
د کابل ښاروالۍ د مرکزي ریاستونو او ناحیو د فني او تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، دانیزو پروژو د تخنیکي او فني څارنې په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې چې، د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست له خوا جوړ شوی ؤ، یو شمېر انجینیرانو، کنټرولرانو او د ودانیزو پروژو د پلي کېدو له بهیر سره اړوند کارکوونکو ته د معیاري تخنیکي څارنې له اصولو او کړنلارو، د ودانیزو توکو د کیفیت له کنترول او د ودانیزو چارو په بېلابېلو پړاوونو کې د علمي او مسلکي معیارونو د مراعاتولو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر حمیدالله عطایي په دې تړاو وویل: د دې ورکشاپ له جوړېدو څخه موخه، د فني او تخنیکي کارکوونکو د علمي پوهې او عملي مهارتونو پیاوړتیا ده، څو د پروژو دپلي کېدو پر مهال، په ځانګړې توګه د کیمیاوي او ودانیزو توکو د کارونې او ترکیب په برخه کې، علمي او تخنیکي اصول او معیارونه په غوره توګه په پام کې ونیول شي.
نوموړي د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د مسلکي نظریاتو او تجربو تبادله، د ودانیزو پروژو د کیفیت د تأمین او د پروژو د لا غوره پلي کېدو لپاره مهم وبلل. نوموړي زیاته کړه چې، د کارکوونکو د تخصصي ظرفیتونو پیاوړتیا کولی شي د عمراني پروژو د پلي کېدو په بهیر کې د اغېزمنتیا، روڼتیا او کیفیت په لوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
ښاغلي عطایي همدا راز د ودانیزو پروژو د پلي کولو پر مهال پر مسئولیت منلو، مسلکي ژمنتیا او هېواد ته د خدمت پر روحیې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د دې ورکشاپ ګډونوالو ته فرصت برابر شو، څو د پروژو د څارنې او کنترول په برخه کې له نویو علمي او مسلکي میتودونو سره لا زیاته بلدتیا پیدا کړي.
دغه راز په دې ورکشاپ کې ټینګار وشو چې، د ودانیزو پروژو د کیفیت او دوام د تضمین لپاره باید ودانیز توکي د تخنیکي ځانګړتیاوو، ټاکل شویو معیارونو او منل شویو ودانیزو اصولو پر بنسټ وکارول شي، او د پروژو د پلي کېدو په ټولو پړاوونو کې د کار کیفیت په منظم ډول و ارزول شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د فني او تخنیکي کارکوونکو لپاره د روزنیزو برنامو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د څارنې د کیفیت د ښه والي، د ودانیزو چارو د معیارونو د لوړولو او په کابل ښار کې د معیاري او دوامداره پروژو د پلي کېدو په لور یو اغېزمن ګام وباله.
د ودانیزو پروژو د تخنیکي څارنې په اړه روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
20 میزان 1405


