الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مالي مدیریت او سازماني مهارتونو روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسید

11 میزان 1405


د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو د مالي او عوایدي برخو د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې په موخه، د ( مالي مدیریت او سازماني مهارتونو) تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورسېد.
د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطايي په دې اړه وویل: دغه ورکشاپ د مالي مدیریت او سازماني مهارتونو د پیاوړتیا، په شفافه توګه د عواید راټولولو، د مالي سرچینو د پیاوړتیا، له شته سیستمونو څخه د غوره ګټې اخیستنې او له لایحو او دندو سره د کارکوونکو د بلدتیا په موخه په لاره اچول شوی ؤ.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې ورکشاپ کې د مالي مدیریت، عوایدو، سازماني کلتور، مسئولیت منلو، ځواب ویلو، د ادارې د باور ساتلو او د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې په اړه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
د نوموړي په وینا؛ د رښتیني خدمت د کلتور دودول، د اخلاقي اصولو او د کاري ژمنو په پام کې نیول، یو شمېر نور هغه موضوعات وو چې، له ګډونوالو سره شریک شول چې، دا کار د ښاریانو د رضایت کچې د لوړولو او غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغیزمن تمامېږي.
هغه څرګنده کړه چې، دا ډول روزنیزې برنامې د کارکوونکو لپاره ګټورې دي او پر بنسټ به یې ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.