
✍️ عصمتالله «شګیوال»
انرژي د هر هېواد د اقتصادي فعالیتونو لپاره د وجود د وینې په څېر اهمیت لري. فابریکې، موټرونه، الوتکې، کرنیز ماشینونه او د تولید ډېری وسایل د انرژۍ له سرچینو پرته خپل فعالیت نه شي ترسره کولای. نفت او طبیعي ګاز د نړۍوالې انرژۍ له مهمو سرچینو څخه دي چې د صنعت، ترانسپورت، سوداګرۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو په پرمختګ کې ځانګړی رول لري. هغه هېوادونه چې د نفت او ګازو پراخې زیرمې لري، که له دغو سرچینو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي، کولای شي خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم ګامونه واخلي. نفت او ګاز یوازې د انرژۍ سرچینې نه دي، بلکې د اقتصاد د ګڼو برخو د خوځښت بنسټیزه وسیله هم بلل کېږي. د نفتو له پروسس څخه بېلابېل محصولات لکه پټرول، ډیزل او نور توکي ترلاسه او په ترانسپورت او صنعت کې کارول کېږي. طبیعي ګاز هم د برېښنا د تولید، صنعت او کورنیو اړتیاوو لپاره مهمه سرچینه ده. کله چې یو هېواد خپلې د طبیعي انرژۍ سرچینې په اغېزمن ډول وکاروي، د تولید کچه یې لوړېږي، سوداګریز فعالیتونه پراخېږي او د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابریږي.
تازه د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۷مه نېټه، د افغانستان د کانونو او پټرولیـم وزارت او د ســعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل (Delta International) شرکت ترمنځ د هرات د کُشک – تېرپل د نفت او ګازو حوزې د سپړنې او استخراج تړون لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به په لومړي پړاو کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالر پانګونه وشي، چې موخه یې د سیمې د نفت او ګازو د زیرمو سپړنه او د شته سرچینو تثبیت دی. دغه قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی، چې له دې جملې څخه ۸ کاله یې د سپړنې لپاره ځانګړي شوي دي. د کشک- تېرپل حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت لري او شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره پراخه سیمه رانغاړي. په دې حوزه کې اووه بلاکونه شامل دي او د پروژې په لومړي پړاو کې به د کشک په سیمه کې د ګازو پر دغو بلاکونو د سپړنې او استخراج چارې ترسره کېږي.
نفت او ګاز د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له هغو طبیعي سرچینو څخه دي چې، د غوره مدیریت او اغېزمنې ګټې اخیستنې په صورت کې کولی شي د هېواد اقتصادي وضعیت ته د پام وړ بدلون ورکړي. د دغو سرچینو استخراج او پلور له یوې خوا د دولت عواید زیاتوي او له بلې خوا د کارموندنې، صنعت، صادراتو، پانګونې او زیربناوو د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي. دولت کولی شي د نفت او ګازو له سکتور څخه د مالیاتو، جوازونو، امتیازاتو او صادراتو له لارې عواید ترلاسه کړي او دغه عواید د سړکونو، ښوونځیو، روغتونونو، برېښنا او اوبو په څېر د عامه خدمتونو او بنسټیزو پروژو په جوړولو کې ولګوي، چې ورسره جوخت به د سپړنې، استخراج، تصفیې، لېږد او پلور په برخو کې ګڼ مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي او د ترانسپورت، ودانیزو چارو، سوداګرۍ او خدمتونو په څېر نورو برخو کې هم په غیرمستقیمه توګه دندهموندنه پراخېږي، چې په پایله کې د خلکو عواید لوړ او د بېکارۍ کچه کمښت مومي.
له بلې خوا، نفت او ګاز د صنعت لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه ده او د پلاستیک، کیمیاوي توکو، سرې او نورو صنعتي توکو په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي،نو د دې سکتور پراختیا د هېواد د صنعتي تولید د پیاوړتیا لپاره هم زمینه برابروي. که افغانستان وکولای شي د خپل کورني لګښت له اړتیا څخه زیات نفت او ګاز تولید کړي، د صادراتو له لارې به بهرني اسعار ترلاسه کړي او د هېواد سوداګریز ظرفیت به نور هم لوړ شي. همدارنګه، د نفت او ګازو شته زیرمې کولی شي کورني او بهرني پانګه وال وهڅوي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي، چې ورسره جوخت به نوې ټکنالوژي، مسلکي پوهه، کاري تجربې او کاري فرصتونه هېواد ته راشي.
د دې ترڅنګ، د نفت او ګازو د استخراج او لېږد لپاره د سړکونو، پایپلاینونو، برېښنا، زېرمو او نورو اړینو تاسیساتو جوړول د زیربناوو د پراختیا لامل کېږي. له همدې امله، که د افغانستان د نفت او ګازو سرچینې په شفاف، مسئولانه او اوږدمهاله اقتصادي پلان سره مدیریت شي، نو دا سکتور کولی شي د دولت د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ، د تولید، صنعت، سوداګرۍ، پانګونې او کارموندنې د ودې او په ټوله کې د هېواد د دوامداره اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بنسټ جوړ کړي.
په ټوله کې نفت او طبیعي ګاز د اقتصادي ودې لپاره مهمې طبیعي سرچینې دي.
د دغو سرچینو اغېزمن مدیریت کولای شي د دولت عواید زیات کړي، کاري فرصتونه رامنځته، صنعت او صادرات پیاوړي، پانګونه جذب او زیربناوې پراخې کړي. خو د دې لپاره چې نفت او ګاز د دوامدارې اقتصادي ودې وسیله وګرځي، اړینه ده چې عواید یې په شفاف او اغېزمن ډول مدیریت او د اقتصاد د نورو سکتورونو د پراختیا لپاره هم وکارول شي. په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو کې د طبیعي سرچینو مسئولانه ګټه اخیستنه کولای شي د اقتصادي ځان بسیاینې او اوږدمهاله پرمختګ لپاره مهمه زمینه برابره کړي.


