یوې دندې د ترسره کولو مسئولیت اخلي، باید هغه پر ټاکلي وخت او د ټاکلي معیار له مخې ترسره کړي. که یو مشر د اصلاحاتو خبره کوي، باید د اصلاح لپاره یې عملي اقدامات ترسره کړي.
کله چې د خبرو او عمل ترمنځ توازن برابر وي، صداقت رامنځته کېږي او کله چې د خبرو او عمل ترمنځ لوی واټن شتون ولري، باور کمزورې کېږي.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


