
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد «سجستاني»، د درېیو ټولګټو او زېربنايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د دغو پروژو د کار پرمختګ یې وارزاوه. په دې پروژو کې د پنځهسوه فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه، د تنظیف ریاست شاته د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو پروژه او د برهکي څلورلارې پروژه شاملې دي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال له یادو پروژو د لیدنې پر مهال مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او د چارو پر چټکتیا، د لوړکیفیته ودانیزو توکو پر کارولو او د کار په ټولو پړاوونو کې د فني او تخنیکي معیارونو پر دقیق رعایت یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې، کابل ښاروالۍ د نوې او پرمختللې او کړنلارې په کارولو سره د سړکونو د پراختیا او جوړولو ترڅنګ، د مناسبو استوګنځایونو د رامنځته کولو، له ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د غیرپلاني سیمې د نظم او پلاني کېدو په برخه کې هم عملي برنامې تر لاس لاندې لري چې، د پنځهسوه فامیلیو او یو نوي فامیلیو په سیمو کې د ښاري بیا پراختیا پروژې یې بېلګې دي.
مولوي محمد خالد «سجستاني» زیاته کړه چې، د پلان له مخې به د تنظیف ریاست شاته د استوګنیزو بلاکونو د جوړولو بهیر هم پراختیا ومومي، څو له ځمکې څخه په ښه ګټه اخیستلو سره د ښاریانو لپاره د منظم، معیاري او مناسبو استوګنیزو سیمو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
نوموړي همداراز د پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو او امکاناتو پر وخت برابرولو او د شته خنډونو پر لېرې کولو ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه چې، ودانیزې چارې دې د کیفیت په ساتلو سره، له ځنډ پرته او د ټاکلي مهالوېش له مخې پر مخ یووړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال ټینګار وکړ چې، د پروژو ټولې چارې باید تر فني او تخنیکي څارنې لاندې ترسره شي او د کار کیفیت ته دې په ټولو برخو کې جدي پاملرنه وشي. هغه زیاته کړه، چې ودانیز توکي باید له کارولو وړاندې په لابراتوار کې وازمویل شي او د کیفیت او ټاکل شویو معیارونو له پلوه وارزول شي.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروالۍ هڅه کوي د زېربنايي او ټولګټو پروژو د پلي کېدو بهیر چټک کړي او د برهکي څلورلارې پروژه او نورې روانې پروژې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې کړي څو ورسره جوخت ښاریانو ته ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د درېیو ټولګټو او زېربنايي پروژو کاري پرمختګ و ارزول شو
5 میزان 1405


