الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې له بازارونو څخه ۲۴۰۰ کیلوګرامه تېر وخته توکي او ۱۹۰ لودسپیکرونه راټول شول


د دولسمې ناحیې مسؤلینو د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې پرمهال ۲۴۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکيچې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ۱۹۰ هغه لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
له ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د اړتیا وړ خوراکي او غیر خوراکي توکو د پېرلو پر مهال د هغو د پای نېټې او کیفیتته جدي پاملرنه وکړي.
همدا راز له اصنافو او پلورونکو غوښتنه کېږي چې، په سړکونو او کوڅو کې د لوډسپیکر له کارولو ډډه وکړي؛ ځکه په استوګنیزو او سوداګریزو سیمو کې د لوډسپیکر کارول، د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د مسئولینو په وینا، د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې د مسئولینو له خوا له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې روانې دي.