
د کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې د مسؤلینو د کنټرول او څارنې په ترڅ کې، د یادې ناحیې اړوند سیمو کې یو شمېر ناقانونه قصابۍ چې، د شپې له خوا یې فعالیت کاوه، تر پېژندلو وروسته یې فعالیتونه ودرول شول.
د لومړۍ ناحیې د ښاري خدمتونو آمر ابراهیمشاه په دې تړاو وویل: قصابان مکلف دي خپله د اړتیا وړ غوښه له قانوني او معیاري مسلخونو څخه ترلاسه کړي او د هټیو مخې ته، د شخصي ملکیتونو په سیمه او نورو ممنوعه ځایونو کې د څارویو له ذبح کلولو ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د څارویو ناقانونه ذبح کول او د روغتیايي او چاپېریالي اصولو خلاف فعالیتونه، د ناروغیو د خپرېدو او د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي، له همدې امله د قصابیو د غوښې پر پلور او په رستورانتونو او د واده په تالارونو کې د هغې د مصرف په څرنګوالي دوامداره څارنې کېږي.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې، د قصابیو مخې ته، په عامه ځایونو، سوداګریزو او استوګنیزو سیمو کې د څارویو ذبح کول په کلکه منع دي. سرغړونکي به قانوني تعقیب او په یادو سیمو کې به د فعالیت اجازه ورنه کړل شي.
قصابان کولای شي د څارویو د ذبح کولو لپاره په کاریزمیر، ریشخورو، مکروریان څلورلارې او کمپنۍ سیمه کې له معیاري مسلخونو څخه ګټه پورته کړي.
په لومړۍ ناحیه کې د ناقانونه او سرغړوونکو قصابیو فعالیتونه ودرول شول


