الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د «رودکي» تفریحي پارک د جوړېدو کار پيل شو

13 میزان 1398

د زرغونو ساحو د پراختیا او غوره سمسورتیا په موخه د پنځلسمې ناحیې پنجصد فامیلی ساحې په اتم ګذر کې د تفریحي پارک د جوړېدو کار نن د اړوندې ناحیې رییس انجینیر عبدالتواب احمدي، د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ايزد يار د ګذر وکیلانو او د ناحیې اوسېدونکو په حضور د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه د هبیتات دفتر په همکارۍ د ۷۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت د پټي په پرې کېدو پيل شو. 

ټاکل شوې ده چې دغه پارک په ۸۵۵۷ متره مربع مساحت په اساسي ډول جوړ شي؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، د اوبو څاه، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو د لوبو وسایل نصبول، چترۍ، چمن، نیالګي او ګلونو ایښودل پکې شامل دي