الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

افعانستان د اشغالگرو د خوبونو پای


محمداسماعیل «شاهین»
افغانستان هغه هېواد دی چې، د تاریخ په اوږدو او په ځانګړې توګه دغه یوه پېړۍ کې یې د نړۍ د سترو قدرتونو غوښتنې، سیاسي محاسبې او پوځي خوبونه په خپلو غرونو، دښتو، کلیو او ښارونو کې ښخ کړي دي. دا هغه هېواد دی چې، پر خاوره یې د امپراتوریو د لښکرو قدمونه اېښودل شوي، د زبرځواکونو بیرغونه رپېدلي او د نیولو نعرې پورته شوې دي، خو د وخت په تېرېدو هماغه بیرغونه پر ځمکه پرې وتي، هماغه لښکرې یا د خاور خوراک شوي او یا ګوډ او مات په تيښته بریالي شوې او د هماغه اشغالګرو او مغرور زبر ځواکونو څخه د وتلو لارې ورکې شوې دي.
د دې خاورې اوسېدونکي کلک عقیدوي او ویښ وجدان لرونکي مسلمانان او د خپلواکۍ پر اهمیت پوه او ولاړ ولسونه دي.
له دې سربېره، د دغه جغرافیې جګړه مار غرونه، ژورې درې، هغه معادله ده چې، د نړۍ د هر زبرځواک لپاره یې د افغانستان جګړه، له ساده پوځي عملیاتو څخه په اوږده، خونړۍ او ستړې کوونکې مقابله بدله کړې ده.
دلته د اشغالګر لپاره جګړه یوازې د څو ښارونو، څو لارو او څو پوځي اډو د نیولو نوم نه دی، دلته جګړه د یو هېواد د خاورې نیولو او د یوه ولس د ارادې ترمنځ مقابله ده.
اشغالګر د ټانکونو، الوتکو، توغندیو او پرمختللو وسلو له شور سره راځي، خو د دې خاورې بچیان د غرونو له چوپتیا، د کلیو له تنګو لارو او د خلکو له منځه را ولاړېږي، چې خپله خاوره د بل چا د نقشې یوه کرښه نه، بلکې خپل عزت، خپل هویت او خپل تاریخ ګڼي.
د افغانستان غرونه د تاریخ خاموش شاهدان نه دي، دوی د امپراتوریو د ماتې اوږده کیسه په خپلو لمنو کې ساتي. هره دره یوه خاطره لري، هره لاره د یوې جګړې نښه لري او هر نسل د خپل وخت له یوه ستر قدرت سره د مقابلې داستان له ځان سره وړي. دلته ډېر ځله داسې پوځونه راغلي چې، د نړۍ په نورو برخو کې یې د ماتې نوم نه پېژانده،خو کله چې د افغانستان له عقیدوي او زړه ورو بچیانو سره مخ شول، د هغوی د ځواک اندازه د افغانانو د جهاد په لومو کې ولویږي او همدلته یې زوال او تباهي پیل شي.
افغانستان د هغو قدرتونو لپاره چې، د زور له لارې یې د دې خاورې د برخلیک د بدلولو خوب لیدلی، یوازې د جګړې ډګر نه دی پاتې شوی، بلکې د محاسبې د ماتېدو ډګر ګرځېدلی دی. هغه خوبونه چې د نقشو پر سر په قلمونو رسم شوي، د دې هېواد په خاوره کې له داسې واقعیت سره مخ شوي چې پایله یې د دوی د غوښتنې خلاف وې.
هغه ستراتیژي چې د لویو پوځي مرکزونو په میزونو جوړې شوې، د افغانستان په درو او غرونو کې له داسې عقیدوي غازیانو سره مخ شوي چې، د وخت په تېرېدو یې د جګړې لاره ترې ورکه کړې ده، ځکه دا غازیان د دوی په مرمیو کې خپل ژوند او بریا ویني.
له همدې امله افغانستان ته د تاریخ په ستر کتاب کې یوازې د جګړو د ډګر په سترګه نه شي کتل کېدای، دا د امپراتوریو د غرور، د اشغالګرو د غلطې محاسبې او د یوه ولس د نه تسلیمېدو د آزماېښت ډګر هم دی.
دلته د زبر ځواک په نوم راغلو لښکرو د وتلو پر مهال د خپلو قدمونو نښې پرې ایښې دي، خو د دې خاورې خلک لا هم پر هماغو غرونو ولاړ دي.
همدارنګه د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې درې لویې جګړې د دې خبرې څرګندې بېلګې دي: برتانوي امپراتوري، تزاري روسیه او آخر کې د امریکا په مشري ناټو هېوادونو شرمېدلې ماتې.
دلته به یوازې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د راتګ د سر ټیټې تېښتې لږ یادونه وکړو: امریکایي اشغالګرو ځواکونو د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر میاشتې له بریدونو وروسته، د افغانستان پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.
هوایي بریدونه خپله امریکا کول خو د ځمکې له لارې افغان اجیر جنګیالي ورسره یو ځای شول او همدې جکړې پوره شل کلونه دوام وکړ او د همدې اشغال په دوران کې امریکا د ناټو له متحدینو سره په افغانستان کې پراخ پوځي، استخباراتي او مالي امکانات وکارول.
پوځي اډې جوړې شوې، لسګونه زره بهرني عسکر ځای پر ځای شول او د افغانستان د نوې امنیتي او طاغوتي ادارې د جوړولو لپاره میلیاردونه ډالر ولګول شول. خو بیا هم د ستر ذات(ج) په فضل او د مجاهدینو د قربانیو په برکت، خپلې موخې ته په رسېدو کې د خپلو اجیرو جنګیالیو سره یو ځای ناامېده شول. د ۲۰۲۱ م کال د اګست میاشتې ۳۱مه، د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د دې اوږدې جګړې د پای او ماتې یوه تاریخي شپه شوه. د کابل پر نړیوال هوايي ډګر وروستۍ امریکایي C-17 الوتکه پورته شوه.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د رسمي اعلامیې له مخې، وروستۍ الوتکه د کابل پر وخت د اګست په ۳۱مه شپه ووتله.
د دې الوتکې په دروازه کې د امریکایي اشغالګرو وروستی عسکر کریسټوفر ډوناهو ښکاره شو او د افغانستان په خاوره کې د امریکا د وروستي عسکر په توګه ثبت شو.
د امریکا د پوځ رسمي سرچینه هم نوموړی د وروستي امریکایي پوځي په توګه معرفي کوي او هغه شپه د امریکا د شلو کلونو پوځي حضور پای اعلان شو.
د افغانستان تاریخ یوازې د جګړو تاریخ نه دی، دا د هغو قدرتونو د محاسبې تاریخ هم دی چې، افغانستان ته له خپلو ستراتیژیکو موخو سره ننوتلي دي، خو د کلونو کلونو وحشت او بربریت وروسته ناکام، سرټیټي او ذلیله بیرته تښتیدلي دي. افغانستان ته راتلل او اشغال یې آسان دی، خو ساتل او طاغوتي نظامونه پکې جوړول ناممکن دي!