الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له بازارونو څخه څه باندې ۵.۶ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول


د کابل ښاروالۍ له خوا په بازونو کې د توکو له نېټې، کیفیت او له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، په دوامداره توګه څارنې روانې دي. په همدې لړ کې د پنځمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، ۵۶۵۷ کیلو ګرامه بې کیفیته او تېر وخته خوراکي او غیر خوراکي توکي او دغه راز ۵۳ لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول شول.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، پنیر، چاکلیټ، بیسکویټ، کېک، شات، پاپړ، مکروني، ژاولې، د غاښونو کریم، پوډر او د ښکلا او څښاک توکي شامل دي چې، د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
نوموړي له پلورونکو وغوښتل چې، د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه پّ کلکه ډډه وکړي او خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او مقرراتو سره سم ترسره کړي. همدا راز په لارو او کوڅو کې د لوډسپیکر په کارولو سره د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په موخه له بازارونو څخه څارنې روانې څو چاپېریالي روغتیا وساتل شي او له غږیزې ککړتیا څخه مخنیوی وشي.