
آرش «ننگیال»
په افغانستان کې له پخوا زمانو راهیسې لویه او ګډه کورنۍ د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. په ډېرو کورنیو کې څو نسلونه یو ځای اوسېږي او د ژوند چارې، ستونزې او مسئولیتونه په ګډه پر مخ وړي، داسې کورنۍ چې پلار، مور، زامن، لوڼې، وروڼه، خویندې، نیا، نیکه او کله ناکله ترونه، ترورګانې او لمسیان په یوه کور یا ګډ اقتصادي ژوند کې سره اوسېږي.
ګډ ژوند، خپلې ښکلاوې او بدرنګۍ دواړه لري. څېړنې ښيي چې، په څو نسلي کورنیو کې د کورنۍ نږدېوالی او د مادي سرچینو شریکول له مهمو ګټو څخه دي، خو د شخصي حریم نقض، د ماشومانو روزنې ته نه پاملرنه او د کور دننه د اړیکو فشارونه یې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.
د ګډې کورنۍ تر ټولو ستره ګټه دا ده چې، د کورنۍ غړي یو له بل سره نږدې پاتې کېږي. ماشومان له نیا او نیکه سره لویېږي، وروڼه او خوېندې یو بل ته نږدې وي او د کورنۍ د غړو ترمنځ د مرستې او همکارۍ احساس پیاوړی کېږي.
کله چې د کورنۍ یو غړی له ستونزې سره مخ شي، نور غړي یې یوازې نه پرېږدي، همدا متقابل ملاتړ د ګډې کورنۍ یو له مهمو پیاوړتیاوو څخه دی. په ګډ ژوند کې د کورنۍ غړي کولای شي د کور ځینې لګښتونه په ګډه برابر کړي. د کور، خوراک، جامو او نورو اړتیاوو لګښتونه د څو عاید لرونکو کسانو ترمنځ وېشل کېدای شي.
په ۲۰۲۴ کال کې د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو ښوونځي (LSE) د څېړونکو له خوا د اروپا د څو نسلي کورنیو په اړه څېړنه خپره شوې ده. څېړنه کې ویل شوي چې، ګډ څو نسلي ژوند په ځانګړي ډول د مالي ستونزو پر مهال د کورنۍ لپاره اقتصادي ملاتړ رامنځته کولای شي،ځکه د کورنۍ غړي خپلې سرچینې سره شریکوي. په داسې کورونو کې د ګټې څو سرچینې شتون لري، نه یوه.
په لویه کورنۍ کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې مسئولیت یوازې د مور او پلار پر اوږو نه وي بار. نیا، نیکه، تره، ترور او نور خپلوان هم د ماشوم په روزنه کې مرسته کولای شي. دا ډول کورنۍ د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو امن او د خوښې ځای بلل کېږي، ځکه چې ماشوما پکې ګڼ ملاتړي او مینوال لري. په دا ډول کورنیو کې ماشومان په خورا ډاډمنه فضاء کې ژوند کوي او عزت نفس یې لوړ او وېره یې کمه وي.
ماشومان له مشرانو څخه د ژوند تجربې، کورني دودونه، آداب او د خپلو نیکونو او پلرونو کیسې زده کوي. په دې توګه د یوې کورنۍ کلتوري حافظه له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.
نیا او نیکه د کورنۍ د تجربې او تاریخ مهمه برخه وي. په ګډ ژوند کې هغوی د اولادونو او لمسیانو ترمنځ ژوند ته دوام ورکوي او د یوازیتوب احساس یې کمېږي. همدارنګه، که یو مشر د ورځني ژوند په چارو کې مرستې ته اړتیا ولري، د کورنۍ نور غړي پرته له کومې تمې په اخلاص او صداقت ورسره مرسته کوي.
ژوند تل له خوښیو جوړ نه دی. ناروغي، بېکاري، مالي ستونزې، د کورنۍ د غړو مړینه او نورې سختې او کړاوونه هرې کورنۍ ته پېښېدای شي، ځکه خو پښتانه وايي« غم او ښادي خور او ورور دي»
په ګډه کورنۍ کې د ستونزې پر مهال انسان احساس کوي چې یوازې نه دی، د کورنۍ نور غړي کولای شي مالي، عاطفي او عملي مرسته ورسره وکړي. ګډه کورنۍ د دودونو، ژبې، درناوي او د مشرانو د تجربو د ساتلو لپاره مهمه ده. ماشوم چې له څو نسلونو سره یوځای لویېږي، د کورنۍ له تاریخ او کلتور سره اړیکه پیدا کوي. که څه هم ګډ ژوند ډېرې ګټې لري، خو که په کورنۍ کې د درناوي، عدالت او واضح اصولو نشتوالی وي، ستونزې هم رامنځته کولای شي، ځکه چې د هر انسان عادت، سلیقه، غوښتنې او اړتیاوې سره توپیر لري او د الله تعالی د خلقت جلال او جمال دې کې دی چې، د نړۍ په اته میلیارده انسانانو کې دوه یو شان نه پیدا کېږي.
همدا رانګه په یوه لویه کورنۍ کې چې، ډېر کسان اوسېږي، هر انسان د خپل ځان لپاره ځانګړی ځای یا هم هغه خصوصي حریم غواړي چې، په دې کورونو کې دغه خصوصي حریم کمېږي او تنګېږي. ځوانان او نوي واده شوي کسان ښايي احساس کړي چې، شخصي ژوند یې تر ډېره د نورو تر نظر لاندې دی او تل څارل کېږي. څېړنو کې هم د شخصي حریم مسئله د څو نسلي کورنیو له مهمو ستونزو څخه بلل شوې ده.
د هر نسل فکر یو ډول نه وي. د نیکه او لمسي، پلار او زوی، یا مور او لور ترمنځ د ژوند، زده کړو، واده، د ماشومانو د روزنې او نورو موضوعاتو په اړه نظرونه توپیر کولای شي او دغه تنوع طبیعي او ذاتي ده. که د اختلاف پر مهال خبرې په درناوي ونه شي، کوچنی اختلاف په لویه شخړه بدلیدای شي.
په ګډه کورنۍ کې باید څرګنده وي چې، د کور د مهمو چارو په اړه پرېکړې څنګه کېږي. که یو کس غواړي ټولې پرېکړې یوازې خپله وکړي، نور غړي ممکن د بېاختیارۍ احساس وکړي. د ښه ګډ ژوند لپاره مشوره، تفاهم او د هر غړي د حقونو درناوی اړین دی او د اسلام مقدس دین موږ ته په مشورې کولو امر کړی دی او په دې کې د انسانانو خیر نغښتی دی.
کله ناکله په لویو کورنیو کې د پخلي، پاکوالي، د ماشومانو ساتنې، پالنې، روزنې او د مشرانو د خدمت مسئولیت پر محدودو کسانو، په ځانګړي ډول په ښځو ډېرېږي. که مسئولیتونه په عادلانه ډول سره ونه وېشل شي، ستړیا، خپګان او کورني اختلافات رامنځته کېدای شي او ډیری کورنۍ ستونزې له همدې ځایه سرچینه اخلي.
که په یوه کور کې څو کسان عاید لري، باید د کور د لګښتونو په اړه واضح تفاهم موجود وي. که یو کس احساس کړي چې دی ډېر لګښت کوي او نور لږه ونډه اخلي، د کورنۍ ترمنځ د نارضایتۍ لامل کېدای شي. له همدې امله د کور د عوایدو او لګښتونو په اړه روښانه او عادلانه تفاهم ډېر مهم دی.
که د ټولنې عیني واقعیتونو ته ځیر شو، وبه وینو چې په ډېرو ګډو کورنیو کې د کورنۍ د اقتصادي ژوند بار د یو یا څو تنو پر اوږو وي. هغوی کار کوي، زیار باسي او د کورنۍ د اړتیاوو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره هڅه کوي، خو په مقابل کې، د کورنۍ یو شمېر نور غړي د کار او روزګار له هر ډول هڅې ځان لرې ساتي. دا ډول کسان په اصطلاح «تیارخواره» ګرځي، نه د کورنۍ په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه اخلي او نه ځان د کور د لګښتونو په برابرولو کې مسئول ګڼي. په داسې حالت کې د کار کوونکو او بې کارو ترمنځ د مسئولیت او ونډې نابرابري ورو ورو د کورنۍ دننه د نارضایتۍ، شخړو او بې باورۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
په ۲۰۲۲ میلادي کال په امریکا کې « Pew Research Center » لخوا د مالي ملاتړ په هکله د څو نسلي کورنیو په اړه څېړنه وشوه. په دې څېړنه کې شاوخوا« ۴۰ » سلنه کسانو ویلي وو چې، مالي ستونزې د څو نسلي ګډ ژوند یو مهم لامل دی. د لږ عاید لرونکو کسانو له ډلې« ۵۰» سلنه کسانو ویلي وو، چې د کورنیو له نورو بالغو غړو سره ګډ ژوند، د دوی له مالي ستونزو سره لږ تر لږه مرسته کوي. په ټولیزه توګه« ۲۲ »سلنه کسانو ویلي وو چې، څو نسلي ګډ ژوند د دوی د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي او« ۱۸ » سلنه بیاویلي چې، «یو څه» مالي مرسته ورسره کېږي.
نوي واده شوي کسان د خپل ګډ ژوند لپاره ځانګړي حریم او خپلواکې پرېکړې ته اړتیا لري. که د کورنۍ نور غړي په هره کوچنۍ موضوع کې مداخله وکړي، د مېړه او مېرمنې ترمنځ هم ستونزې پیدا کېدای شي. نو په ګډ کور کې د نوي جوړ شوي ژوند درناوی او د هغوی د شخصي حریم ساتل ډېر مهم دي، په ځانګړې توګه د اوسني نسل چې ډیری یې د خپلواک ژوند غوښتوونکي دي.
ګډ ژوند هغه وخت بریالی کېږي چې، د درناوي، عدالت او تفاهم ځای وي. د هر غړي شخصي حریم ته باید درناوی وشي، د کور مسئولیتونه باید تر ډېره په عادلانه ډول سره ووېشل شي، د مالي چارو په اړه باید روښانه تفاهم موجود وي، د مشرانو درناوی دې وشي، خو د ځوانانو نظر هم باید واورېدل شي.
د مېړه او مېرمنې شخصي ژوند کې باید بېځایه مداخله ونه شي .د اختلاف پر مهال د توهین او تحقیر پر ځای خبرې او مشوره غوره چاره ده .د ماشومانو د روزنې لپاره باید د کورنۍ د غړو ترمنځ ګډ او واضح اصول وټاکل شي.
د کور هر غړی باید احساس کړي چې د هغه عزت او حقونه خوندي دي.
ګډه کورنۍ د افغانستان د ټولنې له مهمو دودیزو جوړښتونو څخه ده. دا ډول ژوند کولای شي کورنۍ د اقتصادي ستونزو په وړاندې پیاوړې کړي، د ماشومانو په روزنه کې مرسته وکړي، مشرانو ته پاملرنه زیاته کړي او د کورنۍ مینه او اړیکې ټینګې وساتي.
خو ګډ ژوند هغه وخت ستونزمن کېږي چې، شخصي حریم له منځه لاړ شي، د کورنۍ غړي یو پر بل واک چلول پیل کړي، مسئولیتونه ناعادلانه ووېشل شي او د نظر اختلاف په شخړه بدل شي. له همدې امله، ګډ ژوند ستونزه نه ده، د ګډ ژوند د تنظیم طریقه او لاره چاره مهمه ده.
که په کور کې مینه، درناوی عدالت، مشوره، د مسئولیتونو منل او د یو بل حقونو ته درناوی شتون ولري، نو ګډ کور کولای شي د کورنۍ لپاره د ملاتړ، امنیت او خوښۍ یوه پیاوړې سرچینه وي.
خو زموږ دلید او تجربې له مخې، په ګډ ژوند کې ستونزې ډېرې او ګټې یې نسبتاً کمې دي، ځکه چې اوسنۍ نسل له تېرو نسلونو سره ډېر توپیر لري. ډېری اوسني ځوانان په لویو کورنیو کې ګډ ژوند نه خوښوي او دا ډول ژوند د شخصي آزادۍ د محدودېدو، وروسته پاتې کېدو او کمزوري اقتصادي وضعیت له لاملونو څخه بولي. دوی ګومان کوي چې، په سترو کورونو کې د ماشومانو غوره روزنه او پالنه هم ناشونې ده.
د اسلام مبارک دین هم د کورنۍ د یووالي او خپلوانو د اړیکو ساتلو ته ډېر اهمیت ورکوي، خو په ګډ ژوند کې د محرم او نامحرم، د پردې او شرعي حدودو مراعاتول اړین ګڼل کېږي.
په ګډه کورنۍ کې ژوند؛ ګټې او زیانونه


