الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل؛ د نویو لارو او ښاري بدلون پر لور


«لنډ واټنونه، آسانه ژوند»
✍️ عادل «عزیزي»
د کابل ښار هره ورځ ، د ښار په سړکونو کې د زرګونو موټرو، پلیو کسانو، زده‌کوونکو او کارکوونکو په تګ راتګ پیلېږي. له سهار څخه تر ماښامه، د ښار له یوې سیمې څخه بلې ته د خلکو د تګ راتګ اړتیا مخ په زیاتېدو ده.
دا ښار چې، نفوس، پراختیا او د موټرو شمېر یې د ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي، په داسې وضعیت کې سړک یوازې د موټرو د تګ راتګ لپاره یوه لاره نه ده، بلکې د ښار د اقتصادي، ټولنیز او ښاري ژوند له مهمو بنسټونو څخه هم ګڼل کېږي.
د سړکونو پراختیا کولی شي د ښار د بېلابېلو سیمو ترمنځ واټن او د خلکو د تګ راتګ وخت راکم کړي او هغو سیمو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، کوم چې پخوا ورسره اړیکې محدودې وې.
همدې اړتیا ته په کتو، په وروستیو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د سړک جوړونې او پراختیا پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې ترسره شوې دي. د تېرو شاوخوا پنځو کلونو په ترڅ کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر مهم سړکونه جوړ شوي چې، د ښار د نښلوونکې شبکې په پراختیا کې یې مهم رول اداء کړی دی. دغه سړکونه د خلکو د ورځني تګ راتګ د آسانتیا ترڅنګ، د ښار په بڼه کې هم د مثبت بدلون د رامنځته کېدو لامل شوي دي.
د یوه سړک ارزښت یوازې د هغه په اوږدوالي او سور نه ارزول کېږي، بلکې د یوه سړک اصلي ارزښت هغه مهال څرګندېږي چې، د خلکو په ورځني ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
که یوه نوې لار د یوه اوسېدونکي د سفر وخت کم کړي، د موټرچلوونکي لپاره مناسب مسیر چمتو کړي، پلیو کسانو ته د تګ زمینه آسانه او د دوو سیمو ترمنځ اړیکې پیاوړی کړي، نو د هغې ارزښت له څو کیلومترو قیر څخه ډېر دی.
د کابل په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې پروژې هم د همدغو اړتیاوو پر بنسټ د ښار د نښلوونکې شبکې د پیاوړتیا یوه برخه بلل کېږي.
پدې لیکنه کې د کابل ښار په یو شمېر مهمو سړکونو په لاندې توګه رڼا اچوو.
د شېرپور سړک؛ یوه لنډه لار، خو مهم بدلون
د کابل ښار له نویو جوړو شویو سړکونو څخه د شیرپور سړک د سیمې د تګ راتګ لپاره له مهمو سړکونو څخه دی.
د افغانستان اسلامي امارت د بریا په لومړیو میاشتو کې د دې سړک د جوړولو چارې ترسره شوې او وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. هغه سړک چې، مخکنۍ اداره یې د زورواکۍ له امله د جوړولو په برخه کې عاجزه وه.
دغه سړک د شېرپور له دویم سړک څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې ۶۴۶ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. که څه هم د دې سړک اوږدوالی د کابل له ځینو نورو لویو سړکونو سره د پرتله کولو وړ نه دی، خو د سیمې لپاره یې اهمیت د پام وړ دی. ځکه چې د ښار په ګڼو سیمو کې کله ناکله همداسې لنډې نښلوونکې لارې د خلکو د سفر په وخت کې د پام وړ سپما رامنځته کوي.
غازي خان د شېر پور سیمې یو اوسېدونکی دی، هغه وايي: «پخوا به د دې سیمې خلک د شهرنو پر لور د تګ لپاره اړ وو، چې له نسبتاً اوږدو لارو ګټه پورته کړي، خو اوس دا لار زموږ لپاره د تګ راتګ وخت کموي». د نوموړي په وینا، د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې په عمومي وضعیت کې هم مثبت بدلون رامنځته شوی دی.
په یاد سړک له تېرېدونکي یوه ټکسي چلوونکي فرید څخه مو د دې سړک د اهمیت په اړه وپوښتل، هغه وویل: «د دې سړک اوږدوالی شاید ډېر نه وي، خو د هغو کسانو لپاره چې هره ورځ له دې لارې تېرېږي، د څو دقیقو وخت سپما هم مهمه ده. کله چې په یوه ورځ کې څو ځله تګ راتګ کوئ، دا وخت بیا ډېرېږي».
د پُل تخنیک غره د لمنې سړک؛ د ښار او طبیعت ترمنځ نوې لار
د کابل د سړکونو د پراختیا پروژې یوازې د ښار په ګڼ مېشتو او مرکزي سیمو پورې نه دي محدودې شوې، بلکې د ښار له طبیعي او غرنیزو سیمو سره د اړیکو په موخه، هم نوې لارې جوړې شوې دي.
له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د پُل تخنیک غره د لمنې سړک له همدې پروژو څخه دی. دغه سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. سړک د غره له لمنې تېرېږي او د کابل له دوو مهمو سیمو سره ارتباط رامنځته کوي.
د دې سړک د جوړېدو له امله د موټرچلوونکو لپاره د تګ راتګ زمینه آسانه شوې او د سیمې طبیعي منظرې ته یې هم ځانګړې بڼه او ښکلا ورکړې ده.
له دې لارې نه یوازې د سیمې اوسېدونکي، بلکې هغه کسان هم ګټه پورته کوي چې، د ښار له ګڼې ګوڼې څخه د وتلو او د کابل طبیعي سیمو ته د تګ نیت لري. رحمت الله چې د سیمې اوسېدونکی دی وايي: «پخوا د غره د لمنې دا برخه دومره منظمه نه وه او تګ راتګ هم آسانه نه و، خو اوس د سړک له جوړېدو سره سیمه هم ښه شوې او خلک په آسانه توګه تګ راتګ کولی شي».
جاوید هغه ټکسي چلوونکی چې، یوه کورنۍ یې د پُل تخنیک غره تر لمنې رسولې وايي: «دا سړک د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د تګ راتګ لپاره ښه انتخاب دی، په ځانګړي ډول هغه وخت چې خلک غواړي له مرکـزي ګڼې ګوڼې څخه ځانونه یوې نسبتاً آرامې سیمې ته ورسوي».
د ذاکرین ښارګوټي سړک؛ نږدې اته کیلومتره مهم نښلوونکی سړک د کابل د شمالي برخو د نښلولو لپاره له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې غځېدلی سړک د ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه ګڼل کېږي.
دغه سړک د کابل ښار په شمالي برخه کې له ذاکرین ښارګوټي څخه، چې د اوولسمې او پنځمې ناحیې اړوند دی، د ۷۶۴۵ مترو په وږدوالي او ۳۰ متره سور سره د قمبر څلورلارې په سیمه کې تر قرغې سړک پورې غځېدلی دی.
نږدې اته کیلومتره اوږده دغه لار د ښار د شمالي سیمو لپاره مهم ارتباطي مسیر جوړوي او د ښار له نورو برخو سره د دغو سیمو د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.
غلام نبي، چې د ذاکرین ښارګوټي اوسېدونکی دی وايي: «موږ د دې سړک د جوړېدو لپاره ډېر انتظار ایستلی وو، اوس موږ کولای شو په آسانه د خیرخانې کوتل سړک او د ښار د نورو مرکزي سړکونو پر ځای له دې لارې ګټه واخلو او په کمه موده کې د کابل لوېدیځ ته ځان ورسوو».
هغه زیاتوي چې، د دې سړک جوړېدل یوازې د موټرچلوونکو لپاره آسانتیا نه ده، بلکې د سیمې د اوسېدونکو پر ورځني ژوند هم اغېز لري.
سلیم چې، یو موټرچلوونکی دی وايي: «کله چې سړک پراخ او مناسب وي، د سفر وخت کمېږي او د موټرو حرکت هم ښه تنظیمېږي. د داسې سړکونو جوړېدل د ښار د پراختیا لپاره مهم دي.»
د ښاري پروژو د اغېز تر ټولو مهمه ارزونه د هغو خلکو له نظره کېږي چې، هره ورځ ترې ګټه اخلي.
د سړکونو جوړېدل هغه مهال خپلې اصلي موخې ته رسېږي چې، خلک وکولای شي په لږ وخت، مناسب سړک او له کمو ستونزو سره خپل مقصد ته ورسېږي.
په کابل کې د نویو سړکونو د جوړېدو په اړه د خلکو نظرونه هم تر ډېره د وخت سپما، د تګ راتګ آسانتیا او د سیمو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا راڅرخي.
کابل د جغرافیایي پراختیا ترڅنګ، د نفوس او ښاري فعالیتونو له پلوه هم د پراختیا په حال کې دی. که د ښار په یوه برخه کې د استوګنې سیمې پراخېږي، په بله برخه کې یې سوداګریز فعالیتونه ډېرېږي او په ځینو سیمو کې نوې ودانۍ او خدماتي مرکزونه رامنځته کېږي. له همدې امله د سړکونو پراختیا د ښار د اوسنیو اړتیاوو ترڅنګ، د راتلونکو کلونو لپاره هم اهمیت لري.
نوي سړکونه کولی شي د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ د نښلېدو واټن کم کړي او د هغو سیمو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي، کوم چې پخوا یې له مرکزي برخو سره مستقیمه اړیکه نه درلوده.
له همدې امله، د سړک جوړونې هره پروژه یوازې د څو مترو یا کیلومترو د لارې جوړول نه دي، بلکې د ښار د راتلونکي جوړښت یوه برخه هم ده.
د کابل په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي سړکونه د ښار د هغه بدلون یوه برخه ده چې، موخه یې د خلکو لپاره د آسانه، منظم او مناسب تګ راتګ زمینې برابرول دي.
ښار یوازې په لوړو ودانیو، بازارونو او استوګنیزو سیمو نه جوړېږي، ښار هغه وخت وده کوي چې د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې او لارې یې لنډې وي.
په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو روانې او بشپړې شوې پروژې د همدې ښاري بدلون یوه برخه ده. هغه بدلون چې اغېز یې یوازې د سړک تر غاړې نه محدودېږي، بلکې د خلکو په ورځني ژوند، د سفر په وخت، د سیمو په نښلېدو او د ښار په راتلونکې کې هم څرګندېږي.
«لنډ واټنونه، آسانه ژوند»؛ دا یوازې یوه جمله نه ده، بلکې د ښاري سړکونو د جوړولو له مهمو موخو څخه یوه ده.
کابل د نویو لارو، پراخو سړکونو او د ښار د بېلابېلو سیمو د نښلولو له لارې د یوې پراخېدونکې او بدلېدونکې ښاري څېرې پر لور روان دی، داسې څېره چې، په هغې کې سړکونه یوازې د تګ راتګ لارې نه، بلکې د ښار د ژوند او د راتلونکي پرمختګ مهمې وسیلې دي.

پامیر؛ هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل