الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښار؛ د بدلون، پرمختګ او نوېو هیلو په لور


زیدالله «ناصري»
کابل هغه ښار چې د خپل تاریخ په اوږدو کې د ډېرو پېښو شاهد پاتې شوی دی، نن یو ځل بیا د بدلون په درشل کې دی او غواړي د پرمختللو ښارونو له کاروان سره یوځای شي. دا ښار یوازې د افغانستان پلازمېنه نه ده، بلکې د هېواد د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند زړه هم ګڼل کېږي. د کابل هره کوڅه، هره غونډۍ او هره ودانۍ د تېر وخت یوه کیسه له ځان سره لري، خو د دې تاریخي ښار په څېره کې نن د راتلونکي د جوړېدو نښې هم له ورایه ښکاري.
کابل د داسې ښار په توګه چې، له ګڼو ستونزو، ناخوالو او سختو شرایطو څخه تېر شوی، اوس هڅه کوي چې د خپلو پرهارونو پر ځای د پرمختګ نښې ولري.
د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو، هوایي پلونو، ودانیو، سوداګریزو مرکزونو، استوګنځایونو، زرغونو سیمو او د عامه خدمتونو پراختیا د دې ښکارندويي کوي چې، کابل په تدریجي ډول د یوه نوي ښاري ژوند پر لور روان دی.
که څوک د څو کلونو پخوانی کابل له ننني کابل سره پرتله کړي، نو د ښار په څېره کې به په بېساري توګه بدلونونه وویني. د ښار په ګڼو سیمو کې، نوي عمومي او فرعي سړکونه، لوی او کوچني پلونه، نوې ودانۍ، مارکېټونه، سوداګریز مرکزونه او استوګنیزې سیمې جوړې شوې او د ښار د پراختیا بهیر مخ پر وړاندې روان دی.
سړکونه د یوه ښار د وجود رګونه دي، هر څومره چې دا رګونه منظم، پراخ او فعال وي، په هماغه کچه د ښار اقتصادي او ټولنیز ژوند هم پیاوړی کېږي. په کابل کې د سړکونو او هوایي پلونو د جوړولو، پراخولو او بیارغولو هڅې د ښاري نظم په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د ښار د بېلابېلو سیمو ترمنځ د تګ راتګ آسانتیا نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ساده کوي، بلکې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو ته هم زمینه برابروي.
کابل یوازې د خښتو او سمنټو ښار نه دی، بلکې کابل د انسانانو ښار دی او د ښار اصلي ښکلا هغه مهال راڅرګندېږي چې، د خلکو ژوند پکې آسانه، خوندي او هوسا وي.
اوس پوښتنه دا ده چې، کابل نن ورځ څرنګه او د چا په مټ، هغه هم په چوپتیا کې خپله څېره بدله کړه؟
د دې پوښتنې ځواب له هر با احساسه انسان سره شته دی او هغه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د هغه کاري ټیم دی، هغه انسان چې، کابل ښار یې نن ورځ په فکر او هلوځلو سره خپله څېره بدله او د پرمختګ کاروان ته ور روان دی چې، نه یوازې کابل ښاریان، بلکې ټول هېوادوال یې که هغه له هېواد څخه بهر یا د هېواد د ننه ژوند کوي پېژني او ستاینه یې کوي.
د دې په هېواد مین، وړ، صادق او رښتني انسان خدمتونه او هڅې باید د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ولیکل شي، ځکه هغه پرته له شور، تبلیغاتو او رسنیو، د کابل د آبادۍ لپاره داسې کارونه ترسره کړي چې، اغېزې به یې تر کلونو پورې پاتې وي.
رښتینی خدمت هغه دی چې، خلک یې په خپلو سترګو وویني، نه دا چې یوازې په خبرو کې ترې یادونه وشي.
د کابل ښار د ښکلا، آبادۍ او پرمختګ لپاره د کابل ښاروال هڅې د ستاینې او درناوي وړ دي، ځکه هغه د خپلې دندې له پیل څخه تر نن ورځې پورې، د هغو ژمنو په عملي کولو سره چې، د کار په پیل کې یې کړې وې، خپله ژمنتیا او رښتینولي ثابته کړې ده.
هر ښار هغه وخت وده کوي چې، یو با مسئولیته، متدین، صادق او په هېواد مین شخص یې اداره او کنترول په لاس کې ولري او اقتصادي فعالیتونه پکې پیاوړي وي. کابل د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي. په ښار کې د سوداګریز مرکزونو، هټیو، بازارونو، کوچنيو کاروبارونو، خدماتي شرکتونو او د بېلابېلو نورو مسلکي فعالیتونو شتون، د زرګونو کورنیو د ژوند سرچینه جوړوي.
د کابل په بازارونو کې د ورځې له پیل څخه تر ماښامه د خلکو تګ راتګ روان وي. څوک د خپل کاروبار د پراخولو په فکر کې وي، بل د خپلې کورنۍ د اړتیاوو لپاره بازار ته راغلی وي، ځوان د کار په لټه کې وي او بل څوک د خپل نوي کاروبار د پیلولو خوب ویني چې، همدا کوچني او لوی خوځښتونه د ښار اقتصادي نبض جوړوي.
کوچني کاروبارونه د ښار په اقتصادي ژوند کې مهم ځای لري. د یوې کوچنۍ هټۍ، رستورانت، چاپخونې یا انلاین کاروبار تر شا د یوه انسان هیله، د یوې کورنۍ اړتیا او د څو نورو کسانو د کار زمینه پرته وي.
له همدې امله د کابل اقتصادي پرمختګ یوازې د لویو ودانیو په جوړېدو نه سنجول کېږي، بلکې هغه وخت بشپړ پرمختګ بلل کېږي چې، عام خلک هم د کار، عاید او مناسب ژوند فرصتونه ولري.
د هر ښار تر ټولو ستره پانګه ودانۍ نه، بلکې انسانان دي. که د کابل ځوان نسل تعلیم، مهارت او سالم فکر ولري، نو د ښار راتلونکی به روښانه وي.
نن د کابل په بېلابېلو برخو کې ښوونیز او روزنیز فعالیتونه دوام لري. پوهنتونونه، ښوونځي، مدرسې، خصوصي تعلیمي مرکزونه، مسلکي کورسونه او د ژبو او کمپیوټر د زده ‌کړې مرکزونه، د ځوانانو لپاره د پوهې او مهارت د ترلاسه کولو زمینه برابروي.
ځوانان هغه ځواک دی چې، د ښار د راتلونکي څېره بدلولی شي. هغه ځوان چې نن په یوه کوچنۍ خونه کې د کتاب پر پاڼه سترګې لګوي، کېدای شي سبا انجینر، ډاکټر، ښوونکی، لیکوال، سوداګر یا د ټولنې یو اغېزناک مشر شي.
علم هغه څراغ دی چې، د یوه ملت پر وړاندې د پرمختګ لارې روښانه کوي.
که کابل غواړي چې د یوه پرمختللي او عصري ښار په توګه وده وکړي، نو د علم، پوهې او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا باید د دې پرمختګ په زړه کې ځای ولري.
دغه راز نننۍ نړۍ د ټکنالوژۍ نړۍ ده اوهغه ښارونه چې له ټکنالوژۍ سره همغږي نه شي، د نړۍ له چټک پرمختګ څخه وروسته پاتې کېږي، خو کابل هم ورو ورو د ډیجیټلي ژوند له نوې څپې سره ځان عیاروي.
که موږ وغواړو چې، کابل رښتیا هم د یوه آباد، پرمختللي، ښکلي، پاک، منظم او هوسا ښار په توګه وځلېږي، نو د دې ښار د راتلونکي مسئولیت باید یوازې پر بل چا ونه اچوو، زموږ هر یو کولی شي د خپل کار، خپل فکر، خپل اخلاق او خپل مسئولیت له لارې د کابل په جوړولو کې ونډه واخلي، ځکه د ښارونو راتلونکی یوازې په نقشه کې نه رسمېږي، بلکې د ښارونو راتلونکی د خلکو په لاسونو، فکرونو او هیلو کې جوړېږي.