
د زېربنايي او ټولګټو پروژو په اوږدو کې د اوبو رسولو شبکو د موجودیت له امله د رامنځته شویو خنډونو د پاکولو په موخه د کابل ښاروالۍ او د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک «یاسر» او د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت د کابل زون رئیس انجنیر شفیعالله «زاهدي» د کابل ښاروالۍ د پروژو په اوږدو کې د اوبو رسولو شبکو د لېږد او تنظیم، په ځانګړي ډول د نجات څلي په څلورلارې کې د هوايي پله، د باغ قاضي سړک او یو شمېر نورو پروژو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د سړک او پُل جوړونې د یو شمېر پروژو د تطبیق د پلان په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چېؤ، په خپل وخت د اوبو رسولو شبکو او نورو ښاري تأسیساتو لېږدول، د پروژو د پلي کېدو په بهیر کې د ځنډ او بیاځلي کېندنو مخنیوی کوي.
هغه زیاته کړه چې، د سړک جوړونې د پروژو له بشپړېدو وروسته د بېلابېلو ادارو له لوري د بیا ورتګ او د تأسیساتو د جوړولو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې، د اوبو رسولو شبکو او نورو ښاري تأسیساتو اړتیاوې له وړاندې مشخصې شي او د کابل ښاروالۍ د پروژو، په ځانګړي ډول د اصلي سړکونو په اوږدو کې د تطبیق له بهیر سره هممهاله د دغو شبکو د لېږد او په بدیلو ځایونو کې د جوړولو لپاره اړین ګامونه پورته شي.
همداراز په دې ناسته کې د بېلابېلو ښاري شبکو د تېرېدو لپاره د ریزرفي سیمو پر ټاکلو ټینګار وشو او څرګنده شوه، چې د دې سیمو تخنیکي مشخصات، د جوړولو څرنګوالی او د اړتیاوو پوره کول باید د سکتوري ادارو ترمنځ په همغږۍ مشخص شي.
ورته مهال د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت د کابل زون رئیس د کابل ښاروالۍ له زېربنايي او ټولګټو پروژو هرکلی وکړ او د دې ادارې له دوامدارې همکارۍ او همغږۍ څخه یې ډاډ ورکړ. هغه وویل چې، د کابل ښاروالۍ د پروژو په اوږدو کې شته د اوبو رسولو شبکې به د اړینې همغږۍ له مخې په مناسب وخت کې ولېږدول شي، څو د پروژو د پلي کېدو بهیر له ځنډ سره مخ نه شي.
د ناستې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ، د تأسیساتو د تداخل د مخنیوي او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو د بهیر د چټکتیا لپاره د ګډو تدابیرو پر نیولو ټینګار وشو.
د اوبو رسولو شبکو د لېږد او د زېربنايي پروژو د خنډونو د پاکولو په موخه د همغږۍ ناسته
11 میزان 1405


