الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څه باندې ۶۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یووړل شول


د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه راټول شوي ۶۳ ټڼه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول.
د مسئولینو په وینا؛ په دغو ۶۳ زره ۸۱۴ کیلو ګرامه توکو کې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې، د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست او همکارو ادارو له‌ خوا راټول شوي وو.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس، مولوي نجیب‌الله «زاهد» وویل چې، په دې توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویت، غوړي، پنېر، د لوبیا او کبانو کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پفک، نوشابې، شامپو، صابون او د مینځولو توکي شامل وو.
نوموړي زیاته کړه چې، دغه توکي د مصرف نېټې د پای ته رسېدو یا د لازم کیفیت د نشتون له امله له بازارونو څخه راټول او ګزک سیمې ته تر لېږد وروسته، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول.
د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس ټینګار وکړ چې، له بازارونوڅخه به په منظمه توګه پلټنې او څارنې روانې وي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو له پلورونکو وغوښتل چې، د تېر وخته او بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او ښاریان دې هم باید د توکو د مصرف نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي.