
✍🏻 ابویاسر پښتون
کله ناکله انسان له دې سربیره چې، له یوه عمل سره ډېر مخ وي، سر او کار یې له هماغه عمل سره وي، ولې له دې ناخبره وي چې، زما همدغه عمل څه ګټه او کوم زیانونه لري؟ دغه راز زموږ ټولنه د ډېرو ښکاره ستونزو ترڅنګ له داسې ستونزو سره هم مخ ده چې په لومړي سر کې ډېرې وړې او عادي ښکاري، خو همدا کوچنۍ ستونزې، چې هره ورځ تکرارېږي، ورو ورو زموږ پر اخلاقو، اړیکو، فکر او ټولنیز ژوند اغېزې پرېږدي. موږ یې وینو، اورو او کله ناکله ترې شکایت هم کوو، خو دا چې له ډېر وخت راهیسې ورسره مخ یو، د خپل ژوند یوه عادي برخه مو ګڼلې ده.
د یوه ښار جوړېدل یوازې په لوړو ودانیو، پراخو سړکونو او ښکلو پارکونو نه ترسره کېږي. دا سمه ده چې په ظاهري بڼه به یو ښار ښکلی وبرېښي خو د ښار اصلي ښکلا د هغه ښار د اوسېدونکو په اصلاح او مسئولیت منلو کې ده.
ښار هغه وخت ښکلی کېږي چې، د هغه اوسېدونکي هم د ښکلا احساس، مسئولیت او د یو بل د حقونو درناوی ولري. که د ښار سړکونه پاک وي، خو زموږ چلند له یو بل سره ناسم وي، که ودانۍ لوړې وي، خو اخلاق مو ټیټ وي، نو د ټولنې اصلي پرمختګ لا هم نیمګړی دی. په دې لیکنه کې یو لړ خاموشه ستونزو ته اشاره شوې ده چې په لاندې توګه تشریح کېږی:
له دې ستونزو څخه یوه یې زموږ د وخت له بېځایه ضایع کولو سره تړاو لري. وخت هغه شتمني ده چې، نه اخیستل کېږي، نه زېرمه کېږي او نه بېرته راګرځي. خو موږ خپل ډېری وخت په بې موخې ناستو، بېګټې بحثونو او د ټولنیزو رسنیو په بېپایه لټون تېروو. په دې موده کې کېدای شي یو کتاب ولولو، یو کسب زدهکړو، له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تېر کړو او یا د خپل راتلونکي لپاره یو ګام واخلو، خو کله چې ورځ پای ته ورسېږي یوازې دا را پاتې وي چې، وخت مو تېر کړ.
د وخت ارزښت له دې څخه ښکاري چې، الله تعالی په قرآنکریم کې پرې قسم یادوي، لکه په لاندې آیتونو کې چې فرمایي:
ژباړه: قسم دی په زمانه، بېشکه انسان په تاوان کې دی … سورة العصر: ۱–۲
دغه راز فرمایي:
ژباړه: قسم دی په سهار او په لسو شپو…سورة الفجر: ۱–۲
اسلامي علماء وخت ژوند بولي لکه امام الحسن البناء رحمه الله چې وایي: « الوقت هو الحیاة» (منبر الجمعة للإمام الشهيد حسن البنا، المجموعة الأولى، ص ۵۳)
یعنې وخت ژوند دی، خو وخت د هغو کسانو لپاره ژوند دی، چې د وخت ارزښت په پام کې نیسي، له وخت څخه سمه ګټه اخلي او نه یې ضایع کوي.
نو که چېرې خپل وخت په بې ځایه او بېګټو کارونو تېر کړو، دا داسې معنا لري، لکه د انسان ژوند چې ضایع کېږي، بې کاره کېناستل او وخت ضایع کول، د ځان یعنې د خپل ژوند ضایع کول دي.
یوه بله خاموشه ستونزه د مطالعې کمښت دی. دا هم له هغو پټو او لویو ستونزو څخه ده چې، د یوې ټولنې پر فکري کچې اغېز کوي. هغه انسان چې مطالعه نه کوي، ډېر ژر د هرې خبرې تر اغېز لاندې راځي. مطالعه یوازې د معلوماتو د زیاتولو وسیله نه ده، بلکې انسان ته د فکر کولو، پوښتنې او د حقیقت د پېژندلو توان ورکوي. که غواړو راتلونکی نسل مو پیاوړی فکر ولري، باید د کتاب او مطالعې ملګرتیا ته یې وهڅوو.
په ټولنه کې د دروغو زیاتېدل هم یوه داسې خاموشه ستونزه ده چې، په لومړي سر کې کوچنۍ ښکاري، خو پایله یې ستره وي. یو کوچنی دروغ د دوو کسانو ترمنځ باور له منځه وړي. کله چې دروغ تکرار شي، باور کمېږي او کله چې باور له منځه لاړ شي، د کورنۍ، دوستانو او همکارانو اړیکې کمزورې کېږي. نو ویلای شوو چې، ټولنه یوازې په قانون نه، بلکې په باور هم ولاړه ده.
یوه بله خاموشه خو ډېره جدي ستونزه، یو د بل حقونو ته درناوی نه کول دي، دا بحث ډېر لوی دی چې په صف کې د خپل وار له رعایتولو پیل بیا آن خور او لور ته د میراث تر ورکولو پورې حقوق رانغاړي.
د بل انسان وخت ضایع کول، د بل چا سپکاوی، د لارې او عامه ځایونو نظم نه مراعاتول او د نورو د آرامۍ خیال نه ساتل، شاید ډېر لوی کارونه ښکاره نه شي، خو همدا کوچني عملونه زموږ د ټولنیز شخصیت هنداره ده. لکه چې وایي:
ستر ستر اورونه له وړو وړو بڅرکو بلېږي
یوه بله خاموشه خو ستره ستونزه، په یو شمېر کورنیو کې والدینو ته نه درناوی کول دي. د والدینو او مشرانو درناوی یوازې یو دود نه دی، بلکې د سالمې کورنۍ او سالمې ټولنې یوه مهمه برخه ده. د نظر اختلاف طبیعي خبره ده، خو اختلاف باید د بېاحترامۍ لامل نه شي. ځوان نسل ته پکار ده چې د نوې دور او زمان له غوښتنو سره یو ځای د خپلو مشرانو تجربې او ارزښتونه هم درک کړي او مشران هم باید د ځوانانو خبرې په زغم سره واوري. متقابل درناوی د نسلونو ترمنځ واټن کموي. د دې تر خوا د ګاونډیو حقوق نن سبا له پامه غورځول شوي دي، د پخوا په پرتله دې برخې ته زیاته پاملرنه نه کېږي، چې له یوې خوا په ټولنیز ژوند کې د وګړو تر منځ د مینې، ورورګلوۍ او همدردۍ روحیه ورځ تر بلې کمزورې کیږي او له بل پلوه د الله تعالی له امر څخه سرغړونه رامنځته کیږي چې فرمایي:
ژباړه: او د الله تعالی عبادت وکړئ او هېڅ شی ورسره شریک مه نیسئ، له مور او پلار سره نېکي وکړئ، له خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، له نږدې او لرې ګاونډي او د څنګ ملګري سره هم نېکي وکړئ. (سورة النساء، ۳۶)
پخوا به ګاونډی یوازې کور ته څېرمه اوسېدونکی نه ؤ، بلکې د خوښۍ او غم شریک به ؤ. که د چا په کور کې ستونزه وه، لومړی به د ګاونډي دروازه ورټکول کېده. نن زموږ ژوند مصروف شوی او اړیکې مو محدودې شوې دي. کېدای شي د یوه کور ترڅنګ کلونه ژوند وکړو، خو د هغه د اوسېدونکو له حاله خبر نه شو. د ټولنیزې همکارۍ او ګاونډیتوب بېرته پیاوړتیا د یوې غوره، اسلامي او یو موټي ټولنې لپاره ډېره مهمه ده، لکه د پښتو ژبې پیاوړی شاعر درویش دُرانی چې وایي:
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
یوه بله خاموشه ستونزه چې، د موجوده نړۍ او په ځانګړي توګه زموږ د ګران هېواد افغانستان ډېری وګړي ورسره مخ دي، هغه له اړتیا پرته د ټولنیزو رسنیو کارونه ده. ټولنیزي رسنۍ ډېرې ګټې لري، خو که بېحده او بېموخې وکارول شي، انسان له واقعي ژوند څخه لرې ساتي. موږ کله ناکله د نورو د ژوند له ظاهري بڼې سره خپل ژوند پرتله کوو، د نورو په اړه ژر قضاوت کوو او یا داسې بحثونو ته داخلېږو چې، په موږ پورې هېڅ تړاو نلري. ټکنالوژي باید زموږ د خدمتګاره وسیلې په توګه وي،نه دا چې زموږ وخت او فکر خراب کړي.
یوه بله ډېره لویه ستونزه چې زموږ د ټولنې د ځینو وګړو تر منځ شتون لري، هغه امانت ساتلو ته نه پاملرنه ده. د یوې خبرې وضاحت باید وشي چې امانت یوازې دا نه ده چې موږ سره څوک یو مال یا یو شی کېږدي او موږ هغه بېرته هغه شخص ته سالم وسپارو، یعنې ضایع یې نه کړو، بلکې د انسان د وجود د غړو څخه پیل او بیا په طبیعت کې ټول شته توکي چې، د انسان د ګټې په موخه الله تعالی پیدا کړي دي، هغه ټول له موږ سره امانت دي چې ساتنه یې باید وشي. د بېلګې په توګه، عامه شتمني هم زموږ ګډ امانت دی. پارک، سړک، ونه، څلورلارې، عامه تأسیسات او نور هغه څه چې، د ټولو خلکو لپاره جوړ شوي، یوازې د یوې ادارې یا یوه شخص ملکیت نه دي. کله چې څوک عامه شتمني زیانمنوي، په حقیقت کې د خپل ځان او د خپل اولاد په حق کې ظلم کوي. د عامه شتمنیو ساتنه باید د قانون له وېرې نه، بلکې د مسئولیت له احساسه ترسره شي.
خو شاید تر ټولو خطرناکه او خاموشه ستونزه دا وي چې، موږ د ناسم کار پر وړاندې چوپ پاتې کېږو. کله چې یو څوک د بل حق تر پښو لاندې کوي او موږ وایو: «زما کار نه دی»، کله چې یو ناسم چلند وینو او د اصلاح پر ځای ترې تېرېږو، نو په حقیقت کې ستونزه د دوام لپاره پرېږدو. خو اصلاح باید په حکمت، غوره اخلاقو او مناسبې لارې ترسره شي، خو بشپړه بېپروايي د ټولنې ستونزې نه حلوي.
د دغو ټولو ستونزو تر شا یوه ګډه ناوړه خبره پرته ده، موږ ډېر ځله د ټولنې د اصلاح مسئولیت یوازې د نورو پر غاړه اچوو. غواړو نور په دې برخه کې رښتیني و اوسي خو همدغه رښتینولي او صداقت بیا د ځان لپاره نه غواړو، په کوچنیو خبرو کې دروغ وایو، غواړو نور قانون رعایت کړي، خو خپله یې په ډېرو وړو مواردو کې ماتوو، غواړو ښار پاک وي، خو کثافات په سړک غورځوو، غواړو ځوانان مطالعه وکړي، خو خپله کتاب نه لولو.
حقیقي بدلون هغه وخت پیلېږي چې، انسان له ځان څخه پوښتنه وکړي: زه د دې ټولنې په جوړولو کې څه ونډه لرم؟
کېدای شي زموږ ونډه ډېره کوچنۍ وي، خو هېڅ غوره عمل بېاغېزې نه پاتې کېږي. یو سلام، یوه موسکا، د یوه اړمن لاس نیول، د بل انسان د حق رعایتول، د عامه شتمنۍ ساتل، د وخت ارزښت پېژندل، د کتاب لوستل او د ناسم کار پر وړاندې په حکمت خبرې کول، ټول د یوې سالمې ټولنې د جوړېدو خښتې دي.
د ټولنې بڼه په یوه ورځ نه بدلېږي. ټولنه د زرګونو انسانانو له زرګونو کوچنیو کړنو جوړېږي. که هر یو له موږ څخه خپل کوچنی مسئولیت په سمه توګه ادا کړي، هغه خاموشې ستونزې چې نن یې عادي ګڼو، سبا به دومره لویې نه وي، ځکه لوی بدلون تل له لویې وینا حخه پیلېږي او کله ناکله د یوه انسان له یوه کوچني، خو سم عمل څخه پیلېږي. وايي : (یو ذره عمل له یو خروار خبرو غوره دی)
نو راځئ د نورو له خوا بدلون ته په تمه نه شو، د نورو د اصلاح په تمه ونه درېږو او د ټولنې ټولې ستونزې یوازې د نورو پر غاړه ونه اچوو. راځئ له خپل چلند، خپلې کورنۍ، خپل چاپېریال او له خپلو ورځنیو عادتونو څخه پیل وکړو.
ځکه چې ټولنه موږ یو، که موږ بدل شو، زموږ ټولنه هم بدلېدای شي.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


