
د اوومې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې څه باندې یو ټن تېر وخته او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او ۱۸۰ لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.
د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا له لوري څارنې روانې دي. کابل ښاروالۍ له ښاریانو غواړي چې، د توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي. همدا راز له اصنافو هم غوښتنه کېږي چې، په بازارونو کې بې کیفیته او تېر وخته توکي ونه پلوري.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، له لوډسپیکر څخه ګټه اخیستل له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې کړنه ده او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د اوومې ناحیې له بازارونو څخه څه باندې یو ټن تېر وخته توکي راټول شول


