الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې له بازارونو څخه ۳۲۰۰ کیلو ګرامه تېر وخته توکي راټول شول


د څورالسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۳۲۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ۵۰ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلوپه موخه، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا د څانګې له خوا له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې روانې دي. ورته مهال له ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د توکو کیفیت او د مصرف نېټې ته یې پام وکړي.
همدا راز له اصنافو او پلورنکو غوښتنه کېږي چې، له لوډسپیکر څخه په ګټه اخیستلو په لارو او سړکونو کې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نشي.