الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له شخصي ملکیت، تر ټولګټې پروژې

(د کابل د آبادۍ تر شا د استملاک کیسه)
✍️عادل «عزیزي»
په کابل ښار کې چې، هره ورځ د نوو سړکونو، پلونو او پارکونو د جوړېدو او نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو شاهدان یو، د دغو پروژو تر شا یوه مهمه او له خلکو سره نېغ په نېغه تړلې لړۍ هم روانه وي، هغه لړۍ چې د ښار د پراختیا لپاره اړینه، خو د ډېرو کورنیو لپاره له احساساتي او حقوقي پلوه له حساسو موضوعاتو ډکه ده. دا لړۍ د «استملاک» په نامه ده. هغه بهیر چې د یوې ټولګټې پروژې د پلي کېدو لپاره د خلکو شخصي ځمکه، کور یا بل ملکیت د قانون له مخې اخیستل کېږي او مالک ته یې د ټاکلو اصولو له مخې تاوان ( بدیل حقونه) ورکول کېږي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس ډاکټر عبدالمتین حنیف، استملاک یو قانوني او اداري بهیر بولي چې، د سړک، پله، پارک، روغتون او نورو بنسټیزو او ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره ترسره کېږي. د نوموړي په وینا، کله چې د یوې ټولګټې پروژې لپاره د خلکو ملکیت ته اړتیا وي، دغه ملکیت د قانون او ټاکل شویو اصولو له مخې استملاک او مالک ته یې د ارزونې پر بنسټ بدیل حقونه ورکول کېږي.
کابل ښار چې، په تېر کې ترافیکي ګڼه ګوڼه پکې ډېره، پارکونه او زرغونې سیمې پکې کمې او د اړتیا وړ ښاري خدمتونو له کمښت سره لاس او ګریوان ؤ، اوس د آبادۍ او معیاري پراختیا په برخه کې یو نوی فصل تجربه کوي. د ښاروالۍ د استملاک رئیس وايي چې، پرته له استملاک څخه هېڅ پروژه نه شي پلې کېدای او دا د پروژو د پلي کېدو لپاره تر ټولو لومړی او مهم ګام دی.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر دې دمه، شاوخوا ۶ زره کورونه او ملکیتونه د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په موخه استملاک او مالکانو ته یې د جبران خسارې په توګه تر اوسه شاوخوا پنځه نیم میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.
دا ارقام ښيي چې، استملاک یوازې د څو ملکیتونو د اخیستلو موضوع نه ده، بلکې په زرګونو کورنۍ او د هغوی د ژوند شرایط ورسره تړلي دي. د یوه کور، هټۍ یا ځمکې له لاسه ورکول د مالک لپاره یوازې د یوه مالي رقم موضوع نه وي، ځکه ډېر خلک له خپلو ملکیتونو سره د کلونو ژوند، کار، پانګونې او کورني ژوند خاطرې لري.
یو شمېر هغه ښاریان چې، ملکیتونه یې د ښاري پروژو له امله استملاک شوي، وايي چې د ښار د پراختیا اړتیا درک کوي او نه غواړي چې د عامه پروژو مخه ونیول شي.
خطاب هغه ښاري دی چې، یوه ټوټه ځمکه یې د پشه يي درې د سړک جوړولو او پراختیا پروژې لپاره استملاک شوې ده، خو وايي چې، که اړتیا وي نوره ځمکه به هم سړک ته ځانګړې کړي. د نوموړي په وینا، مخکې به یې له ښار او بازار څخه د اړتیا وړ توکي په آسونو دې سیمې ته لېږدول، خو د دې سړک په جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس په وینا، د یادې ادارې له خوا د سندونو د اداري پړاوونو په ترسره کولو کې کوم ځنډ نه رامنځته کېږي، بلکې په ډېرو مواردو کې اصلي ستونزه د مالکیت د تثبیت له بهیر سره تړاو لري. نوموړی زیاتوي چې، ځینې کسان نه شي کولای په لنډه موده کې خپل ملکیت په قانوني سندونو ثابت کړي او د مالکیت د تثبیت بهیر په ډېرو مواردو کې له نورو ادارو سره تړاو لري.
د ښاغلي حنیف په وینا، د یوې پروژې له پلي کېدو وړاندې، لومړی د پروژې په اړه خلکو ته معلومات ورکول کېږي، وروسته د استملاک کېدونکي ملکیت اندازه په ډاګه او له مالکانو یې غوښتنه کېږي چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د ملکیت د ارزښت ټاکل بیا د دې بهیر له مهمو او حساسو برخو څخه دی. د استملاک رئیس وايي چې، په دې برخه کې ځانګړې کړنلاره او اصول شتون لري چې پر بنسټ یې اړوند موارد په پام کې نیول کېږي. که یو مالک د خپل ملکیت له ټاکل شوې بیې سره موافق نه وي، کولای شي کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د هغه د ملکیت ارزښت به د سندونو له مخې بیا وارزول شي.
د کابل ښار د پلاني او غیر پلاني سیمو موضوع هم د استملاک په برخه کې مطرح کېږي. د ښاغلي حنیف په وینا، د ودانیو ارزښت په دواړو سیمو کې د کړنلارې له مخې یو ډول دی، خو د ځمکې په ارزښت کې پلاني او غیر پلاني سیمې توپیر لري.
د ښار د پراختیا اړتیا او د شخصي ملکیت د حق ترمنځ همدا توازن د استملاک بهیر له یوې عادي اداري چارې څخه په یوه مهمه حقوقي او ټولنیزه موضوع بدلوي. له یوې خوا ښار د پراختیا لپاره سړکونو، پلونو، پارکونو او نورو عامه تاسیساتو ته اړتیا لري او له بلې خوا هر هغه ملکیت چې د یوې پروژې په سیمه کې راځي، د یوه فرد یا کورنۍ شخصي شتمني ده.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي باور لري چې، د ښار د پراختیا مخه باید ونه نیول شي، ځکه د معیاري سړکونو، پراخو لارو، پارکونو او نورو عامه تاسیساتو جوړېدل د ټولو ښاریانو په ګټه دي.
د کابل ښاروالۍ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بریا وروسته تر دې دمه، شاوخوا پنځه نیم میلیارده افغانۍ د هغو ملکیتونو مالکانو ته ورکړل شوې دي، کوم چې ملکیتونه یې د ټولګټو پروژو لپاره استملاک شوي دي. د کابل ښاروالۍ په باور، د جبران خسارې ورکړه د دې بهیر مهمه برخه ده او د مالکانو د حقونو د خوندي کولو لپاره قانوني پړاونه په پام کې نیول کېږي.
د استملاک رئیس له هغو کابل ښاریانو څخه چې، ملکیتونه یې د ښاري پراختیا د پروژو په سیمه کې شاملېږي، غواړي چې، له خبرتیا وروسته ژر تر ژره کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خپلو قانوني سندونو اداري پړاوونه بشپړ کړي.
دغه راز نوموړی ټینګار کوي چې، ښاریان په دې برخه کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د ښار د پراختیا او نورو ټولګټو پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د ښار پراختیا یوازې د نویو سړکونو او ودانیو د لیدلو په معنا نه ده، بلکې دا د داسې ښار جوړول هم دي چې، د پرمختګ تر څنګ پکې د هر ښاري حق او ملکیت ته درناوی وشي. همدا توازن کولی شي د استملاک بهیر له یوې حساسې موضوع څخه د ښار د منظمې او دوامدارې پراختیا په یوې اغېزمنه وسیله بدله کړي.
کابل ښار نن ورځ د آبادۍ یو نوی فصل تجربه کوي، دلته هره پروسه او هره پروژه بې درېغه هڅو، ستړیا، دقت او شفافیت ته اړتیا لري چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه او ژمن کارکوونکي دې برخه ته د کاري لومړیتوبونو په سترګه ګوري. تاسو په تمه و اوسئ، د کابل ښار د آبادۍ فصل به همداسې پرمخ روان وي.

پامیر هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل