
✍️ عصمت الله «شګیوال»
اوسپنې پټلۍ د یوه هېواد د اقتصادي پرمختګ او له نړۍ سره د نښلېدو له مهمو لارو څخه ده. افغانستان چې د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ موقعیت لري، د اوسپنې پټلۍ له پراختیا څخه کولی شي د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اړیکو په برخه کې ډېره ګټه واخلي. پټلۍ نه یوازې د توکو د لېږد لاره ده، بلکې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم مهمه وسیله ده. د اوسپنې پټلۍ له لارې د لویو او درنو توکو لېږد په نسبتاً لږ لګښت او په منظم ډول ترسره کېږي چې، دا چاره د سوداګرو د ترانسپورت لګښتونه راکموي، د وارداتو او صادراتو بهیر آسانه او افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې، د سیمې په ترانزیټي سوداګرۍ کې فعاله ونډه واخلي.
د افغانستان د اقتصاد یوه مهمه اړتیا له سیمه ییزو بازارونو سره نږدې اقتصادي اړیکې دي. اوسپنې پټلۍ کولی شي افغانستان له منځنۍ اسیا، ایران او جنوبي اسیا سره د سوداګرۍ په برخه کې لا نږدې کړي.
د پټلۍ له لارې د زیاتو توکو لېږدول د سوداګرو لپاره وخت او لګښت دواړه کموي او د هېواد د ترانزیټي ظرفیت د لوړولو زمینه برابروي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. دغه لېږد د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف- هرات له مسیرونو څخه ترسره شوي دي. په همدې موده کې شاوخوا ۳ زره او ۷۵۱ ټنه ګاز لرونکې څښاک مواد هم صادرې شوې دي. دغه ارقام ښيي چې، اوسپنې پټلۍ د افغانستان په سوداګرۍ او ترانزیټ کې ورځ تر بلې مهم رول پیدا کوي. د لېږد زیاتوالی د دې څرګندونه کوي چې، که د پټلۍ شبکه لا پراخه او آسانتیاوې یې زیاتې شي، د هېواد د سوداګرۍ لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي.
افغانستان د کانونو او طبیعي زیرمو له پلوه بډای هېواد دی، خو د دغو سرچینو د اقتصادي ګټې اخیستنې لپاره مناسب ترانسپورتي سیستم ډېر مهم دی.
اوسپنې پټلۍ کولی شي د کانیز تولیدات له لرې پرتو سیمو څخه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته په مناسب لګښت ورسوي. د پټلۍ پراختیا به د کانونو ترڅنګ، د صنعت، لوژستیک او سوداګرۍ د ودې لپاره هم زمینه برابره کړي. کله چې د توکو د لېږدولو لاره آسانه او ارزانه وي، پانګوال هم د نویو اقتصادي فعالیتونو لپاره لا ډېر زړه ښه کوي.
د اوسپنې پټلۍ جوړول او پراختیا یوازې د ترانسپورټ ستونزه نه حل کوي، بلکې د خلکو لپاره د کار زمینه هم برابروي. د پټلۍ د جوړولو، ساتنې، لوژستیک، بار وړلو او نورو اړوندو برخو کې ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کېدای شي، چې له دې سره د سوداګرۍ پراختیا هم د خلکو د عایداتو د زیاتېدو او د اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو لامل ګرځي.
په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هېواد کې چې د کار او پانګونې نویو فرصتونو ته اړتیا لري، د پټلۍ د پراختیا اقتصادي ارزښت لا زیاتېږي.
په ټوله کې، اوسپنې پټلۍ یوازې د خلکو او توکو د لېږد وسیله نه ده، بلکې د اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال یوه مهمه لار ده.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د پټلۍ له لارې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمه اړیکه جوړه کړي. که د اوسپنې پټلۍ شبکه پراخه او له سیمه ییزو ترانزیټي دهلېزونو سره ونښلول شي، د سوداګرۍ د پراختیا، د لېږد د لګښتونو د کمېدو، د ترانزیټي عوایدو د زیاتېدو او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه به لا پیاوړې شي.
په دې توګه اوسپنې پټلۍ کولی شي د افغانستان د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په لاره کې یو مهم ګام وي.
د اوسپنې پټلۍ اقتصادي ارزښت


